اقتصاد

په کابل کې د خویندو د جامو پلورنځی ۱۵ ښځینه زده کوونکو ته کاري فرصتونه برابروي

د حمزه راپور

ښځینه متشبثینې د چنګاښ په ۳۱مه په کابل کې د ښځو د جامو پلورنځي پرانستلو لپاره د پټۍ پرې کولو مراسم ترسره کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

ښځینه متشبثینې د چنګاښ په ۳۱مه په کابل کې د ښځو د جامو پلورنځي پرانستلو لپاره د پټۍ پرې کولو مراسم ترسره کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- په کابل کې دریو نجونو د ښځو د جامو یوه مغازه پرانیستې چې ۱۵ ځوانې پخوانۍ زده کوونکي په کې کار کوي.

د دغه پلورنځي چې د خیاطۍ ورکشاپ، د ښځو د جامو پلورنځی او آنلاین خرڅلاو په کې شامل دي، موخه د هغو ښځو لپاره چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او د زده کړو څخه محرومو نجونو لپاره د وړ چاپیریال رامنځته کول دي.

دغه پلورنځی د درې خویندو ملکیت دی چې په عامه ژوند کې د ښځو په هکله د وروستیو محدودیتونو او د نجونو د ښوونځیو تړل کیدلو په جریان کې یې د نورو ښځو او نجونو لپاره د خدمت برابرولو فرصت ترلاسه کړی دی.

دغو خویندو چې د شلو کالونو په شاوخوا کې عمرونه لري، وویل چې دوی د نورو ښځو له کیسو څخه الهام اخیستې او د ځانونو او کورنۍ د ملاتړ لپاره یې سوداګرۍ پیل کړې ده.

فرحناز فريبرز چې ۲۴ کاله عمر لري، وويل، هغې او د هغې دوو خويندو د پلورنځي په ډيزاين باندې درې مياشتې کار وکړ او د چنګاښ په ۳۱مه يې د «حریر» په نامه د ښځینه لباس د برانډ په وړاندې کولو سره پرانست.

هغې وويل، «يو شمېر ښځې او نجونې په دې پلورنځي کې د جامو ډيزاين، خياطۍ، ګلدوزي او د خرڅلاو په څانګو کې کار کوي.»

فریبرز وویل، «په هېواد او بهر کې نجونې او ښځې له افغاني جامو سره مینه لري. په کابل کې د پلورنځیو د پلور سربیره، موږ خپل آنلاین پلور هم پیل کړی او هڅه کوو چې په نړۍ واله کچه پلورنې وکړو.»

هغې وويل، «له بده مرغه زموږ د خلکو اقتصادي حالت ورځ په ورځ خرابيږي. د دې پلورنځي له جوړولو څخه زموږ موخه د هغو ښځو او نجونو لپاره د سوداګرۍ فرصتونه رامنځته کول دي چې ښايي د محدودیتونو له امله کار او زده کړې نشي کولی.»

هغې وویل، دا هڅه به په ټولنه کې د دوی د انزوا مخه ونیسي او د کورنیو اقتصادي ستونزې به راکمې کړي.

فریبرز وویل، «د پلورنځي له پیلولو څخه په لومړیو ورځو کې، موږ وتوانیدو چې د ۱۵ نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي او هغه ښځې چې د محدودیتونو له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړي د سوداګرۍ فرصتونه رامینځته کړو.»

د افغان نجونو وړتیاوې

د عالیې حریر په نامه یوې بلې خور چې ۲۳ کاله عمر لري او د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي څخه فارغه شوې ده، وویل، «هره ورځ په نجونو او ښځو باندې بندیزونه او قیود لګول کیږي.»

هغې وويل، «موږ درېيو نجونو پرېکړه وکړه چې د جامو د يوه برانډ په جوړولو سره به دا محدوديتونه له ځانونو لیرې کړو ... او د ځانونو او نورو ښځو او نجونو لپاره به د سوداګرۍ فرصتونه رامنځته کړو.»

