تروريزم

د اورپکو له شکنجې څخه ژوندی پاتې پاکستانی هوډ لري چې له ډاره پرته ژوند وکړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي راپور

دا عکس چې د چنګاښ په ۲۸مه اخیستل شوی، شهباز تاثیر په لاهور کې په داسې حال کې ښیي چې د خپل وژل شوي پلار او د پاکستان د پنجاب ایالت د پخواني والي سلمان تاثیر له انځور سره ولاړ دی. تاثیر وايي چې شاوخوا پنځه کاله د اسلامپالو وسله والو له خوا شکنجه شوی او زنداني شوی، او دا یې هیر کړی چې د خندا کولو احساس څنګه دی. اوس هغه هوډ لري چې پرته له وېرې ژوند وکړي. تاثیر په ۱۳۹۰ کال کې وتښتول شو او په ۱۳۹۵ کال کې خوشې کړای شو. [آمنه یاسین/ای اېف پي]

دا عکس چې د چنګاښ په ۲۸مه اخیستل شوی، شهباز تاثیر په لاهور کې په داسې حال کې ښیي چې د خپل وژل شوي پلار او د پاکستان د پنجاب ایالت د پخواني والي سلمان تاثیر له انځور سره ولاړ دی. تاثیر وايي چې شاوخوا پنځه کاله د اسلامپالو وسله والو له خوا شکنجه شوی او زنداني شوی، او دا یې هیر کړی چې د خندا کولو احساس څنګه دی. اوس هغه هوډ لري چې پرته له وېرې ژوند وکړي. تاثیر په ۱۳۹۰ کال کې وتښتول شو او په ۱۳۹۵ کال کې خوشې کړای شو. [آمنه یاسین/ای اېف پي]

لاهور، پاکستان -- تاثیر وايي چې شاوخوا پنځه کاله د اسلامپالو وسله والو له خوا شکنجه شوی او زنداني شوی، او دا یې هیر کړي چې د خندا کولو احساس څنګه دی. اوس هغه هوډ لري چې پرته له وېرې ژوند وکړي.

دا چې هغه د یوې مشهورې سوداګرې او سیاسي کورنۍ غړی و، د ۱۳۹۰ د زمري په میاشت کې د هغه تښتونه د پاکستان د لوړې کچې له قضیو څخه ګڼل کېدله.

۳۹ کلن تاثیر ای اېف پي ته په یوه مرکه کې وویل، «زما په یاد دي چې دا احساس څومره پردی و. ما ډېره اوږده موده خندلي نه و.»

د هغه کتاب «د نړۍ ورک شوی» د تېر لړم په میاشت کې په داسې حال کې خپور شو چې د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د پاکستان د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی او زور زیاتی په ډېرېدلو و.

تاثیر څو میاشتې وروسته له هغې په لاهور کې له خپل کور څخه وتښتول شو چې پلار یې سلمان -- چې د پنجاب ایالت د هغه وخت والي و -- د یوه ساتونکي له خوا په دې خاطر په ډزو ووژل شو چې د هېواد د مقدساتو د سپکاوي په سختو قوانینو کې یې د بدلون ملاتړ وکړ.

سلمان د آسیه بي بي، چې مقدساتو ته په سپکاوي تورنه شوې وه، ملاتړ کړی و. د هغې قضیه په نړۍ واله کچه تر پوښښ لاندې وه او والي او د هغه کورنۍ یې د اسلامپالو افراطیانو د توپک خولې ته برابر کړل.

د بیهوشۍ په حالت او په پټه قاچاق شوی

تاثیر د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم یو) له خوا وتښتول شو. په یادې ډلې باندې په ۱۳۹۳ کې د کراچۍ هوایي ډګر باندې د برید په ګډون چې په لسګونو خلک په کې ووژل شول، د ګڼو غټو بریدونه پړه ور اچول شوې ده.

تاثیر چې د کیټامین مخدر مواد ورکول شوي وو، په بورقه کې د لاهور او میرعلي ترمنځ د سړک د غاړې په پوستو ور تېر کړای شو. میرعلي د پاکستان د شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې یو ښارګوټی دی، او له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان سره په پوله کې د اورپکو پټنځای دی.

د پاکستان د پوځي استخباراتو په وینا، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې د سیمې تر ټولو وحشي ډلو څخه دي، د ډیرو پیسو غوښتنه کوله او د شاوخوا ۳۰ بندیانو خوشې کول یې غوښتل، او دا هغه څه ول چې تاثیر وایي باید نه وای پوره شوي.

