اقتصاد

د کندوز بې وزلې ښځې په کوڅو کې لیلامي جامې خرڅوي

د محمد قاسم راپور

فقر او وزګارتيا په کندز ولايت کې يو شمېر ښځې مجبورې کړي چې د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره په سرکونو باندې کارول شوې جامې وپلوري. [محمد کبیر رسولي/سلام ټایمز]

کندوز -- زرغونه، چې د کندوز ښار اوسېدونکې ده، د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې وروسته له هغه چې د هاوان یوې مرمۍ د هغې مېړه، لېور او د هغې دوه ماشومان ووژل، د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د سرپرستۍ لپاره یواځې پاتې شوه.

هغې د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو دوو کلونو کې زما اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلې دي. زه په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لپاره درې وخته ډوډۍ برابروم،»

هغې وویل، «کله ناکله زه په چیغو چیغو ژاړم، چې کاش خدای پاک زه پیدا کړی نه وای. تر څو به موږ له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان یو؟»

د ډېرو نورو په څېر، زرغونې هم په سرک باندې د مستعملو جامو پلورلو ته مخه کړې ده.

یوه ښځه د چنګاښ په ۱۱مه په کندوز ښار کې مستعملې جامې خرڅوي. [محمد کبیر رسولي/سلام ټایمز]

یوه ښځه د چنګاښ په ۱۱مه په کندوز ښار کې مستعملې جامې خرڅوي. [محمد کبیر رسولي/سلام ټایمز]

زرغونې وويل، «زه هره ورځ په جوش ګرمۍ کې ناسته يم، خو هيڅوک استعمال شوي جامې نه اخلي. ځینې ورځې له ٥٠ څخه تر ١٠٠ افغانيو (له ٠.٥٨ تر ١.١٦ ډالرو) پورې ګټم، خو ډېرې ورځې تش لاس کور ته ستنېږم.»

۳۶ کلنه محبوبه، چې د کندوز ښار بله اوسېدونکې ده، هم له یوه کال راهیسې د استعمال شویو جامو په پلورلو بوخته ده.

هغې وويل، «زه د ورځې ۱۰۰ افغانۍ (۱.۱۶ ډالر) ګټم، چې زما د ژوند ورځني اړتياوې نه پوره کوي.»

هغې وويل، «زه د سړیو، ښځو او ماشومانو جامې په لیلامي بازار کې اخلم، په کور کې يې اوتو کوم، او بيا يې خرڅوم.»

ښځو په مرستندویو موسسو باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې بشري ناورین، او په ځانګړې توګه هغو ستونزو ته چې بې سرپرسته نفقه ګټونکې ښځې ورسره مخامخ دي، پاملرنه وکړي.

له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان

سعدیې محمدي چې ۳۰ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده، د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې پورې په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. اوس هغه مجبوره ده چې د کندوز د لیلامي جامو په بازار کې استعمال شوي جامې وپلوري، په داسې حال کې چې تقاضا ورته نشته.

هغې وویل، «زما مېړه د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې پورې په یوه غیر دولتي موسسه کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، خو له هغه وخت راهیسې وزګار دی.»

هغې وویل، «زه د کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې یم او مجبوره یم چې ټوله ورځ دلته کار وکړم.»

۳۲ کلنې آسیې حیدري چې په کندوز ښار کې اوسیږي او د مستعملو جامو په بازار کې کار کوي، وویل، «خلک خپلې جامې او د کور توکي خرڅلاو ته راوړي. موږ یې په ټیټه بیه اخلو او په هغو کلیوالو باندې یې پلورو چې ښار ته ورځي.»

هغې وويل، «زه له خدای (ج) پرته بل هيڅوک نه لرم. زه هېڅ نفقه ګټونکی نه لرم.»

نوموړې وویل، «موږ نه ګاز لرو نه غوړي، او نه کوم بلڅه لرو. زه دومره پیسې نه لرم چې خپل ماشومان د ناروغۍ په وخت کې ډاکټر ته بوځم.»