حریر وویل، «موږ د خپل هېواد د ټولو نجونو او ښځو لپاره کار کوو. زموږ په هیواد کې نجونې او ښځې خورا باصلاحیته، تخلیقي او وړ دي. ټولې هغه جامې چې نن ورځ دلته لیدل کیږي زموږ د ټیم له خوا چې له کار او زده کړو څخه محرومو نجونو او ښځو څخه تشکیل شوي دی، جوړې شوي دي.»

هغې زیاته کړه، «موږ د خپل هېواد د نجونو او ښځو په وړتیاوو باندې باور لرو. که د خدای رضا وي، موږ به بریالۍ شو، موږ هڅه کوو چې خپل کاروبار نورو ولایتونو ته هم وغځوو څو له کار او زده کړو څخه بې برخې نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړو.»

۲۵ کلنه سیما احمدي د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې محصله وه، خو دوه کاله وړاندې په هېواد کې سیاسي بدلونونو دې ته مجبوره کړه، چې خپلې زده کړې پرېږدي.

اوس هغه د خویندو د جامو پلورنځي کې کار کوي.

هغې وويل، «که نجونې له زده کړو څخه منع شوې نه وای، په دوو کالونو کې به زه د غاښونو ډاکټره شوې وای. دا ډېره دردونکې ده چې زما هیله پوره نشوه، خو زه خوشحاله یم چې کار لرم او په داسې وخت کې په ټولنه کې یو ځل بیا فعاله شم چې نجونو او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.»

د دې پلورنځي بله کارکوونکې ۲۱ کلنه شبنم غفوري د لېسې فارغه ده چې د نجونو په لوړو زده کړو باندې د بندیز له امله ونه توانېدله چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغې وويل، «زه ډېره خوشحاله يم چې د کار کولو فرصت مې ترلاسه کړ... زه کولی شم خپلې لاسي جوړ شوې جامې دلته وپلورم او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم.»

هغې زیاته کړه، «زه په نورو نجونو غږ کوم چې ځانونه په خپلو کورونو کې ایسارې نه کړي، او زموږ په څېر، راشي او له کورونو څخه بهر کار وکړي.»

تجارت ته لیوالتیا

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو (ډبلیو سي سي آی) په وینا، په تېرو دوو کلونو کې، د سوداګرۍ او خصوصي سکتور فعالیتونو کې، په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځیو له تړلو څخه وروسته، د ښځو لیوالتیا زیاته شوې ده.

د ډبلیو سي سي ای اجرایوي مشرې سلما یوسفزۍ وویل، «په تیرو دوو کلونو کې د ښځو او نجونو ترمنځ له سوداګرۍ سره علاقه زیاته شوې ده. د هغو ښځو او نجونو شمېر چې کاروبار یې پیل کړی، د تېر کال په پرتله ۳۰٪ زیات شوی دی.»

هغې وويل، «ښځې د هېواد په سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي.»

یوسفزۍ وویل، «موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو لپاره دايمي او مشخص بازارونه جوړ کړو، ځکه د ښځو سوداګري له ټولنې څخه د هغوى د وتلو او په کور کې د بند پاتې کېدو مخه نيسي. دا تجارتونه د کورنيو د اقتصادي وضعيت په ښه کولو کې مرسته کوي.»

افغانو ښځو، په ځانګړې توګه په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو او د سینګارځایونو د تړلو وروستي اقدام په پام کې نیولو سره، د دې نوښت هرکلی کړی دی.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې، نجونې او ښځې له لېسو او پوهنتونونو څخه منع شوي دي؛ د پارکونو، تفریحی نندارتونونو او جیمونو څخه منع شوي؛ او امر ورته شوی دی چې په عام محضر کې ځانونه پټ کړي.

دغه راز، ښځې تر ډېره د ملګرو ملتونو یا غیردولتي موسسو لپاره له کار کولو څخه منع شوي او په زرګونو نورې له دولتي دندو څخه ګوښه شوي او یا په کور کې د پاتې کېدو معاش ورکول کېږي.

اقتصاد پوهان اټکل کوي چې د ښکلا د سالونونو له تړلو څخه وروسته ۶۰ زره ښځو خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي دي.

د حریر پلورنځي یوې لیدونکې خاطرې دیدار چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، «نجونې او ښځې حق لري چې کار او زده کړه وکړي.»

