امنیت

پاکستان او افغانستان له نښتو څخه وروسته مهمه سرحدي دروازه بېرته پرانستله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانان د وږي په ۲۴مه په تورخم کې د پاکستان - افغانستان تر منځ پولې څخه پاکستان ته اوړي. د تورخم لاره د سپټمبر په ۱۵مه، له یوې اونۍ څخه زیات وروسته له هغه چې د سرحدي ساتونکو تر منځ له وسله والې جګړې څخه وروسته وتړل شوه، بیرته پرانیستل شوه. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغانان د وږي په ۲۴مه په تورخم کې د پاکستان - افغانستان تر منځ پولې څخه پاکستان ته اوړي. د تورخم لاره د سپټمبر په ۱۵مه، له یوې اونۍ څخه زیات وروسته له هغه چې د سرحدي ساتونکو تر منځ له وسله والې جګړې څخه وروسته وتړل شوه، بیرته پرانیستل شوه. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

تورخم -- د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندې جوړه اصلي دروازه د جمعې په ورځ /د وږي ۲۴مه/ د پلیو خلکو او موټرو پر مخ پرانستل شوه. دا دروازه له یوې اونۍ څخه ډېر وخت مخکې د سرحدي ساتونکو تر منځ له وسله والې جګړې څخه وروسته تړل شوې وه.

د ۱۴۰۰ کال له زمري راهیسې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته څو ځلې پولې تړل شوي دي، خو د تورخم، چې یوه له مصروف ترینو لارو لارو څخه ده، نهه ورځنی بندښت تر ټولو اوږد و.‌

د سرحد دواړو غاړو ته ښارګوټي د تورخم په نامه یادیږي.

ناروغ او نهیلي افغانان چې په پاکستان کې روغتونونو ته د تګ لیوال ول، تر نورو مخکې د سرکونو او پلیو لارو په اوږدو کې په ویلچیرونو کې د تلاشۍ پوستو او د اېکسری ماشینونو څخه تېر شول.

لارۍ چلوونکي د وږي په ۲۴مه په تورخم کې د پاکستان - افغانستان په پوله انتظار وباسي. دا کرښه د سوداګرۍ یوه مهمه لاره ده، چې افغانستان پرې د ډبرو سکاره صادروي او له پاکستان څخه پرې خوراکي توکي او نور واردات ترلاسه کوي. [شاهد خان/ای اېف پي]

لارۍ چلوونکي د وږي په ۲۴مه په تورخم کې د پاکستان - افغانستان په پوله انتظار وباسي. دا کرښه د سوداګرۍ یوه مهمه لاره ده، چې افغانستان پرې د ډبرو سکاره صادروي او له پاکستان څخه پرې خوراکي توکي او نور واردات ترلاسه کوي. [شاهد خان/ای اېف پي]

۶۲ کلن شکور خان وویل، هغه له پنځو ورځو راهیسې انتظار باسي چې خپله لور چې په ایپیلیپسي ناروغۍ اخته ده، د درملنې لپاره د پاکستان یوه روغتون ته بوځي.

هغه وویل، «دا پنځه ورځې داسې وې لکه هغه چې مرګ ته په کتار کې ولاړه وي.»

یوې بلې ښځې، چې خپل نوم یې په ساده ډول حبیبه وښود او پاکستان ته د تېرېدلو لپاره په انتظار کې وه، وویل، «زه ناروغه یم... زه یوه تنفسي ناروغي لرم.»

اسلام اباد او کابل د وږي ۱۵مې راهیسې، چې سرحدي ساتونکو افغان لوري ته د یوې پوستې د جوړولو پر سر شخړه کې یو پر بل ډزې وکړې، په دیپلوماتیک کړکېچ کې نښتي ول.

تورخم، چې د دواړو پلازمېنو ترمنځ د لارې په نیمایي کې پروت دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده د تګ راتګ وړ پوله لري، د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره ترټولو بوخته سرحدي لاره ده، او له سختو غرونو او درو څخه تېرېږي.

په داسې حال کې چې په سلګونو په توکو بار رنګه لارۍ د تېرېدلو لپاره چمتو ولاړې وې، سوداګرو شکایت کاوه چې د هغوی په ټنونو خرابېدونکي توکي له منځه تللي دي.

سوداګر حضرت ګل له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وويل، «زموږ انګور، روميان، کدوان او نور حاصلات د جلال اباد په مارکېټ کې ورستېږي.»

هغه وویل، د پولې تړل کېدل «سوداګرو او لارۍ چلوونکو ته ډېر زیانونه ور اړوي او په مقاماتو باندې یې غږ وکړ چې دروازه دې سیاست پورې نه تړي او د سوداګرۍ لارې دې تل پرانستې وساتي.»

