تجزيه

افغانانو یواځې په دوو کلونو کې د لسیزو پرمختګونه له لاسه ورکړل

د حمزه راپور

افغانې ښځې د چنګاښ په ۲۸مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا په یوه سالون کې د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي. [ای اېف پي]

افغانې ښځې د چنګاښ په ۲۸مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا په یوه سالون کې د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي. [ای اېف پي]

کابل -- کتونکي وايي، د افغانستان اقتصادي، سیاسي او تعلیمي لاسته راوړنې چې په تیرو شلو کلونو کې تر لاسه شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې ټولې له منځه تللي دي.

په اجراییه کچه د ستراتیژیک اقتصادي پلان نشتوالی د بې وزلۍ او له هېواد څخه د مادي او بشري شتمنیو د وتلو لامل شوی، چې افغانستان یې په یوه دوامدار بشري او اقتصادي بحراني حالت کې پرېښی دی.

په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي شاکر یعقوبي سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي ډګر کې، د ودې او پرمختګ په برخه کې رکود او شاته تګ تجربه کړي دي.»

يعقوبي وويل، «اقتصاد په بیلابیلو شاخصونو کې کمزوری شوی دی، په داسې حال کې چې لوږه، بې وزلي او بېکاري په پام وړ توګه زيات شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، له ٢٨ ميليونو څخه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او له شپږو ميليونو څخه ډېر نور له قحطۍ سره مخامخ شوي دي.»

افغانې ښځې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې ښځې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د نړۍ وال بانک د اټکل په اساس، د هېواد ټول نفوس په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۴۱.۱ ملیونه تنه و.

هغه وویل، «بې شمېره اقتصادي او پراختیايي پروژې چې د نړۍ والې ټولنې په مالي مرسته پلې کېدلې... د بودجې او ظرفیت د نشتوالي له امله لغوه شوي یا ځنډول شوې دي.»

هغه وویل، «د هېواد د انکشاف، ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ پلان نشته.»

هغه وويل، «له ۹۷٪ څخه د ډېرې بې وزلۍ عامل د ستراتيژيکو اقتصادي او سوداګريزو پروګرامونو نشتوالى دی. پانګه اچونه او سوداګري کمه شوې، او سوداګر یې مجبور کړي چې خپلې پانګې له هېواد څخه وباسي او په بهر کې پانګونه وکړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې پخواني غړي او په جرمني کې د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وویل، «په وروستیو دوو کلونو کې فقر او بېکاري زیات شوي دي.»

حافظي وويل، «موږ د خوارځواکۍ او لوږې بې ساري کچه ليدلې ده... خلک دې ته اړ شوي چې خپل پښتورګي او ماشومان د خپلو کورنيو د خوراک ترلاسه کولو لپاره وپلوري. وضعيت تر دې بدترېدلی نشي.»

هغه وویل، «که نړۍ والې مرستې نه وای، کېدی شي چې بشري ناورین د میلیونونو خلکو ژوند اخیستی وای.»

حافظي وویل، «د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې، د افغانستان ناخالص تولید او سړي سر عاید په ترتیب سره ۳۵ او ۵۰٪ کم شوي،» او زیاته یې کړه چې د پېرودلو ځواک هم راټیټ شوی دی.

له منځه تللې لاسته راوړنې

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد، فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې بېکاري هم له ۵۰٪ څخه ۷۴٪ ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، ډېری لوستي افغانان هڅه کوي چې له هېواد څخه پښې سپکې کړي.

هغه وویل، «یواځې په تېرو دوو کلونو کې د پوهنتون څلور سوه استادان له هېواده وتلي دي.»

هغه وویل، «له بده مرغه، نن افغانستان خپلې مالي او انساني شتمنۍ له لاسه ورکوي او د مغزونو فرار په چټکۍ سره روان دی. د نن ورځې پرعکس، دوه کاله وړاندې دغو کارپوهانو د افغانستان د پرمختګ لپاره سخت زیار اېست.»

چکري وويل، «يو هېواد هغه مهال وده او پرمختګ کولى شي چې پراختيايي بودجه ولري. اوسنی حکومت يواځې عملياتي بوديجه لري، خو د پراختيايي پروژو لپاره بوديجه نه لري.»

