تروريزم

په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو د شتون ادعاوو د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې پړې کړي دي

د حمزه راپور

د تېرې لیندۍ په ۹مه د پاکستان په کوېټه ښار کې د یوه ځانمرګي برید، چې د پولیسو یوه لارۍ یې په نښه کړه، په ځای کې یو سوځېدلی موټر لیدل کېږي. په دغه برید کې چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه واخیسته، درې کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول. [بنارس خان/ای اېف پي]

د تېرې لیندۍ په ۹مه د پاکستان په کوېټه ښار کې د یوه ځانمرګي برید، چې د پولیسو یوه لارۍ یې په نښه کړه، په ځای کې یو سوځېدلی موټر لیدل کېږي. په دغه برید کې چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه واخیسته، درې کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول. [بنارس خان/ای اېف پي]

کابل -- په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په بریدونو کې زیاتوالی -- چې په افغانستان کې د دې ډلې د خوندي پټنځایونو د شتون له برکته اسانه شوي -- د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې ترینګلې کوي.

د سپټمبر په ۲۲ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ وویل، د پاکستان لومړیتوب د هغو ترهګرو ډلو ځپل دي چې له افغانستان څخه بریدونه ترسره کوي او یا پلانوي.

کاکړ د اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وویل، «د پاکستان لومړی لومړیتوب دا دی چې له افغانستان څخه او په کې دننه د ټولو ترهګریو مخه ونیسي،»

هغه زیاته کړه، «پاکستان د ټي ټي پي، داعش او نورو ډلو له خوا چې د پاکستان پر ضد له افغانستان څخه فعالیت کوي، د پولې هاخوا ترهګریز بریدونه غندي،»

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوار الحق کاکړ د وږي په ۳۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي غونډې ته وینا کوي. [براین ر. سمېت/ای اېف پي]

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوار الحق کاکړ د وږي په ۳۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي غونډې ته وینا کوي. [براین ر. سمېت/ای اېف پي]

کاکړ په افغانستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو د بندېدلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، «موږ د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره له کابل څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده. البته، موږ د دې تروریزم چې له بهر څخه یې ملاتړ کیږی، د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه هم اخلو.»

د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت، د افغانستان له خاورې د هغه د بریدونو او پاکستان او پراخې سیمې ته د دې ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ټي ټي په افغانستان کې

افغان مبصرینو وویل، د ټي ټي پي ډېر قوماندانان او جنګیالي په افغانستان کې دي او خپل ځینې بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پلانوي.

هغوی زیاته کړه، د هغوی شتون د افغانستان پر وګړو ناوړه اغېز کوي او د افغانستان د انزوا لامل کېږي.

په فرانسه کې مېشت د پوځي چارو شنونکي او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند وویل، «ټي ټي پي په افغانستان کې موجوده ده او د پخوا په پرتله ښه تنظیم شوې، د پولې په دواړو غاړو کې خپلې اډې پیاوړې کوي،»

هغه وویل، «افغانستان اوس د نړۍ والې ترهګرۍ په مرکز باندې بدل شوی دی. د ټي ټي پي مشران او جنګیالي په کابل، خوست، پکتیا، لوګر، اروزګان، نورستان او ځینو نورو ولایتونو کې موجود دي.»

هغه وويل، «ټي ټي پي د نړۍ والې ترهګرۍ د ټولیزې شورا چې القاعده هم په کې شامله ده، برخه ده». دغه راز، په هغې کې د ازبکستان اسلامي خوځښت، د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت او د قزاقستان اسلامي خوځښت په څېر ګروپونه شامل دي.

د نړۍ والو چارو کارپوه او د متحده ایالاتو د پرنسټن پوهنتون استاد ارین شریفي وویل، ټي ټي پي له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې موجود دی او غړي یې په آزاده توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګرځي.

هغه وویل، «د دې ډلې مشر نور ولي محسود دی، او شاوخوا ۶۵۰۰ جنګیالي یې په افغانستان کې دي. ټي ټي پي یو خوندي پټنځای لري او له هغه ځایه ترهګریز بریدونه پلانوي.»

هغه زیاته کړه، «ټي ټي پي د هېواد له اوسنیو واکمنانو سره نظریاتي، ستراتیژیکې، عملیاتي او کورنۍ اړیکې لري.»