د پاکستان حکومت وویل،په پاکستان کې له درې میلیونو څخه ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

ډېر هغه افغانان چې د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې راهیسې پاکستان ته مهاجر شوي، په خپل کوربه هېواد کې د دوامدارو ستونزو او د ژوند د کیفیت د خرابېدلو خبر ورکوي.

د دوامدار کړکیچ عامل

هر لوری بل تورنوي چې د سپټمبر په ۶مه یې لومړی ډزې پیل کړې، چې ورسره د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې لا نورې خرابې شوې.

دغه پوله، چې د استعمار پر وخت په نښه شوې هېڅ افغان حکومت هم نه ده منلې، او تل د ټکر عامل پاتې شوې ده.

پاکستان په پرله پسې ډول شکایت کړی چې افغانستان د خپلې پولې په خوندي کولو کې پاتې راغلی، او وسله والو ته اجازه ورکوي چې له خاورې څخه یې تېر شي او بریدونه وکړي.

افغان چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

چارواکو وویل چې د لاریو او ټرېلرو په شمول له ۱۳۰۰ څخه ډېرې عرادې د سرحد پاکستاني لوري ته د تېرېدلو لپاره منتظر ولاړې وې.

افغان لوري ته، چارواکو او اوسېدونکیو د روانې اونۍ په لومړیو کې یو کوچنی لاریون او د سرحد د پرانستلو غوښتنه وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اونۍ وویل چې «د افغان سرحدي ځواکونو له خوا بې دلیله ډزې ترهګر عناصر زړور کوي.»

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل، «پاکستان د پاکستان او افغانستان تر منځ په پوله د افغان ځواکونو له خوا د پرله پسې، غیر مؤجه پارونو او تحرکاتو په مقابل کې له زغم څخه کار اخیستی او خبرو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.»

د سلواغې په میاشت کې، په پوله د ډزو له تبادلې څخه وروسته افغان چارواکو د پولې د تړلو امر وکړ. هغه وخت هم دواړو خواوو یو پر بل د ډزو د پیلولو تور ولګاوه.

د ټي ټي پي ښکېلتیا

یوه جګپوړي چارواکي وویل،پاکستاني عسکرو د وږي په ۱۵مه له پولې پورې غاړې افغانستان څخه یو برید چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د «سلګونو» اورپکو لخوا پیل شوی و، شنډ کړ.

په یاده غرنۍ سیمه کې په چټکۍ سره اضافي ځواکونه ځای پرځای کړای شول.

د چترال ولسوالۍ مرستیال کمشنر محمد علي وويل، د پام وړ شمېر وسله والو چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې، پولې ته څېرمه د پاکستان په پوځي پوسته باندې بريد پيل کړ.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت چترال ولسوالي له افغانستان سره په پوله پرته ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر)، تایید کړه چې «د ترهګرو یوې لویې ډلې چې په عصري وسلو سمبال وه» په سیمه کې په دوو پوستو باندې برید کړی و.

په ورته وخت کې، ټي ټي پي ادعا وکړه چې د پاکستان د چترال په بمبوریت سیمه کې یې د دوو پوځي پوستو کنټرول په لاس کې اخیستی دی. دغه سیمه د پلازمېنې اسلام اباد شمال لوېدیځ شاوخوا ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (پي آی پي اېس) په وینا، د ۱۴۰۰ له زمري راهیسې د ۱۲میاشتو په ترڅ کې، د پاکستان په لویدیځو سرحدي ولایتونو کې د اورپکو بریدونه ۵۰٪ زیات شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوه ویډیو چې تازه په تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ولیدله. څلور یا هم پنځه پاکستاني پولیس دي او په ډک بازار کې یې یو افغان مهاجر رانیولی دی، په سوکانو، په څپیړو، په لغتو یې ووهي ووهي، مهاجر بې چاره هم د څلورو وسله والو پولیسو په مقابل کې د ځان د دفاع لپاره لاسونه مخته ونیسي خو ښه وهل وخوري. بیا مهاجر ترې لږ یو څو قدمه وتښتي، پولیس ورته وسلې ونیسي چې ودریږي ورپسې ورشي او بیا یې د کلاشینکوف په میل او کونداغونو په سر او ملا وارونه شروع کړي... ما چې پرون راهیسې دا ویډیو کتلې ذهناً یې سخت نارامه کړی یم. له خپل افغانیت مې ګیله راشي چې زموږ مجبوریتونو آخر تر کله؟ زموږ پوښتنه ولې څوک نه کوي؟ بشري بنسټونه چې د انسانانو د دغه ډول قضیو پوښتونکي دي، ولې چپه خوله ناست دي؟ د مهاجرت نړیوال سازمانونه ولې غلي دي؟ ولې له افغانانو سره دومره ډېر ظلم کېږي؟ دا حالت به موږ تر کومې زغموو؟ آخر ولې ........؟