په جرمني کې مېشت د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وویل، دوه کاله وړاندې، «عامه خدمتونه په منظمه توګه وړاندې کېدل، او هر افغان نارینه او ښځې حق درلود چې په ولسواکو پروسو کې رایه ورکړي او رایه ترلاسه کړي، او حکومت ځواب ویونکی و.»

اتمر وویل، «له بده مرغه چې نن حالات هغسې نه دي.»

هغه زیاته کړه، «هلکانو او نجونو دواړو تاریخي او زرین فرصتونه درلودل چې زده کړې وکړي، او په میلیونونو ځوانان د زده کړو لپاره ښوونځيو او پوهنتونونو ته تلل، په داسې حال کې چې د ټولنې د لوستو غړیو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.»

هغه وویل، «زموږ په ټولنه کې یو بې ساری او تاریخي بدلون رامنځ ته شو، خو نن ورځ موږ د هغه بدلون معکوس حالت ګورو چې زموږ ټولې تاریخي او زرینې لاسته راوړنې له لاسه وځي.»

ډېر څهښځو له لاسه ورکړي دي.

په ترکیه کې د ښځو د حقونو فعالې او د لوړو زده کړو پخوانۍ مرستیالې ثریا پیکان وویل، «په تېرو دوو لسیزو کې [د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې څخه مخکې]، افغان ښځو د لومړي ځل لپاره خپلو طبیعي، انساني او اسلامي حقونو ته لاسرسی وموند.»

هغې وویل، «افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار حق ورکړل شو...له ۱۰ میلیونو څخه زیات هلکان او نجونې ښوونځیو ته لاړې او په زرګونو نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوي دي.»

هغه وویل، «افغان ښځو او نجونو په ټولنه کې د پام وړ حضور درلود؛ وزیرانې، واليانې، ښاروالانې، مرستیالانې، رییسانې او قاضیانې وټاکل شوې، او ولسي جرګې ته هم وټاکل شوې، خو له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې تاریخ تکرار شو او ټولو ښځو خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړلې.»

پیکان وویل، نن ورځ، افغانې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې او په کور کې ایسارې او منزوي پاتې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان سرتېرو ملي ورځ؛‌ نن چهارشنبه د حوت يا کب نهمه د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي سرتېرو ورځ ده. د جمهوري نظام له لوري دغه ورځ افغان سرتېرو ته د درناوي په پار ونومول شوه او په دې ورځ د سرتېرو د درناوي په موخه د هېواد ګوټ ګوټ کې غونډې ترسره کېدې، د سرتېرو د قربانیو او مېړانې یادونه به کېدله او سرتېري به د دولتي چارواکو او عام ولس له لوري د ګلانو په ډاليو نازول کېدل. یو افغان سرتېری په همدې تړاو ليکلي: "موږ اوس نه یؤ خو ناهیلي هم نه یؤ". سږکال دا ورځ‌ د امنیتي او دفاعي ادارو یو شمېر پوځیان له افغانستانه بهر نمانځي. دوی خپله اعلامیه کې ویلي، د دې ورځې لمانځنه د افغانستان د ټولو با عزته قومونو او پرګنو مسؤلیت دی. تېر کال هم په همدې ورځ دوی په يوې اعلاميه کې ويلي ؤ، "د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري په هېڅ سیاسي، ډلې، حزب، طرف، خاص قوم او اشخاصو پورې تړاو نه لري". اعلامیه کې راغلي ؤ، "موږ د افغانستان ملي ګټو، ملي ارزښتونو او د افغانستان د غیور او مېړني ملت سپېڅلو ارمانونو ته ژمن ؤ، يؤ او يؤ به". #SarbazDay #د_سرتېري_ملي_ورځ