هغه وویل، «دا له القاعدې، داعش، تحریک نفاذ شریعت محمدي، لشکر جهنګوي، سپاه صحابه پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت ډلو سره هم نږدې اړیکې لري.»

د ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالی

په هسپانیا کې د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد اصف صدیقي وویل، د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې وروسته په افغانستان کې سیاسي بدلونونو د ټي ټي پي جنګیالي نور هم هڅولي دي.

صدیقي وویل، «په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي فعالیتونه او بریدونه زیات شوي، چې دا ښیي چې دا د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې خوندي پټنځایونه لري.»

هغه وویل، «هغوی ښه مجهز او په وسلو سمبال دي، او کولی شي په اسانۍ سره د پولې له هغې غاړې خپل بریدونه تنظیم کړي.»

هغه زیاته کړه، «د پاکستان په مختلفو برخو کې د ټي ټي پي زیاتیدونکي بریدونه د پاکستان او سیمې د حکومت په وړاندې د هغې نوې ستراتیژي او ځواک په ګوته کوي،»

هغه زیاته کړه، «د افغانستان په خوست ولایت کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي په کې ووژل شول، ثابته کړه چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري،»

د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې، اسلام اباد وویل چې دوی په خوست ولایت کې یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړي، چې د ټي ټي پي جنګیالي یې په نښه کړي دي.

ټوله سیمه په اور سوځي

په جرمني کې مېشت افغان سیاسي شنونکي ویس ناصري، وویل، «په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون او د هغه زیاتیدونکی ځواک به په نورو ترهګرو ډلو باندې د خوځښت او له ټي ټي پي سره د یوځای کېدلو په برخه کې بده اغېزه وکړي،»

ناصري وویل، «په دې صورت کې به افغانستان یو ځل بیا د نړۍ والو ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل شي او افغانان به یې قیمت ادا کړي او قرباني به یې شي.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون او خوندي پټنځایونه د افغانستان او سیمې لپاره لوی ګواښ دی او نه جبرانېدونکې پایلې به ولري،»

هغه وویل، «پر افغانستان به نور بندیزونه ولګول شي، اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي او په سیمه کې به تاوتریخوالی زیات شي او ټوله سیمه به په اور وسوزوي.»

په ترکیه کې مېشت سیاسي شنونکي محمد علي رضواني وویل، «په افغانستان کې په اوسني وضعیت کې، د جګړې تر شا ټي ټي پي دی،»

هغه وویل، «یادې ډلې په رسمي توګه په پاکستان کې د ډېرو تروریستي بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست چې د هېواد امنیتي ځواکونه یې په نښه کړل. زموږ په هیواد [افغانستان] کې امنیت نسبتاً ښه دی، خو د ټي ټي پي شتون یو ځل بیا زموږ امنیت او ثبات ګواښي.»

رضواني زیاته کړه، «په افغانستان کې بې ثباتي په ټوله سیمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل کېږي،»

هغه وویل، «که دا ترهګرې ډلې له منځه ولاړې نشي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ والې ترهګرۍ په خوندي پټنځای بدل شي، چې زموږ هېواد، سیمه او حتی نړۍ به وګواښي او افغانستان به د یوې بلې نیابتي جګړې په مرکز باندې بدل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په اند، تحریک طالبان پاکستان د پنجاب (پاکستان) حکومت، آی ایس آی او پوځ ګډه پروژه ده چې په سیمه کې پښتانه وځپي او مشران یې ووژني. زه باور لرم چې تحریک طالبان پاکستان به هغومره پیاوړي نه وي چې د آی ایس آی له خوا دې کنټرول نشي. بل ټکی دا دی چې پاکستان غواړي له نړۍ سره لوبه وکړي او نړۍ ته وښيي چې دوی هم د ترهګرۍ قربانيان دي. له یوې خوا پاکستان ترهګر روزي، پیسې ترې اخلي او له بلې خوا داسې ګنګوسې کوي چې پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني دی، خو نړۍ اوس په دې پوه شوې چې پاکستان د ترهګرو کور دی او دا کار باید ویجاړ کړای شي.

