امنیت

وسله والې شخړې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم لاره وتړله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

امنیتي منسوبین د وږي په ۱۵مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم تړلو دروازو ته څېرمه د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ وسله واله جګړه پیل شوه، چې دواړو خواوو د جګړې د پیلولو پړه په مقابل لوري ور واچوله، او د جګړې په نتیجه کې د دوی ترټولو ډېره بوخته سوداګریزه لاره وتړل شوه. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د وږي په ۱۵مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم تړلو دروازو ته څېرمه د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ وسله واله جګړه پیل شوه، چې دواړو خواوو د جګړې د پیلولو پړه په مقابل لوري ور واچوله، او د جګړې په نتیجه کې د دوی ترټولو ډېره بوخته سوداګریزه لاره وتړل شوه. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

پېښور، پاکستان -- د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ یوه وسله واله نښته وشوه، چې دواړو خواوو د جګړې د پیلولو پړه پر بل ور واچوله، او د جګړې په نتیجه کې د دوی ترټولو ډېره بوخته سوداګریزه لاره وتړل شوه.

د پاکستان د سیمه ییزې ادارې چارواکي ارشاد مومند وویل، «افغان ځواکونو هڅه وکړه چې په داسې سیمه کې د تلاشۍ پوسته جوړه کړي چې هوکړه شوې ... چې هلته به دواړه لوري پوسته نه جوړوي،» او هغه وویل چې دروازه لا هم تړلې ده.

هغه وویل، «د پاکستاني لوري له اعتراض وروسته، افغان ځواکونو ډزې وکړې،» او زیاته یې کړه، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو په ځوابي ډزو سره ځواب ورکړ.

افغانستان بیرته پاکستان ملامت کړ.

په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه چارواکي قریشي بدلون وویل، «پاکستاني ځواکونو هغه مهال پر افغان لوري برید وکړ چې افغان ځواکونو غوښتل خپله پخوانۍ پوسته د یوه اېکسکواټور په وسیله بیا ورغوي.»

هغه وویل، «بريد مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېره يې لا نه ده معلومه.»

د پاکستان د پوليسو يوه ځايي چارواکي، چې له رسنيو سره د خبرو اجازه یې نه لرله، وويل، نن ماسپښين تقریبا ۱ بجه د تورخم پر پوله، چې د اسلام اباد او کابل تر منځ نيمه لاره ده، د توپکو ډزې پيل شوې، چې له امله يې د تخلیې امر وشو.

هغه وويل، ډزې د چارشنبې په ورځ ماسپښين ناوخته ودرېدلې، خو پوله لا هم تړلې پاتې ده.

هغه وویل، «فضا کړکېچنه ده او دواړو خواوو ته ځواکونه تیارسئ دي.»

یوه بل ځايي حکومتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، یو پاکستانی سرحدي ساتونکی ټپي شوی دی.

دغه چارواکي زیاته کړه، دواړو لورو پر یو بل د هاوانونو او سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

د تورخم بندر د سوداګرۍ یوه مهمه نقطه ده، چې افغانستان پرې د ډبرو سکرو باندې بار لارۍ صادروي او له پاکستان څخه پرې خوراکي او نور توکي ترلاسه کوي.

د سلواغې په میاشت کې وروسته له هغه چې افغان چارواکو د پولې د تړلو امر وکړ، په کرښه کې د توپکو جګړه پیل شوه، چې دواړو خواوو یو پر بل د ډزو د پیلولو تور پورې کړ.

ټي ټي پي په شا وتمبول شو

یو لوړ پوړي چارواکي وویل، په همدې ورځ پاکستاني پوځیانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولې پورې غاړې افغانستان څخه د سلګونو اورپکو برید په شا وتمباوه،او یادې غرنۍ سیمې ته اضافي ځواکونه ور ولېږل شول.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د چترال ولسوالۍ مرستیال کمېشنر محمد علي ای اېف پي ته وویل، «هغوی د سلګونو تنه ول او په سپکو او درنو وسلو سمبال ول. موږ د برید پر وړاندې چمتو وو او د ډزو تبادلې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.»

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر)، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې، «د ترهګرو یوې لویې ډلې چې په عصري وسلو سمبال وه» په سیمه کې په دوو پوستو باندې برید وکړ.