ځواب ورکړئ

د سره صلیب نړۍ واله کمېټه: ۲.۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي د سره صلیب نړۍ والې کمیټې (آی سي آر سي) په افغانستان کې د خوړو د نه تأمین په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ۲.۷ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي. د راپورونو له مخې، د سره صليب نړۍ والې کمېټې په يوه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي بحران په هکله اندېښنه ښودلې او خبرداری يې ورکړی، چې په دغه هېواد کې ۱۵.۵ ميليونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي. د دغه نړېوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې ۲.۷ میلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي. راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په تېرو درېو کلونو کې وچکالۍ او د تېرو دوو کلونو اقتصادي بحران د دغه هېواد د خلکو اړتیاوې زیاتې کړي دي. د اقتصادي چارو کارپوه سیار قریشي طلوع نیوز ته وویل، افغان حکومت باید په لنډ وخت کې له نړېوالې ټولنې سره سلا مشورې وکړي، څو له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او روان بشري ناورین یو څه راکم کړي. له بلې خوا د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزارت اعلان وکړ چې تر اوسه پورې په پراختیایي برخه کې مرستې نه دي شوي خو په دغه هېواد کې د اقتصادي ننګونو د کمولو لپاره یې سترې اقتصادي پروژې پېل کړي دي. د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستيال عبداللطيف نظري وويل چې تر اوسه پورې نړېوالې مرستې بشري اړخ لري او د پام وړ پرمختيايي مرستې نه دي شوي. زموږ هڅه دا ده چې د پراختیايي مرستو په جلبولو او د سترو ملي پروژو په پیلولو سره بې وزلي کمه او د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری شوی دی. هغه کسان چې ټول وخت یې په زده کړو کې تېر کړی و، اوس په کور ناست او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او کارونه یې کمزوري شوي دي. ټولې هغه زحمتکارې ښځې چې د کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي، اوس په کورونو کې ناستې دي او د کار کولو هیله نه لري. د دې ټولو بدبختیو لامل پخوانی حکومت دی. دوی پیسې او شتمنۍ ټولې کړې او له هېواد څخه وتښتېدل. له پیله تر پایه یې د بې وزلو خلکو حقونه تر پښو لاندې کول او پخپله یې په سوله او آرامۍ کې ژوند کاوه. د غریبو خلکو حقونه یې ترې اخیستل. د هیواد غریبو خلکو ته هیچا پام نه کاوه. هر یوه یې د ځان لپاره سپما کوله او کله چې وخت راغی نو له هېواد څخه ووتل او وتښتېدل. خدای دې د افغانستان په مظلوم ولس باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

افغانانو په حقیقت کې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې ډېرې کړې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې. د دې ټولو بدمرغیو مسؤلین درې ډلې دي، چې ټول په دې جرم کې شریک دي. د جمهوریت د دورې سیاستوال، په ځانګړې توګه د شمال د جنایتکارې ډلې مشر عبدالله عبدالله، چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال او سقوط پورې یې حکومت ته ستونزې جوړولې. دوهم، نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا چې د اشرف غني حکومت ته یې اجازه نه ورکوله چې د جنایتکارانو لکه عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، ګل اغا شیرزی، حکیم شجاعي، ظاهر قدیر، همایون همایون، اسماعیل خان، سیاف، عبدالرازق او نورو په څېر جنایتکاران وځپي. درېیم، د طالبانو جاهله ډله چې د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا اداره کېدله. دا ټول د ټولو هغو ناخوالو مسوول دي چې پر افغانانو او په ځانګړې توګه افغانې ښځې ورسره مخامخ دي. نن افغانستان د یوه مرستون په څېر ګرځېدلی، چې ډبلیو اېف پي او نور ورته یو څو ډالر راوړي، ۵۰ سلنه یې د موسساتو له خوا لوټېږي او پاتې یې د افغانستان بې وزله خلکو ته ورکول کېږي. په ورته وخت کې نړۍ والې ټولنې هم له افغانستان څخه د افغان کدرونو په ایستلو سره یو بل جنایت هم وکړ، په داسې حال کې چې نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا کولی شوای چې د دوحې په خبرو کې د طالبانو جنایتکاره ډله دې ته جوړه کړي چې مسلکي کسان له افغانستان څخه ونه شړي. اوس هم که نړۍ واله ټولنه په تېره بيا امريکا له طالبانو څخه وغواړي او د زړه له تله يې وغواړي، طالبان به افغانې ښځې له زده کړو څخه بې برخې نه کړي او نه به هم اقلیتونه د هغوی له حقونو څخه بې برخې کړي.