ځواب ورکړئ

وروره، ټي ټي پي هسې تشه خبره ده. دا د پښتون قوم د ځپلو لپاره د [پاکستاني] پوځ او آی اېس آی ګډه پروژه ده چې ترسره کیږي. هر څه چې کیږي، د دغو دواړو ځواکونو په هوکړې سره روان دي. دوی اوس هم فکر کوي چې دوی به نړۍ ته دوکه ورکړي چې دوی هم د ترهګرۍ قرباني دي. دا څه ډول تحریک طالبان پاکستان دی چې نه په لاهور کې چاودنې کوي، نه په پنجاب او سند کې چاودنې کوي او نه ځانمرګي کوي، نه یو مهم پنجابي افسر وژني او نه په هیرا منډيي کې وسله وال برید کوي؟ ټول خبرونه یا خو په وزیرستان او یا په چترال کې د بریدونو دي. له دې څخه څرګندېږي چې دا يوه ډېره قوي پروژه ده چې د پښتنو د ځپلو لپاره جوړه شوې ده.

ځواب ورکړئ

پاکستان لکه کوسۍ ښځه چې چا ډېرې پیسې ورته ور ښکاره کړې د هماغه په غېږ کې بیا پرته وي، له داسې هیواده ګیله نده پکار! خو زما خپلو افغانانو ته غوسه راځي، چې وه سړیه د پاکستان له بد چلنده چغې هم وهې او وران هم یې! موږ کې هم غیرت نشته، ګنې قسم دی که مې د پاکستان نوم په نومونو کې یاد کړی وی. په دې پنځه څلویښت کلونو کې یې پر موږ کوم ریشخند ونه وهلو! خو موږ بیا هم د پاکستان بې نامو سه کونه نیولې او وران یو.

ځواب ورکړئ

ښه شوه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي دروازه له څو ورځو وروسته بیرته پرانیستل شوه. د تورخم د سرحدي دروازې په تړلو سره په افغانستان کې د یوه لوی ښار دروازه تړل شوې وه. د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه د تازه مېوو سوداګرو ته ډېر تاوان رسوي. د تورخم دروازې په تړل کېدو سره سوداګر نشي کولی د هغو څو ورځو تاوان جبران کړي چې په څو کلونو کې د تورخم دروازې په تړل کېدلو سره ور رسېدلی دی. د پاکستان او افغانستان دواړه دولتونه باید هڅه وکړي چې د تورخم دروازه په بې معنی ستونزو سره ونه تړي. د دروازې تړل د حل لاره نه ده. د دواړو هېوادونو اقتصاد ښه نه دی. وړې جګړې به بالاخره په یوې لویې جګړې بدلې شي. بیا به دواړه هیوادونه د لویې اقتصادي ننګونې سره مخامخ شي. که څه هم پاکستان په تېرو ۴۵ کلونو کې د هغو جنګیالیو ډلو په ملاتړ افغانستان وران کړی چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، خو موږ افغانان له خپل مهربان خدای (ج) څخه د زړه صبر غواړو. خدای دې دوی ته د ټولو هغو ظلمونو سزا ورکړي چې د افغانانو پر وړاندې یې کړي دي. پاکستان د میلیونونو بې وزلو افغانانو له برخلیک سره لوبې کړي، خو جګړه د حل لار نه ده.

ځواب ورکړئ

د تورخم دروازې تړلو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي، خو بیا هم ښه وه چې دروازه بېرته پرانیستل شوه. پاکستان په هر لحاظ زمونږ بد ګاونډی دی. هر کال دغه بې شرمه خلک د مېوې په موسم کې دا دروازه په کومه پلمه وتړي او یوازې افغان سوداګرو ته زیان ورسوي. که څوک زما خبرې واوري، زه به په هر صورت د تورخم دروازه د دواړو خواوو پر مخ وتړم. که څه هم له دې دروازې هره ورځ سلګونه کسان تېرېږي، د تورخم دروازې د تل لپاره تړل به اسان نه وي.