آی اېس پي آر وويل، څلور پاکستاني عسکر ووژل شول، په داسې حال کې چې «۱۲ ترهګر دوزخ ته ولېږل شول.»

مرستیال کمېشنر علي وویل، «موږ له دوو یا دریو ورځو راهیسې پولې ته نږدې سیمو کې د هغوی حرکتونه څارل.»

هغه وویل، «مخبرانو هم موږ ته د اورپکې ډلې د خوځښت په هکله معلومات رالېږل.»

ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د پاکستان د چترال په بمبوریت سیمه کې یې دوه پوځي پوستې نیولي دي. دغه سیمه د پلازمېنې اسلام اباد شمال لویدیځ ته په شاوخوا ۲۰۰ کیلومترو کې پرته ده.

د پولیسو چارواکي کریم خان ای اېف پي ته وویل، امنیتي ځواکونو چترال ته د ننوتلو لاره بنده کړې ده. دا سیمه لوړ غرونه او ژورې درې لري چې د کورنیو سیلانیانو د ورتګ له امله مشهوره ده.

یوه بل چارواکي وویل چې د ولسوالۍ د غښتلي کولو لپاره ځواکونه او نیمه پوځي ځواکونه ور رسېدلي دي.

آی اېس پي آر وویل، «د سیمې تصفیه د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ترسره کیږي.»

مکرر تاوتریخوالی

د ځواک په اوج کې، ټي ټي پي په غرنیو سیمو پراخه واکمني درلوده، سخت اسلامي قانون یې تطبیقاوه، او د اسلام اباد په شمال کې یواځې ۱۴۰ کیلومتره لیرې ځمکه کې یې ګزمې کولې.

خو د پاکستان پوځ په ۱۳۹۳ کال کې وروسته له هغه لاس په کار شو چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو د پوځي منسوبینو د ماشومانو پر یوه ښوونځي برید وکړ او تر ۱۴۰ ډېر کسان یې ووژل چې ډېری یې زده کوونکي ول.

جنګیالي یې په لویه کچه ګاونډي افغانستان ته ولیږدول شول، لاکن اوس اسلام آباد ادعا کوي چې ټي ټي پي له افغانستان څخه د پښې اېښودلو د ځای په توګه کار اخلي او د پولې په اوږدو کې بریدونه ترسره کوي، خو کابل دا تور ردوي.

د هغوی د سرحد په اوږدو کې، چې تر ډېره په غرنیو سیمو تېر شوی او کابل یې له اوږدې مودې راهیسې نه مني، د خال خال وسله والو جنګونو او د لارو د بندښتونو په شمول وخت په وخت تاوتریخوالي دیپلوماتیکې ترینګلتیاوې رامنځته کوي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (پي آی پي اېس) په وینا، د ۱۴۰۰ له زمري څخه وروسته د ۱۲ میاشتو په ترڅ کې، د پاکستان په لویدیځو سرحدي ولایتونو کې د اورپکو بریدونه ۵۰٪ زیات شوي دي.

دواړه هېوادونه په سختو اقتصادي ستونزو کې دي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د مرستو له کمښت سره مخامخ دی او پاکستان د کورني ناورین او د انفلاسیون له وجې ځپل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټي ټي پي او ورته نورې ډلې د پاکستان په لاس جوړې ډلي دي. د ټي ټي پي پړه په افغانستان او افغانانو ور اچول د پاکستان حماقت دی. پاکستان دا او دې ته ورته په لسګونو نورې ډلې هم لري چې له ډېر پخوا یې جوړې کړي. دغه ډلې یې آن د شوروي اتحاد او تر هغې هم وړاندې بلکې د پاکستان له جوړښت سره جوړې کړي. په اصل کې د پاکستان په نامه هېواد یا ځمکه د نړۍ په نقشه کې هیڅ نه شته. د اوسني پاکستان ځمکه د لوی هند او افغانستان څخه راغوڅه شوې ځمکه ده چې په سیمه کې د انګریزانو تر وتلو وروسته د هغوی یو کرایي داړه مار یا اجورتي قاتل پاتې او د خپل ځان به ګټه یې استعمال کړي. خو اوس خبره په مکمله توګه سرچپه ده. همدغه هېواد چې د غرب په لاس جوړ شوی، اوس هم له غربیانو سره په دوکه او فریب کې دی او هم له شرقیانو سره. د وخت په تېرېدو حتمي ده چې د نړۍ سیاستونه تغیر کوي. نړۍ او په ځانګړي ډول غرب اوس په دې پوه شوی چې پاکستان نه یواځې دا چې د سیمې لپاره بلکې د غرب لپاره هم د دار په حلقه بدل شوی. دلته اوس دوه خبرې دي؛ ۱: پاکستان به په خپل لاس د جوړو شویو ډلو له امله له منځه ځي خو که په دې طریقه له منځه ځي، په راتلونکي کې به هغه ډلې نړۍ ته څومره ګواښ وي. ۲: نړۍ ته په کار ده چې په ټول مهارت سره په یاده سیمه (پاکستان) کې هر قوم او وګړی ته خپل حقوق وسپاري او له بلا څخه د خلاصون لپاره د پاکستان په نامه مصنوعي وطن نور له مینځه یوسی. که دا کار و نه شي، د سیمې او نړۍ امن جنون دی.