ځواب ورکړئ

بالکل همداسې ده. په تېرو څو لسیزو کې چې د پوهنې په برخه کې کوم پرمختګ شوی و هغه بیرته صفر ته راښکته شوی دی. هغه زده کوونکي چې شپه او ورځ يې زده کړو ته وقف کړې و او غوښتل يې چې په ډېره لېوالتيا سره خپلو هیلو ته ورسېږي، اوس په کورونو کې ناست دي او ټولې هڅې او هيلې يې له منځه تللې دي. همدارنګه، زه داسې نجونې پیژنم چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۰ ځلې د رواني روغتیا لپاره په روغتون کې بستر شوي او له هغې وروسته یې څو ورځې درمل اخیستي دي لاکن روغ شوي نه دي. حاکم نظام د نجونو د تعلیم په هکله یوه غیرعادلانه او ظالمانه پریکړه کړې چې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.

ځواب ورکړئ

اصلي خبره خو داده چې موږ له خپل مسوولیت نه تښتو، لکه تنبل شاګرد چې درس نه وايي د ناکامي مسوول استاد بولي. په همدې شاوخوا کې مو وګورئ څو داسې ځوانان وینئ چې حساب پرې کولی شئ؟ په حساب څو کسان پېژنئ چې له ځان نه ور ها خوا د وطن د خیر خبره وکړي؟ زه د دې وطن راتلونکي ته خپه یم. موږ که بل مستعمره وای ښايي‌ اوس به مو له دې بلا ځان اسانه خلاص وای، او ټول به خوځیدلی وای. خو زموږ ستونزه داده چې موږ خپله ولاړ یوو. موږ خپله ځان استعمار دی. هېچا زموږ په پښو کې زولنې نه دي اچولې. هېچا نه دي راته ویلي د ځمکې په سر خپل ورور مړ کړه. هېچا نه دي راته ویلي چې د ژبې، قوم او مذهب په خاطر له خپل وطنواله کرکه وکړه. هېچا نه دي راته ویلي چې درس ته پام مکوه بس هسې په بانډارونه ګرځه. هېچا نه دي راته ویلي چې ریا وکړه او دروغ ووایه. هېچا نه دي راته ویلي چې له جنګسالار نه نیکه جوړ کړه. موږ له خپلې لمن اور اخیستی او دا یوازې خپله مړ کولی شو. دا یو او دوه کسان هم نشي کولی، د هر چا مسوولیت دی. هندوستان باید زموږ الګو شي، چې له دومره تراژیدي‌ او اسارت وروسته هم ځلېږي! د خپلو خلکو د خولو په زور یې. خدای دې وکړي موږ هم له دې وهم او تنبلي نه ازاد شو او واقعا خپل ځواک درک کړو. هغه وخت بیا هېڅوک د چا مخه نه شي نیولی. موږ به جنګونه تېر کړي وي خو خلک شته چې له موږ یې بدې ورځې تېرې کړې، بیا یې هم سرونه هسک کړي. او هېچا یې د پرمختګ مخه نه ده نیولې.

ځواب ورکړئ

هڅه نه کوي د نورو پیښې وکړي، بلکې خپل کلتورونه ورپېژني. او موږ چې هېڅکله مستقیمه مستعمره نه و، له دوی مو مخکې خپلواکي اخیستې نن په ځان پورې حیران یوو. هندوانو د خپلو مټو په زور خپل وطن اباد کړ. د استعمار له ټراما یې ځانونه راوویستل. خو موږ لا هم منتظر یوو چې یا کومه معجزه وشي یا هم څوک راشي او موږ وژغوري. موږ لکه سل او دوه سوه کاله وړاندې اوس هم ښوونځی کفر ګڼو. د یوه وخت یوه ګوله مړۍ چې پیدا کړو د دوهم وخت ته حیران یوو. موږ اوس هم په دې چورت کې یوو چې کار کول او کسب زده کول زموږ له غرور او ایګو څه کموي. یو کس به لګیا وي شل نور به یې د لاس ګولې ته ناست وي. زموږ تجار اوس هم په دې چورت کې دی چې څرنګ د لسو افغانیو مال په سل خرڅ کړي او څومره چې کولی شي له خلکو پیسې وشکوي. شاګرد مو چورت وهي چې په کوم نقل او واسطه ځان له ټولګي وباسي. د ښوونکي مو درسي ساعت ته زړه په تنګ وي چې هسې ژر رخصتي شي، لمر ته ډډه ووهي او شین چایورنه سوړ نشي. ډاکټر مو له قصاب کم نه دی، چې څه یې زده نه وي هغه هم درباندې زده کوي ته وا ناروغ نه دی د ازمایښت په لابراتوار کې کوم موږک دی. ژورنالیست مو که دروغ ونه وايي‌ خبر به خبر نه بولي. ملا مو که ریاکاري ونه کړي ګومان کوي لمونځ یې بې ځایه تللی. او په سیاست په والو خو به هېڅ سر نه خوږو. موږ اوس هم په توکل روان یوو. بس هر څه مو تقدیر ته سپارلي. نه د دین شو نه هم د دنیا! ښځه مو د فساد سرچینه ده او نارینه مو د غیرت څلی، خو په نهایت کې یوازې سوالګر ملت یوو چې د خپل اولاد د ګیډې مړول مسوولیت هم خپل نه ګڼو. موږ باید نور له دې ذهنیت نه راووځو چې پلانکي توطیه راته جوړه ده او بستانکی مې پرمختګ ته نه پرېږدي.