حیدري وويل، «خلک په ځانګړې توګه ښځې، خپل مستعمل کالي پلوري چې يو څه پيسې ترلاسه کړي او ډوډۍ واخلي. نن ورځ، مشتریانې د تزیني توکي له اخیستلو څخه ډډه کوي. هرڅوک هڅه کوي چې یواځې یو څو ډوډۍ واخلي.»

ښایي بدې ورځې راشي

د کندوز ښار اوسېدونکي اقتصاد پوه بسم الله غضنفر چې اوس په ازبکستان کې اوسیږي وویل، د افغانستان اقتصاد ممکن په راتلونکي کې نور هم خراب شي.

هغه وويل، «په سلګونو زره کسان... له بېکارۍ څخه کړېږي.»

نوموړي وویل، «زه فکر کوم تر څو چې نړۍ واله ټولنه د افغانستان د خلکو ملاتړ ونه کړي وضعیت به لا پسې خراب شي.»

غضنفر وويل، «د ښځو او ښوونکیو او د پخوانيو استادانو، هنرمندانو، ملکي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو په منځ کې بېکاري زياته شوې ده. فقر او لوږه مخ په زياتېدو ده، چې د رواني ستونزو لامل کېږي.»

هغه زیاته کړه، «ځینې افغانان دندې لري، خو عاید یې د ژوند کولو لپاره کفایت نه کوي. دې وضعیت بې وزلي زیاته کړې، چې له هېواده د ډېرو ځوانانو وتلو ته یې لاره هواره کړې ده.»

غضنفر وویل، هغه محدودیتونه چې مرستندویې ادارې ورسره مخامخ دي، اقتصاد ته نور زیان هم رسوي، ځکه چې ډېرې کورنۍ له فقر او لوږې سره مخامخ دي او په مرستو تکیه کوي.

د کندوز ولایت د کار او ټولنيزو چارو رييس احمدشاه حقاني وويل چې د هغه اداره روزنيز مرکزونه لري، چې مینه وال کولی شي بېلابېل مسلکونه په کې زده کړي.

هغه وويل، «موږ د هغو ښځو لپاره چې نفقه ګټونکی نه لري، ښه پروګرامونه لرو. يو شمېر دا پروګرامونه اوس د غير دولتي موسسو له خوا د کندوز ښار په ځينو برخو کې پلي کېږي.»

هغه وویل، «موږ د ښځو لپاره د خیاطۍ او ګلدوزۍ ټریننګ لرو چې هغوی سره د عوایدو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.»

حقاني سلام ټایمز وویل، «موږ هڅه کوو چې لومړی ښځو ته یو مسلک ور وښیو، څو هغوی اقتصادي ودې ته ورسېږي. موږ په پام کې لرو چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د ښځو لپاره یو مارکېټ جوړ کړو، څو ښځې وکولی شي په یوه خوندي چاپېریال کې سوداګري وکړي او حلال عاید ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوهنتونونو ته د نجونو په زده کړو د بنديز په اړه وروستۍ پرېکړه خواشينوونکې او دردوونکې ده. په تاسف سره بايد ووايم چې په تېرو پنځه لسيزو کې مېرمنې تر بل هر چا ډېرې د ناسمو سياستونو قرباني شوي دي. زمونږ په تاريخ کې د استقلال، سولې، ملت جوړونې او شخصيتونو په روزنه کې د مېرمنو رول ډېر بارز او له هيچا کم نه دی. زمونږ د خويندو د زده کړو او کار په اړه د پرون او نن پرېکړې د عصري نړۍ د تقاضاوو او د افغانانو له غوښتنو سره په مغايرت کې دي. د سرپرست حکومت نه مو هيله ده چې له داسې تصاميمو ډډه وکړي کوم چې د ولس د لا ډېرو فاصلو سبب ګرځي. مونږ مطمين يو چې د سرپرست حکومت اکثريت شمېر کې غړو دا درک کړې ده. زه په سبا او راتلونکي باوري يم. په دې خاوره او ملت تر دې سختې او درنې غميزې راغلي دي. دا ملت نه ماتېدونکی دی. په دې باوري يم چې ډېر ژر به د ملت ارادې ته مراجعه کېږي. مطمين يو چې د ملت په ګټه او خوښه به د داسې فيصلو شاهدان و اوسو، چې افغانستان به د ټولو افغانانو ګډ کور وي. څو چې دا زمکه اسمان وي څو چې پاتې يو افغان وي څو چې دا جهان ودان وي تل به دا افغانستان وي