ځواب ورکړئ

حال دا چي، د نړیوالو اصولو او مقرراتو پر بنسټ، هیڅ یو هیواد نشی کولای او نه دا حق لری چي د پولی په امتداد، په یو جانبه توګه، د پوستی په جوړولو یا سیم غزولو او یا نورو اقداماتو لاس پوری کړی. په ځانګړی توګه دا چي پوله یا سرحد رسمی بڼه ونه لرې او د هیوادو تر منځ ورباندی د تاریخې او حقوقی پلوه اختلاف او هم د یوه لورې لخوا د اراضې دعوه موجوده وې. اخرې خبره: تر څو چي افغانان د پردیو په لمسون خپل کور ورانوې او یو بل د توپک نښه ګرځوې او ملې یووالې ته نه وې رسیدلې، د افغانستان اوسني جغرافیه به هم تر تهدید او ګواښونو لاندی وې. ۳

ځواب ورکړئ

او حتی په ځینو سیمو کې د کرښی دی خوا ته را تیر شول. د ځینو مالوماتو او پوځی کوردیناتو پر اساس، په تیرو کلونو کې پاکستانې پوځیانو د خپل پخوانیو موقعیتونو نه په کیلومترو د کرښی لور ته پیشروې کړی، چي د بیلګی په توګه د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالی، د پکتیکا د ګیان، برمل او ګومل ولسوالیو کې تر ۲۱، ۲۳ او ۲۹ کیلو مترو پوری رسیږی. د فرضی کرښی نه دی خوا را تیریدل: په تیرو څو کلو کې، علاوه پر دی چې پاکستانې پوځیانو د کرښی بل لور په امتداد پیشروې کړی، په ځینو سیمو کی د کرښی دی خوا ته تر ۲- ۳ کیلومترو را تیر شوی او پوځی پوستی یا نور تاسیسات یی جوړ کړی دې. د مالوماتو پر بنسټ، دا ډول تخطی د نورستان ولایت په کامدیش، د ننګرهار په ګوشته، لعل پوره او مومندره، د کنړ په سرکانو، د هلمند په ګرمسیر او د پکتیکا په برمل کې پیښ شوی دې. د افغانستان پخوانیو نظامونو تر جمهوریت پوری، د پاکستانې لورې دا ډول پوځی تحرکاتو او فرضی کرښی ته نژدی د پوستو او تاسیساتو جوړولو مقابل کی همیش شدید عکس العمل ښودلی او د ملګرو ملتو تر سازمانه یی خپل اعتراضات او غبرګونونه رسولې، خو کومه نتیجه یی نه ده تر لاسه کړی. پاکستانی لورې د افغانستان د ټولو اعتراضونو با وجود، د سرحداتو د مدیریت تر بهانی لاندی، د دیورند د کرښی په امتداد، د افغان لوری د موافقی او یا خبرتیا نه بغیر، په یو اړخیز ډول، اغزن سیم نصب کړی چی چاری یی تقریبأ په بشپړیدو دې. پاکستان دا هم وایی چي دا ډول اقدامات په خپله خاوره کی کوې او د چا موافقی او یا خبرتیا ته هیڅ اړتیا نه لرې. ۲