د تاثیر کتاب د هغه لومړنی یرغمل نیوونکی محمد علي د یوه سادېست قدرت غوښتونکي په توګه انځوروي. د هغه په امر، د تاثیر نوکان اېستل کېدل او د هغه خوله ګنډل کېدله.

تاثیر وویل، «هغوی ماته ډېرې سختې وحشتناکې شکنجې راکولې او د شکنجو ویډیوګانې یې جوړولې.»

ویډیوګانې د هغه کورنۍ ته لېږل کېدلې، داسې یو عمل چې تاثیر «ډېر غیر انساني او ډېر سپکاوی» وباله.

هغه وویل، «په دې توګه هغوی یو کس نه شکنجه کوي، هغوی د ډېرو خلکو زړونه دردوي.»

یو وخت نازولی تاثیر په زنځیرونو د فرش دپاسه تړل کېده، او شپږ میاشتې یې یواځې د وزې غوړي او ډوډۍ خوړل.

هغه وويل، «ما نور د انسانیت احساس نه کاوه، او نه مې انساني احساسات درلودل، ما حتی هغو پورې تړاو له لاسه ورکړی و.»

هغه وویل، «ما د یوه حیوان په څېر احساس کاوه.»

په ۱۳۹۴ کال کې ازبک ګروپ په افغانستان کې له نورو اورپکو سره جګړه وکړه او ماتې یې وخوړله، او تاثیر د فاتحانو لاس ته ولوېد.

څو میاشتې وروسته، د ۱۳۹۴ د کب په میاشت کې، هغه وروسته له هغه خوشې شو چې د هغه یرغمل کوونکي پوه شول چې یوه لوړ پوړي مشر یې د پاکستان حکومت سره له ازبک اورپکو څخه د هغه د خلاصون لپاره د خبرو اترو په هڅه کې مرسته کړې وه.

د یوې اونۍ لپاره، هغه له اروزګان ولایت څخه د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوه ښار ته سفر وکړ، او هلته هغه د سرک د غاړې له یوه رستورانت څخه خپلې مور ته ټلیفون وکړ.

هغه وویل، «لومړی ما د پي سي او پوښتنه وکړه، او مالک راته وویل چې پي سي او ګانې له دوه درې کالونو راهیسې له منځه تللي دي.»

د سفر لاره اوږده وه

په تصادفي توګه، تاثیر په هماغه ورځ یعنې د ۱۳۹۴ د کب په ۱۰مه خوشې شو چې د هغه د پلار قاتل پرې اعدام شو.

د تاثیر په کورنۍ باندې بریدونو د پاکستان په ټولنه کې د مذهب د سپکاوي د قوانینو په هکله درزونه رابرسیره کړل چې د هغه په ​​وینا یواځې پراخ شوي دي.

هغه وویل، «زه ګورم چې د دې (د سپکاوي ضد) افراطي ډلو څخه ځینې ... اوس په سیاسي ګوندونو باندې بدل شوي دي او دا ما اندېښمنوی.»

هغه وویل، «زه نه غواړم (زما ماشومان) په یوه بې زغمه ټولنه کې لوی شي. زه غواړم چې دوی د پوښتلو توان ولري ... او ونه وژل شي.»

هغه وويل، پاکستان «اوس هم اوږده لاره په مخکې لري» ترڅو د فکر او مذهب د تنوع زغمونکې ټولنه شي.

په هرصورت، هغه ټینګار کوي چې د هیواد د ځینو لویو ستونزو سرچینې؛ «اورپکي، افراطیت او مذهبي افراطي ډلې» لږ مشروع واک لري او یو اقلیت دی.

هغه وويل، «شايد (پاکستانيان) زموږ د مذهب له امله محافظه کار خلک وي، خو د دې معنی دا نه ده چې موږ افراطيان يو.»

هغه وویل، «په نړۍ کې ډیر کم هیوادونه زموږ په څیر د اورپکۍ او افراطي اورپکۍ له امله زیانمن شوي دي.»

که څه هم چې د قید په بهیر کې د تاثیر عقیده کلکه شوې، لاکن له راخوشې کېدلو راهیسې هغه د امنیتي اندېښنو له امله په پاکستان کې هېڅ جومات ته نه دی ورغلی.