ځواب ورکړئ

۴۵ کاله کېږي چې پاکستان مستقیما د افغانستان په جګړو کې لاس لري، او بې وزله افغانان یو بل پر ضد جنګوي او پاکستان دغو جنګیالیو ډلو ته د جګړې ټول تجهیزات ورکوي. په تېرو ۴۵ کلونو کې پاکستاني اورپکو د افغانستان په جګړه کې له یوې ډلې سره اوږه په اوږه برخه اخیستې او په یوه او بل نوم یې بې وزله افغانان شهیدان کړي، خو د پاکستان هېڅ دولتي چارواکي دا نه دي ویلي چې پاکستان د افغانستان د جګړې ملاتړ کوي. د افغانستان اوسنی حکومت له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې پخپله له نورو بهرنیو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي. جګړه یوه قوي اقتصاد ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې افغان حکومت د خپلو پوځیانو لپاره د مناسب ژوند زمینه نشي برابرولی، نو څنګه به په نورو هېوادونو کې چریکي جنګونه وکړي. لومړی باید د نړۍ هېوادونه فکر وکړي چې افغانستان د ځان لپاره د توپک ګولۍ نشي جوړولی نو بیا به څنګه په نورو هېوادونو کې جګړه پیل کړي. د افغانستان د جګړې په ۴۵ کلنه موده کې پاکستان وسلې او پوځي تجهیزات ورکول. په تېرو ۴۵ کلونو کې چې افغانان په پاکستان کې اوسېدل، اکثرو افغانانو ته د پاکستان د حکومت له خوا د جنګ کولو درس ورکول کېده، او د هند پر وړاندې د کشمیر په جګړو کې یې له افغانانو څخه ناوړه استفاده کوله. پاکستان خپل کور ته پخپله اور ورته کړو، خو پاکستان دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به راشي چې په دې اور کې به پخپله وسوزېږي. د بل هېواد په اور کې سوځول په دې معنا دي چې پاکستان پخپله په خپل اور کې وسوځي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر، ټي ټي پي د پاکستان د پوځ او ای اس ای ګډه پروژه ده، چې له یوې خوا د پښتنو سیمو کې وژنې، انفجارات او د سر خلک ووژني او له بل پلوه پښتانه نړۍ ته ترورستان معرفي کړي. که چیرته دا د پشتنو د بدنامۍ لپاره یوه ځانګړې پروژه نه وي او رښتیا هم د پاکستان لپاره یو سرخوږی وي نو لې دغه ترهګره ډله په پنجاب، سند، لاهور، هیرا منډي او کراچۍ کې وژنې او انفجارات نه کوي، چې هره ورځ یې یا په بلوچستان کې حمله کړي او یا یې په وزیرستان او خیبر پښتونخوا کې بریدونه کړي وي. د پاکستان دوه مخیتوب نن سبا ټولې نړۍ ته معلوم دی، چې له یوې ترهګرې ډلې روزي او له بلې خوا دنیا ځان داسې معرفي کوي چې دوی هم د ترهګرۍ ښکار دي، په داسې حال کې چې دا هر څه لکه هنداره معلوم دي. همدا اوس لسګونه ترهګرې ډلې د داعش په ګډون په کستان کې روزل کېږي، دروزنې ځانګړي کمپونه لري دغلته روزل کېږي او د ترهګرۍ لپاره چمتو کېږي. دې کې به هم شک نه وي چې یاده وسلواله ډله دې په افغانستان کې حاکم نظام نه سپوډ کوي، خو سوال دا دی، چې طالب څوک دی، تر پرونه څوک و او کوم هیواد یې مالي او جاني ملاتړ کاوه! تر پرونه خو دا ډله تا د افغانستان د ورانولو لپاره روزه له او رالیږله، نن ترې څنګه پر نړیوال ستیج سرټکوې، دا خو ستا د لاس نیالګي دي، چې تا کرلي اوس به یې سیوري ته هم کینې. له ماره د نه چیچلو تمه به ډېره احمقانه فیصله وي.