ځواب ورکړئ

۱۳۰ کاله پس د دیورند فرضې کرښي موجوده حالت: پوره ۱۳۰ کاله پخوا په ۱۸۹۳ میلادې کې د دیورند فرضې کرښه، د بریتانوی هند لخوا پر امیر عبدالرحمن خان تحمیل شوه. که څه هم، د دی کرښی په تاریخی، سیاسې او حقوقو اړخونو او دا چي د سند لاسلیک تر کومو شرایطو لاندي تر سره شو، ډیری څیړنی شوې، خو دافغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخ او د هیواد اوسنیو حالاتو ته په کتو مي لازمه وګڼله تر څو د دیورند د فرضې کرښی د موجوده حالت په هکله یو څه ولیکم: له تاریخې پلوه: د دیورند فرضې کرښه په مجموعی توګه ۲۴۱۲ کیلومتره اوږدوالی لرې، چی په شمال ختیځ کې د افغانستان، بریتانوې هند او چین د وصل د نقطی نه شروع او د افغانستان د ۱۲ ولایاتو او ۴۵ ولسوالیو نه په تیریدو، د افغانستان او ایران تر ګډی پولي، غزیدلی ده. په ۱۸۹۵ کال کې، په اراضې کې د کرښی د تطبیق په موخه، یو ګډ کمیسیون جوړ شوی وه، خو د کرښی د دواړو خواوو د ولسونو او قومونو د شدید عکس العمل او مخالفت له کبله، د د یورند کرښه په اراضې کې تطبیق نه شوه، نو ځکه د تاریخی او حقوقې اړخونو بر سیره، چون اراضی کې پلې شوی نه ده، نو ځکه فرضی هم ورته ویل کیږی. په تیر ۴۰ کلونو کی څه پیښ شول: د سند د لاسلیک نه وروسته، په لسګونه کلو آن د شهید سردار محمد داؤد خان د نظام تر پایه، پاکستانی پوځی پوستی، په کیلومترو د فرضې کرښی نه لیری پرتی وي او کرښی ته نژدی په اکثره قبایلو سیمو کی صرف په محدوده کچه، ځینو غیر وسله واله ملیشو شتون درلود. خو بدبختانه، په تیرو ۴۰ کلونو کې په هیواد کې د نفاق، جګړی، یو بل وژلو او خپل کور ورانولو له امله، پاکستانی لورې د موقع نه په ګټه اخیستو او د تروریزم سره د مبارزی تر نامه لاندې، خپل پوځی قطعات فرضی کرښی ته را نژدی او پوستی یی جوړی کړی. ۱

ځواب ورکړئ

د تور خم د لارې تړل ماته یو پلان شوی کار ښکاري، ځکه په دې موسم کې د افغانستان ډیرې زیاتې مېوې پخې شوي او د بزګرانو هیله دا وي چې په ښه نرخ ورته خرڅ شي نو یو څو روپۍ به ورته وکړي، خو منافق او نا مسلمانه هیواد پاکستان تل په دغه موسم کې خپلې دروازې کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه بندوي، څو د افغان بزګرانو شوي حاصلات خراب او میلیونونه افغانۍ تاوانونه ور واوړي. خو موږ تش په نوم پښتانه یو، کنه دداسې عمل سره پکار ده، چې ټول عمر د تورخم کرغېړنه کرښه د ټول عمر لپاره ور وتړي.