ځواب ورکړئ

بې وزله ښځې باید څه وکړي؟ هغوی بله لاره نه لري. په افغانستان کې شریعت نافذ دی. ښځې باید د سرک په سر کېني. دا کار په شريعت کې جواز لري، خو درس او کار په شريعت کې ناروا دی. دا زمونږ د هیواد قانون دی. مونږ باید ورسره عادت شو. نن ورځ د خپلو کورونو ډوډۍ ګټونکي خپلې جامې په لیلام کې پلوري. سبا به خپل لوښي او کالي خرڅوي. دوی باید څه وکړي ځکه چې دوی په یوه اسلامي هیواد کې ژوند کوي چې قانون دوی ته اجازه نه ورکوي چې زده کړې وکړي او په ورته دفتر کې په درناوي سره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

نو ښځې به نور څه وکړي. مجبورې دي داسې کارونو ته مخه کړي. مخکې خو ښه وه میلیونونه په زده کړو بوختې وې او سل ګونه زره بیا منظم کار درلود. ښه په حیا او عزت کې به دفتر ته تللې او بېرته به خپل کور ته تللې، مګر اوس په لارو او کوڅو کې داسې په بد وضعیت کې ناستې وي. ولا چې انسان وي چې حتما به یې زړه دردېږي. مګر افغانستان نه یوازې دا چې د ښځو هیلې له خاورو سره خاورې شوې، د نارینه وو هم چندان قدر نشته، خو دا چې موږ ټول له ښځو پیدا او زېږولي یو، باید دومره سپک چلند ورسره ونه کړو. اسلام ښځو ته د زده کړو حق ورکړی، مګر دا حق ترې په افغانستان کې اخیستل شوی دی. تازه په تازه د ازموينو ملي ادارې لپاره د طالبانو چارواکو د سږنۍ کانکور ازموينې جزیات خپاره کړي دي. دغې ادارې ویلي، چې یاده ازموینه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي. د یادې ادارې مطبوعاتو برخې مسؤلان وايي چې دغې ازموینې لومړی پړاو به د چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټو ترسره شي. خو هم مهال یې ویلي چې د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې نجونې نه‌دي شاملې. د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی د لومړۍ دورې واکمنۍ په شان، نجونې او ښځې له زده کړو، کار او ډېرو نورو فعالیتونو بیا منع شوي، چې د طالبانو رژیم د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخامخ دی، خو دا چې رسنۍ په افغانستان کې سانسو او طالبان د وسلې په زور له خلکو سره خبرې کوي، نو څوک څه نه شي ویلی او نه خپل غږ پورته کولی شي، کنه د طالب له نوم څخه د خلکو کانګې راځي.

ځواب ورکړئ

خدای دې د طالب خونه ورانه کړي چې هېڅ یو وګړی ترې ښه ژوند نه شي کولی او نه یې ښه ژوند کولو ته پرېږدي. ښځې، سړي، ماشومان، لویان... ټول ترې پاذاب دي او کومې پالېسیانې چې دوی جوړوي د اکثرو خلکو (افغانانو) په زیان دي. دا اوس یې د لوړو زده کړو (پوهنتون لوستلو) برخه کې داسې یوه کړنلاره جوړه کړله چې کېدای شي کال دوو کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسات یې له امله وتړل شي. مګر دوی چې د بانکي سیستم پر ځای په بوجیو کې هره ورځ پیسې ټولوي او خېټې یې غوړي دي کیسه کې یې هم نه دي چې وطن کوم طرف ته روان دي او خلک په کوم وضعیت کې دي. وه د خدای بنده ګانو وطن مو غین په غین کړ. لږ د انسانیت کارونه وکړئ چې خلک درڅخه راضي او ترڅنګ مو ودریږي. ټول خلک درڅخه فرار او په تېښته کې دي. اول یې د ښځو د تعلیم دروازې بندې کړې بیا یې د کار حق ترې واخیسته. اوس یې سینګارتونونه هم بند کړل. تازه په تازه یې داسې طرحه جوړه کړې چې شاوخوا یو نهايي دوو کلونو کې به خصوصي تحصیلي بنسټونو خپل فعالیتونه ودروي. دا خو ولاکه حکومت داري وي او نه مشري ده چې یو څوک یې وکړي.