ځواب ورکړئ

هند تقریبا نهه لسیزې د برټانیا مستعمره وه. دې دوره کې میلیونونه هندوان مړه شول. میلیاردونه روپۍ له هند نه یوړل شوې او صنعت ته یې کمساری تاوان ورسېده. برټانیا به له هندوستانیانو لوړ مالیات اخیستل, په هغه به یې هندي تولیدات پېرل او وړل به یې. د اوس په حساب ټریلیونونه ډالر له هندوستان نه یوړل شول. ځینې څیړنې ښيي‌ له دې مخکې چې هند مستعمره شي د نړۍ د اقتصاد له ۲۷ فیصده ډېره برخه یې لرله. خو یو وخت دومره خوار شو چې خلک له لوږې مړه کیدل. د الجزیره یوې څیړنې موندلې وه چې ۱۸۸۱ز-۱۹۲۰ز کلونو په اوږدو کې د انګریزانو د پالیسو په پایله کې ۱۰۰ میلیونه هندوستانیان مړه شول. په ۱۹۴۳ز کال کې د بنګال قحطي یو له هغو پیښو وه چې مخینوی یې کیدلی شوای. د دې قحطي له امله په هند کې ۳ میلیونه خلک مړه شول. د برټانیا کابینې ته په بیا، بیا پېغامونه لېږدول کېدل چې له هندې نه وریجې او نور خوراکي ونه باسي، دلته خلک له لوږې مري. خو چرچیل ویل و چې قحطي ځکه ده چې هندوان لکه سویان داسې خوراک کوي. او که رښتیا د خوړو قحطي وي نو ګاندي ولې تر اوسه ژوندی دی. هند هویت بایللی و. هستي او نیستي یې داسې تروړل کېدلې چې سپوڼ یې هم نشوای کولی. دوی د ټوپک په زور نه د چوپتیا په ځواک خپله خپلواکي تر لاسه کړه. او د دې هم ډېر وخت نه کېږي، خو اوس په نړۍ کې یو له ځواکمنو هیودانو دی. ټکنالوژي، اقتصاد، تعلیم، سوداګري، هنرونه، سینما، سپورټ او بله هره برخه کې د ځواکمنو هیوادنو په کتار کې دی. هېڅ بهرنی هیواد نشته چې هندوستانیان دې پکې نه وي، او دوی اکثریت د خپل درس په زور تللي. زموږ غوندې قاچاقي نه دي روان، چې بیا هغلته ورسېږي ځان پورې حیران وي. دوی تر بل هر چا خپل کلتور او هیواد ته ژمن خلک دي.