ځواب ورکړئ

زه دغو لعنتي افغانان سیاسیونو ته حیران یم چې څنګه د خپل وطن د بربادۍ لپاره کار کوي او خپلې مردارې خولې بېځایه خوځوري. دا اصلاً افغانان نه دي، کوم چې له افغانستان سره د خپلو شخصي ګټو په خاطر عقديي چلند کوي او دا خبره کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې شته دي. ټي ټي پي او بل هر ګند چې ده، افغانستان سره کوم تړاو نه لري. افغانستان د خپلو بچیو لپاره ډېر زخمونه لري او تر څو یې چې خپل زخمونه نه وي ورغلي بل چاته زیان نه شي رسولی. پاکستانیان چې هم په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون خبره کوي، نو هدف یې د افغانستان لا بربادول دي. همدې پاکستان خو افغان طالبانو ته ځای ورکړی وو، کمپونه یې ورته جوړ کړي وو، کورونه یې طالب مشرانو ته ورکړي وو... او کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل (امریکا سره یې خبرې نهايي او د افغانستان حاکمان شول) پاکستاني عوامو، مولایانو او حکومتي مشرانو او کشرانو ورته مبارکۍ خپرولې، ګډاګانې یې کولې... چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو. خو اوس یې چې په خپل وطن راغلې ده، چغې یې اسمان ته پورته کېږي او د دروغې څرګندونې کوي چې ګوندې دوی ته له افغان خاورې خطر دی. زه خو اصلاً په ټي ټي پي باور نه کوم چې د پاکستاني پوځ خلاف دې وي، زما په نظر ټي ټي پي د پاکستان پوځ په خوښه یو نیم وړوکی برید کوي، هغه هم د دې لپاره چې نړیوالو ته وښيي چې له افغان خاورې ورته ګواښ دی. خو ټي ټي پي د پاکستان رزیل له خوا جوړه پروژه او د افغانستان د بدنامۍ لپاره تطبیقېږي...

ځواب ورکړئ

تحریک طالبان پاکستان اصلاً په افغانستان کې نشته. پاکستان چارواکي د خپل بام خاورې په افغانانو ور اچوي. کلونه کلونه چې په افغانستان کې جمهوریت حکومت حاکم و، ولسمشر غني ویل چې پاکستان دې د جمهوریت ملاتړ وکړي کنه خپله به په اور کې وسوځي خو نه یې منله او اوسنیو افغان چارواکو (طالبانو) ته یې پټنځایونه ورکړي وو، کورونه یې تر اوسه هم د پاکستان په لویو ښارونو کې دي او د پاکستان له خاورې به یې بریدونه پلانول، بیا به یې افغانستان کې ترسره کول چې سلګونه زره بې ګناه افغانان یې ووژل. خو چې افغان ولس به د.ګیلې په شکل هم وویل؛ نو پاکستاني چارواکو او مولایانو به د افغان طالبانو (اوسنیو چارواکو) کلک ملاتړ کاوه چې د دین ستنې دي او باید په افغانستان کې یو اسلامي نظام حاکم شي. سمه ده افغانستان کې اسلامي نظان حاکم شو، اوس موږ افغانان په خپل ګاونډي هېواد کې اسلامي نظام غواړو، نو کار ټي ټي پي ښه صحیح کولی شي. دا چې افغان طالانو تر اوسه د پاکستاني طالبانو لاسنیوی نه دی کړی، خو زه د یوه افغان په صفت ترې غوښتنه کوم چې پاکستان زموږ ګاونډي دی، د انګرېزانو نظام په کې حاکم دی په همدې خاطر دې دوی له ټي ټي پي سره همکاري وکړي څو په پاکستان کې اسلامي نظام حاکم شي. کوم افغان مبصرین چې وایي، د ټي ټي پي قوماندانان او جنګیالي په افغانستان کې دي او خپل ځینې بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پلانوي. مطلق غلطه خبره ده. له هغوی په افغانستا کې سرمایه پاتې ده، کومه چې د.ولس له وینو جوړه ده، هغې پسې خفه دي، کونې یې سوځي نو ځکه دا عقده یي خبرې کوي. او هو د ټي ټي پي شتون د افغانستان پر وګړو ناوړه اغېز نه کوي او د افغانستان د انزوا لامل هم نه ګرځي، ځکه چې شل کاله پاکستان افغان طالبان غیږ کې نیولي وو، پاکستان انزوا ته نه شو.

ځواب ورکړئ