ځواب ورکړئ

په هر هیواد کې ښځې او نارینه کار کوي لاکن دا د حکومت مسؤلیت دی چې د ښځو لپاره مرستندوی پروګرامونه تطبیق کړي او د داسې ښځو لپاره چې غواړي کار وکړي، د پانګې اچونې په برخه کې همکاري وکړي. مثلا د داسې ښځو لپاره، حکومت او مرستندویې موسسې کولی شي چې د لرګي غرفې ورته واخلي چې دوی په کې کالي خرڅ کړي. نه یوازې کالي، بلکې دوی کولی شي چې ترکارۍ، د سیمسارۍ توکي او دغه راز خوراکي توکي خرڅ کړي. په دې برخه کې د افغانستان حکومت، خارجی موسسې او هغه داخلي شتمن خلک چې کافي اندازه پیسې لري، کولی شي چې له غریبو ښځو سره مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې ډیرې ښځې شته چې د خپلو کورنیو مشرانې دي او سرپرستي یې کوي. په افغانستان کې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده، ځکه زموږ ځوانانو ته د کار کولو لپاره هېڅ نشته او بې روزګاره پاتې دي. ډیری ښځې لاسي صنایع پلوري. هغه ښځې چې د دوهم لاس سامانونه پلوري، هیڅوک نشته چې له دغو ښځو څخه یاد توکي واخلي، ځکه خلک پیسې نه لري چې غیر خوراکي توکي واخلي. په ښار کې د ښځو او نارینه وو تګ راتګ ډېر دی، خو څوک یې نه اخلي. خلک کار نه لري، له کوره ووځي، له دې لارې ځانونه مصروفوي. که څوک د افغانستان د ولایتونو په ښارونو او یا د کابل ښار کې کار کوي، ټول یې پوروړي دي. دا دوکانداران دومره سپما نه کوي چې د خپل دوکان کرایه او د کلنۍ مالیې پیسې ورکړي، د کورنۍ لګښتونه خو په ځای پرېږده. که په کابل کې له قصاب څخه وپوښتئ چې ورځ دې څنګه ده؟ ښايي هغه به درته ووايي چې زه په سلګونو زره افغانۍ پوروړی یم. که د مېوې له پلورونکي وپوښتې، هغه هم په سلګونو زره افغانۍ پوروړی دی، ځکه څوک یې نه اخلي. هیڅ کار نشته. دوکاندار ایله دومره څه پلوري چې خپل پور پرې بېرته تادیه کړي. د سواد د نشتوالي له امله خلک خپل جایدادونه په لږو یا هیڅ پیسو پلوري. په پای کې باید ووایو چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندلو کې ډېره هڅه وکړي. که دا حالت دوام وکړي، د افغانانو راتلونکی به ورځ تر بلې خرابیږي.

ځواب ورکړئ

افغانانې په اوسني ستونزمن حالت کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او دا وضعیت ډېر کړکېچن دی. دا یوازې کندوز نه دی. د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له دې ډول کړاوونو سره مخامخ دي. هغه ښځې چې د کور نارینه مشر نه لري، مجبورې دي چې د خپلو ماشومانو پالنه وکړي. که څه هم په کار او مزدورۍ کې شرم نشته، لاکن نړۍ واله ټولنه او واکمن حکومت بايد له دې حالت څخه د دوی د را ايستلو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

ځواب ورکړئ