ځواب ورکړئ

دا لیکنه زما خوښه نشوه، ځکه چې دا یو طرفه ده، او د حقایقو پر بنسټ ولاړه نه ده. یو څوک کولی شي یوه ساده پوښتنه وکړي چې: ايا طالبانو د واک د تر لاسه کولو پر مهال بانکونه لوټ کړي او پيسې يې له ګردشه وتلي دي؟ که هو، بیا مقاله او د تش په نامه اقتصاد پوه نظر سم دی. که ځواب نه وي، نو باید پوښتنه وشي چې پیسې چیرته لاړې؟ تر څو چې دې پوښتنې ته ځواب نه وي ویل شوی، په مقاله کې نیوکه یوازې تبلیغات او پروپاګند ګڼل کېدی شي نه اقتصادي تحلیل. حقیقت دا دی چې دا شتمني د طالبانو له خوا د قدرت ترلاسه کولو څخه مخکې، د فاسدو دولتي چارواکو او فاسدو مالي ادارو لخوا بهر ته اېستل شوې ده. په افغانستان کې د شلو کلونو په موده کې ټول بانکونه د دې لپاره جوړ شول چې د هېواد له هر فرد څخه کوچنۍ سپما راټوله او د پانګونې لپاره نورو هېوادونو ته ولېږدوي. د بېلګې په توګه، عزیزي بانک د تش په نامه دیموکراتیک حکومت پر مهال په متحده عرب اماراتو کې له یو میلیارد څخه زیاته پانګونه کړې ده. ولې حکومت د عزیزي بانک مخه ونه نیوله چې شتمني یې له هیواد څخه بهر ته انتقالوله؟ کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، په بانکونو کې نغدې پیسې نه وې چې امانت دارانو ته یې ورکړي!!! د مقالې لیکوالان او مبصرین په دې حقیقت نه پوهیږي. کله چې موږ وایو ۲۰ کاله پرمختګ، کوم پرمختګ؟ که په شلو کلونو کې مو اقتصادي پرمختګ کړی وای، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ میاشت کې به څنګه له منځه تللو؟ په حقیقت کې دا یو مصنوعي اقتصاد وو چې پر بنسټ یې هیواد ته ډالر راوړل کېدل، او دولتي چارواکو ته د معاش او تشویق په توګه وېشل کېدل. په فزیکي بڼه هېڅ نه و.

ځواب ورکړئ

زه د هغې ورځې په تمه یم چې د نجونو ښوونځي و پوهنځي پرانیستل شي. میرمنو ته په ټولو اړوند و ضروري حکومتي اداراتو کې د حجاب و پردې په رعایت کولو سره کاري حقوق ورکړل شي. د حذف او انتقام جویي سیاست محوه شي. د زغم، تحمل او بُرده بارۍ لاره انتخاب شي. زړونه او نیتونه پاک شي. سینې پراخه او غاړې خلاصې ونیول شي. د عقیدو، مذهبونو او پردي پالو د ټاپو لګولو کیسه بېخي جرم وبلل شي. متقابل احترام عام شي. بې ږیرې، بې پګړۍ او پتلون کړي افغانان و روشنفکران تالیبان لکه د خپلو ورونو په څېر له اوږدو ږیرو، پګړیو او ظاهري قافیې و سلیقې سره ومني. همدارنګه تالیبان پتلون کړي، بې ږیرې او بې پګړۍ افغانان د خپلو ورونو په توګه غېږو کې ونیسي. د ملامت و سلامت کیسه ختمه شي. د اشغال، غلام د کفر و پلاني و بیستاني د ملګرتیا خبرې د جرم متشدده کټګورۍ کې شامل شي. له وطن بیرون جلاوطنه افغانان له خپلو کورنیو سره ډلې ــ ډلې د کابل هوایي ډګر کې ښکته کیږي او هرکلی یې کیږي. د بې ځایه او بې لومړیتوبه مسایلو پرځای؛ ټول تمرکز د وطن په اقتصادي پیاوړتیا، د اوبو په مهارولو، بندونو او لویو لارو جوړولو، منظمې و حساب دهي حکومتدارۍ وي. څوکۍ و دنده د مسوولیت په څېر وپېژندل شي، نه د امتیاز. د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره خوا کې د تالیبانو بیرغ هم ور اضافه شي. له موسیقۍ واخله، تر بې حجابۍ و نور ټول هغه موارد چې بې ګټې او د نفرت و تفرقې سبب ګرځي، نه دې وي. د وږو خېټو مړولو، د بې کارۍختمولو، د کاري فرصتونو ایجادولو، ځوانانو ته د هغوی په راتلوونکي هیله ورکولو، مسلکي او فني زده کړو ته په کار کولو ټول تمرکز وي. کاش! دا هرڅه په خپل ژوند و ژر ووینو. زه د یو داسې افغانستان په ارمان یم!!

ځواب ورکړئ