ځواب ورکړئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونو هغه مهال د طالبانو پر سرحدي ځواکونو ډزې وکړې چې طالب ځواکونو یوه امنیتي پوسته بیارغوله. دا سمه ده چې د تورخم لارې بندېدل د دواړو هېوادونو او سیمې پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کوي او کېدی شي چې د دواړو غاړو سوداګر له سوداګریزو او مالي زیانونو سره مخامخ شي. تر دې وړاندې، د افغان سوداګرو په انځرو بار محموله چې د واګې بندر له لارې هند ته روانه وه، په بلوچستان ایالت کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه د ناپاکو پاکستاني ځواکونو له لوري وسوزول شوه، چې ډېرې اندېښنې او بې باوري یې رامنځته کړل. همدا راز د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د کراچۍ بندر په حساس لیست کې د شاملیدو په پلمه د افغانستان د مالونو او کارګو په سلګونو کانټینرونه درولي دي. د افغان حکومت د چارواکو په وینا، له بده مرغه، د ټولو پخوانیو ژمنو، موجودو دودونو او د نړېوالو قوانینو پر بنسټ شویو تعهداتو برعکس پاکستاني لوري تر ډېره د کراچۍ بندر کې ستونزې را ولاړې کړي او په داسې حال کې چې د افغانستان د زراعتي محصولاتو او مېوو فصل دی، له کومې توجیه پرته یې دروازې تړلې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر مړو سربېره د تورخم دواړو غاړو ته، چې د افغانستان او پاکستان سوداګریزه سیمه ده، د ګڼ شمېر مسافرو (ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو) ایسارېدل د سیمې اقتصاد ته زیان ور رسوي. په حقیقت کې پاکستان چې کابو شپږ اویا کاله وړاندې د یوې شرمونکې معاملې په پایله کې زیږیدلی او د افغانستان خاوره یې اشغال کړې وه، له پیل راهیسې د افغانستان، هندوستان، سیمې او نړۍ لپاره د سرطان دانه باندې بدل شوی دی. د بشر د تاریخ پر مخ د شرم دا داغ باید ژر تر ژره په جلا جلا برخو وویشل شي، تر څو د پښتنو، بلوڅو او سن

ځواب ورکړئ

موږ په ژمي کې یو من رومیان حتی په ۵۰۰ افغانۍ هم اخلو. که یوه متوسطه کورنۍ د رومیانو په سیزن کې ۸ منه رومیان وچ کړي، نو د ټول ژمي لپاره ورته کفایت کوي. موږ هر کال همداسې کوو. تېره میاشت مې ۱۵ منه رومیان واخیستل او په کور کې مو وچ کړل. بیا مو په بازار کې میده کړل. باور وکړئ دومره ښه وچ شوي وو او ښایسته مو په ښیښه یي بوتلونو کې ځای پر ځای کړل. نو اوس تیاره پلمه جوړه ده چې پاکستان لاره بنده کړې. وطنوالو له تاسو مې هم هیله ده لاړ شئ د وطن ښایسته سره رومیان واخلئ او د راتلونکي یخ باراني ژمي لپاره یې درته وچ کړئ، یا یې روب وباسئ. پرون د کابل او جلال اباد د مېوې/سبزۍ مارکېټونو کې یوه پچۍ یعني دوه منه رومیان په سل افغانۍ و. اوس خو به بېخي ارزانه وي. همدا وطن دوستي ده وطنداره!

ځواب ورکړئ

پاکستان ته د افغان ژوندیتوب او مړتوب هېڅ ارزښت نلري؛ هغوی د ژوندوني په نسبت د افغانانو له جسدونو ډېر خوند اخلي. په تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د یوه افغان ماشوم جنازه په موټر کې پرته ده. دا خو یوازې هغه ماشوم دی چې عکس یې رسنیز شوی چې نور به څه حال وي. پاکستان داسې چلند له افغانانو سره له خپل پیدایښته کړی او خپل سپي توب یې ثابت کړی دی. موږ د پاکستان له احتیاجۍ د خلاصون لپاره ابتدايي ګامونه اخیستي وو؛ خو بیا هم غربیانو د سولې په نوم له خوږې ګوتې ونیولو او ګړنګ ته یې ټېله کړو.