ځواب ورکړئ

پاکستان ټول عمر د افغانستان په باب له ټولو نړیوالو نورمونو څځه سرغړونه کړې . پاکستان په هیڅ معني نه یو ښه ګاونډي دی او نه د ګاونډیتوب په اصولو پوهېږي. د دوی پالیسي د افغانانو او افغانستان په حق کې له نفرت ډکه پالیسي ده. دوی به دا فکر کوي چې دا لاره ، چې له افغانانو سره یې د کرکې لار غوره کړې، په دې به افغانان تر خپل تسلط لاندې راولي، خو نه، هیڅ کله نه. دوی په دې کار سره په خپله د افغانانو په ذهنونو کې د پاکستان په هکله نفرت پیدا کوي. نن سبا یو افغان ماشوم هم په دې پوه دی چې پاکستان د افغانستان هیڅ دوست نه و، نه دی او نه به شي.له لسیزو راپدې خوا چې په افغانستان کې د افغان بزګرانو فصلونه او مېوه جات پاخه او صادرولو ته برابر شي، پاکستان په ډېورنډ لاین فرضي پوله دغه ډول مشکلات رامنځ ته کړي. د فشار په برخه کې د باکستان پر وړاندې افغانستان بدیلې لارې لري. افغان مسولین باید له پاکستان سره په سوداګرۍ هیڅ باور و نه کړي. د دې پر ځای چې افغانان محتاج وي، د سوداګرۍ په برخه کې باید پاکستان دې ته مجبور شي چې په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي. مونږ له منځۍ اسیا سره ښه روابط لرو او باید تمرکز په منځي اسیا وکړو. په کار ده چې افغان مسولین منځنۍ اسیا ته د پاکستاني مالونو په انتقال بندیز ولګوي او همدا راز له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته په مالونو بندیز ولګول شي. که دغه کار وشي، باوري یم چې د پاکستاني سوداګرو ژړاګانې به کابل کې واورېدل شي. او بیا هم که دا کار وشي، په پاکستان کې به ډېرې تولیدي کارخانې بندې شي. نو د پاکستان د دغه ډول منافقانه پالیسۍ پر وړاندې دا ډول کار په کار دی. همدا راز افغانانو ته په کار دي چې په افغانستان کې د پاکستاني اجناسو د اخیستو پر وړاندې بایکا وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان ستونزې به تر هغې حل نه شي، تر څو چې درس او تعلیم کور په کور عام نه شي. د نجونو په زدکړو د بندیز دوه کاله پوره شول. د هېواد مو شاتګ او بدمرغۍ کندې ته د ولېدو سفر لا هم په مخ روان دی. د بي بي سي د خبریال لیکل مې ولوستل چې د نجونو په زدکړو د بندیز دوه کاله پوره کیدو په درشل کې یې د "امرثاني" د رارسیدو پاتې مزل د مودې په اړه پوښتنې لپاره یې له طالب مشرانو او کشرانو سره اړیکې نیولې وې، خو وایي هیچا ېې اړیکې ته ځواب نه دی ویلی! سوچ مې کولو چې طالبان بنده ته ویلو لپاره څه نه لري، رب ته به د محشر په ورځ څه وايي؟

ځواب ورکړئ

اصلاً دا د پاکستان لوبه ده. هر کال چې په افغانستان کې د مېوو او سبزیو د حاصل وخت شي او تورخم کې زرګونه لارۍ بار ولاړې وي، پاکستان د تورخم دروازه بنده کړي. دا زموږ لپاره کومه نوې خبره نه ده. هر کال همدا لوبه ترسره کېږي، چې افغان سوداګر په کې میلیونونه ډالر زیان ویني. خو زه پاکستانیان نه ملامتوم. زه افغان سوداګر ملامتوم، ځکه دوی ښه پوهېږي چې پاکستانی حکومتو ورسره هر کال دغه لوبه کوي، مګر دوی یې په کیسه کې هم نه دي. د اشرف غني په وخت کې، ښاغلی غني سټېج ته وخوت په زغرده یې پاکستان ته وویل چې کیسه کې دې نه یم. ورته یې وویل که نن د تورخم او سپین بولدک مزی تړې او که سبا خپل کار دې دی. ښاغلي غني خپل ولس مخاطب کړ ورته یې وویل چې ما درته د تورخم او سپین بولدک پر ځار ګڼې نورې بدیلې لارې پرانیستې چې کولی شو صادرات او واردات ترې وکړو. خو د غني دا خبرې چې ولس له راډیو، ټلویزیون او نورو خبري سرچینو اورېدې خندل یې چې اشرف غني لیونی شو. لارې چېرې، له تورخم او سپین بولدک خو پرته بله لاره نشته. بله ورځ چې د انارو موسم شو، پاکستان بیا لاره وتړله. غني امر وکړ چې انار دې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د هوايي دهلیز له لارې انتقال شي. چې همداسې بیا وشول او دا یې ثابته کړه چې اشرف غني په رښتیا یو وطن دوست، اقتصاد پوه او د ولس ریښتینی خادم ولسمشر دی. نه د افغانستان انار ګنده شول، نه یې انګور خراب شول او نه د تجارانو چیغې اسمان ته وختلې. خو زه تجاران بیا هم ګرموم چې انډیواله ستا یوه ورځ نه ده؛ بلکې دا ستا کاروبار دی. که په یوازې یو ځان یو سوداګر نه شي کولی، په هر ولایت کې دې دوه درې سره یو ځای شي او سړې خونې دې جوړې کړي، ښې معیاري دې یې ورغوي، چې په دغسې حالاتو کې ترې ګټه واخلي او هم به ډېره ګټه وکړي.

ځواب ورکړئ