بیا هم هغه وایي چې هغه نه غواړي چې له هېواد څخه وځي او هوډ لري چې له ډار پرته ژوند وکړي.

تاثیر وویل، «انسان یواځې یو ځل ژوند کوي، او باید په خپله خوښه ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خبره دا ده چې پاکستان یو هېواد نه دی بلکې د برتانیا یو ماموریت (مېشن) دی. داسې ماموریت چې هم یې په داخل کې موجودو ولسونو ته زیان رسیږي هم یې ګاونډیانو او هم یې د نړۍ وال کلي نورو اوسېدونکیو ته. دا خبیث ماموریت د پاکستان د پوځ او آی ایس آی له خوا پر مخ وړل کیږي. دا معلومه نه ده چې برتانیا ته د پاکستان په نامه رامنځته شوي ماموریت ګټه څه ده، لاکن تاوان خو یې واضح ښکاره دی. له پاکستان سره چې امریکا او غربي نړۍ څومره مرسته کړې ده، شاید دومره مرسته یې له بل هېواد ورسره نه وي کړې. دا مرسته هم مالي وه هم تسلیحاتي او هم بشري. نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا په نړۍ کې له سترو جنګونو څخه وروسته جاپان او جرمني د وسلو له جوړولو څخه منع کړل، لاکن پاکستان ته یې حتی د اتومي وسلو د جوړولو فرصت ورکړ. په مقابل کې پاکستان له امریکا او نړۍ والې ټولنې سره څه وکړل؟ د دغه ناولي هېواد خاین او جنایتکار پوځ د نړۍ وال ائتلاف هغه عسکر ووژل چې په افغانستان کې د امنیت ټینګولو او د افغان اردو د جوړونې او د افغانستان د بیارغونې لپاره راغلي ول. پاکستان په دې هم اکتفا ونه کړه او په سیمه کې یې د چین پراخې مداخلې ته لاره هواره کړه. د چین په نامه ښامار لګیا دی له سیمې څخه غېږ تاووي او که مخه یې ونه نیول شي، دا سیمه به ټوله د چین په نامه ښامار ګېډې ته ورننوځي. اوس د دې وخت را رسېدلی چې د پاکستان په نامه ناولی ماموریت نور پای ته ورسېږي او دغه مصنوعي هېواد د هغه په ترکیبي اجزاوو ووېشل شي.‌ په دې توګه به پښتانه خپل حق ترلاسه کړي،‌ بلوچان به خپل حق ترلاسه کړي، سندیان به خپل حق ترلاسه کړي او پنجابیان به تور مخونه په میدان پاتې شي او خپل حق به واخلي.

ځواب ورکړئ

پاکستان د افغانستان په ورانولو کې یو مهم رول ولوباوه. پاکستان د ترهګرو لپاره یوه خوندي ځاله ده. په افغانستان کې د ۴۵ کلنې جګړې په ترڅ کې د پاکستان په خاوره کې ترهګر روزل کېدل، او د افغانستان په جګړه کې د ګډون لپاره استول کېدل. همدغو ترهګرو سازمانونو په پاکستان کې کورونه او ټولې اسانتیاوې درلودلې، خو هیڅ یوه اسلامي او غیر اسلامي هیواد د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د پاکستان پر ضد خپله نیوکه ونه کړه او نه یې هم د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې دغه ترهګریز سازمانونه له منځه یوسي او د ترهګرو مخه ونیسي او هغوی بندیان کړي. اوس د پاکستان حکومت پخپله له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل دی او افغان حکومت ته شکایت کوي. چا چې په ځان کړي هغه دوا نه لري. د افغانستان کمزوری حکومت چې حتی د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ نشي کولی، نو بیا څنګه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کولی شي؟

ځواب ورکړئ

زه له پاکستانیانو سره هیڅ خواخوږي نه لرم. دوی په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې لپاره کار کوي. د دوی کار قتل، تښتونه، ځانمرګي بریدونه، چاودنې او ورانۍ دي. زه پروا نه لرم چې په هغه هیواد کې څومره خلک تباه او وژل کیږي. دوی د خپلو ګټو لپاره هر څه کوي او هره شېبه حاضر دي. په دوی کې اسلامیت نشته او مسلمانان نه دي. په ژوند کې د یوې داسې ورځې په هیله چې پاکستان د اوکراین په څېر ویجاړ شي.

ځواب ورکړئ