ځواب ورکړئ

اصلاً جګړه نه د پوستې له وجې ده او نه کوم بل تخنیکي یا هم سرحدي لامل کېدلی شي. کیسه داسې چې افغانستان کې اوسمهال په پراخه پیمانه مېوې او سبزيجاتو حاصل رسېدلی دی. اوس هغه وخت دی چې افغان کروندګر ګټه وکړي او د ټول کال خواري راټوله او خپل اقتصاد ورغوي، خو بدبختانه چې پاکستان د تل په څېر د افغانستان د اقتصاد او کرنیز سیستم د له منځه وړلو او یا هم کمزوري کولو هڅه کوي. دا چې افغانستان تر ډېره حده زراعتي هېواد دی او د خلکو اقتصاد هم په مالدارۍ او زراعت ولاړ دی، نو پاکستان همېش هڅه کړې چې په داسې حساس وخت کې چې مېوې او سبزۍ پخې وي په سرحدي سیمو (صادراتي او وارداتي لارو اوږدو کې) داسې خنډونه ایجاد کړي. د افغانستان په لوګر، کاپیسا، میدان وردګ ... ولایتونو کې اوس مهال په پرېمانه کچه رومیان رسېدلي چې د افغانستان په مارکېټ کې نه شي جذبېدلی (د خلکو له ضرورت زیات دي) همدارنګه په کابل، کاپیسا، میدان وردګ، کندهار... ولایتونو کې مېوه جات لکه انګور، خټکي، مڼې... رسېدلي او دومره پرېمانه دي چې داخلي ضرورتونه یې پوره کړي او پکار ده چې یو نړیوال مارکېټ ته صادر شي. خو دا چې زموږ مېوې په پراخه پیمانه مخکې اروپايي او اسیایي هېوادونو ته صادر کېدلې، نو اوس د نوي حکومت په راتګ سره نورو هېوادونو ته صادراتي لارو کې خنډونه ایجاد شوي او یوازینی پاکستان دی چې افغان کروندګر او سوداګر یې د ځان لپاره ښه مارکېټ بولي، خو په داسې یو حساس وخت کې سرحدي سیمو کې ستونزې ایجادول خپل د دې ښکارندوي کوي چې پاکستان په لوی لاس د افغانستان اقتصاد له بېخه اېستل غواړي. لهذا له حکومت څخه مو هیله ده چې په بدیلو لارو غور وکړي او د پنجابي له شره مو خلاص کړي...

ځواب ورکړئ

د تورخم په دروازه کې باید هېڅ جګړه نه وای شوې. دا عادي دروازه نه ده. له دې لارې هره ورځ له افغانستان څخه پاکستان ته په زرګونو ناروغان د درملنې لپاره تګ راتګ کوي. په لسګونو افغان مړي له پاکستان څخه افغانستان ته د دې دروازې له لارې د ښخولو لپاره لېږدول کېږي، چې ډېری يې د درملنې لپاره تللي او په پاکستان کې مړه شوي دي. په زرګونو ټنه تازه میوې او سبزیجات له دې لارې له افغانستان څخه پاکستان ته او له پاکستان څخه افغانستان ته لیږدول کیږي. د تورخم دروازې د یوې ورځې په تړلو سره د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان ور اوړي. د افغانستان له کانونو څخه په زرګونو ټنه خام مواد د همدې دروازې له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي. د دې دروازې له لارې هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي او د دې دروازې په تړلو سره به په زرګونو کسان بېکاره شي. زما په اند د افغانستان او پاکستان تر منځ باید جګړه ونه شي، ځکه دواړه هېوادونه به ډېر زیانمن کړي. له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د پاکستان حکومت د اورپکو ملاتړ او په افغانستان کې لاسوهنه کوي. په جګړه کې د هېڅ هېواد ګټه نشته. د افغانستان اوسنی حکومت او د پاکستان حکومت باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې، ځکه جګړه دواړه هېوادونه بربادوي.

ځواب ورکړئ

په مجموعي توګه جګړه یوه بده پدیده ده، خو د افغانستان د خلکو لپاره بدتره ده. مونږ نږدې پنځوس کاله په جګړو کې تېر کړي. هېڅ مو ندي ترلاسه کړي. هیله لرو چې نورې جګړې به ونه شي. د تورخم په وروستۍ جګړه کې خلک مړه شول، میندو او پلرونو ماشومان له لاسه ورکړل او خویندو وروڼه له لاسه ورکړل، او په داسې عذابونو کې وسوځېدل! هیله ده چې مونږ له سلیم عقل او آرام فکر څخه کار واخلو. جګړه د هیچا په ګټه نه ده. جګړه تباهي او بربادي رامنځته کوي. د تورخم پوله له درېو ورځو راهیسې تړل شوې ده. د پولې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې دي. خلک ناروغ دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی، په زرګونو خلک بې کاره دي. دا هر څه د جګړې له امله دي. که هر څوک جګړه کوي، افغانان باید نور جنګ ونه کړي.

ځواب ورکړئ