هغې وویل، «زموږ په هیواد کې ډیری ښځې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ ګټي. د دې ډول پلورنځیو جوړول د ښځو او نجونو لپاره یو ښه فرصت دی. دوی کولی شي له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ښوونځي ښکلې افغانې نجلۍ ته؛ سلامتیا او درناوی، تاته چې دا کوچنی، خو لۀ مفهومه لوی لیک لولې. هو، دا لیک ستا لپاره دی. پوهېږم چې درک کوې مو، موږ دې پۀ صبر، رحم، او عطف باور لرو. د جبر زمانه ده او پۀ دې دور کې هېڅوک تاته تر یوې هیلې ډېر څۀ نشي در بخښلی، ځکه خو زۀ هم یوازې د خپل سوي زړۀ زندۍ شوې هیلې، د قلم پۀ څوکه پۀ دې سپینې پاڼې لۀ تورولو پرته بل څۀ نلرم، تاته دې د ډېر څۀ ځای ونیسي: زۀ هیله لرم–د داسې ورځې هیله، چې د ژوند ټولې چارې دې رنګینې شي. هیله لرم، د وطن ټولې شاړې ځمکې او دښتې داسې شنې شي، چې د هر قدم پۀ اخېستو شنه ګیاه حس کړې. هیله لرم، ښوونځي او پوهنتون ته تګ به دې د پښو پۀ قدمونو ځمکه ولړزوي. هیله لرم، یو ځل بیا بازارونه، کوڅې، ښوونځي، پوهنتونونه او غرونه—رغونه ستاسې لۀ خنداوو ډک شي. هیله لرم، چې د دې سترې نړۍ پۀ یو کوچني کونج کې، چې موږ یې وطن بولو، لۀ خپلو همزولو سره وناڅې او د ژوند رنګونه ووینې... د ټولو ناندریو، بدبختیو او زړۀ تنګون سره–سره دې پۀ ستر درشل سپارم. ښکلي آسمان ته وګوره! ښکلي ستوري دې پۀ ښکلو سترګو کې راواخله! ژر نۀ، خو قسم خورم او وعده درکوم؛ چې یوه ورځ به پر ټول افغان وطن دغسې ښکلاوې خپرې وي. زۀ مې پۀ هیلو او خوبونو باور لرم..

ځواب ورکړئ

دا ښه خبره ده چې افغان نجونې په اوسني حالت کې نهیلۍ او نا امیدۍ ته نه تسلیمیږي او په داسې حال کې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړلې وې، داسې کارونه کوي. زه غواړم له دغو دریو خویندو څخه مننه وکړم چې هم د ځان لپاره کار کوي او هم یې نورو ته د کار زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې د خپل کار ښه ګټه هغو افغانو ښځو ته ورسوي چې له زده کړو بې برخې دي. په ورته وخت کې د افغانستان له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو چې د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او علمي مرکزونو دروازې پرانیزي. که نه نو موږ به د تل لپاره خپلو منافقو ګاونډیانو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته مجبور یو او خپلې ښځینه ناروغانې به پاکستان او ایران ته د درملنې لپاره بوځو.

ځواب ورکړئ

په دې ستونزمن حالت کې چې افغانې ښځې او نجونې په کې ژوند کوي، ډېره سخته ده چې هغوی د خپلو ځانونو لپاره کاري فرصتونه پيدا کړي، ځکه چې ښځو په جیمونو، د ښکلا په سالونونو او بهرنیو موسسو کې کار کاوه. اوس هغوی ټولې وزګارې دي په داسې حال کې چې ډیری افغانې ښځې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ ګټي. نو، د داسې پلورنځیو اندازه د ښځینه کارکوونکیو لپاره ښه خبر دی. دا زموږ لپاره د خوښۍ خبره ده چې په خپل هېواد کې داسې زړورې او با استعداده نجونې او ښځې لرو چې له دومره سختو حالاتو او پرله پسې بندیزونو سره سره بیا هم په دومره زړورتیا سره کار کوي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار او خپل هېواد ته خدمت کوي.

ځواب ورکړئ

په دې وسنیو سختو حالاتو کې تر ټولو ښه او خو شالوونکی خبر همدا دی، چې د انسان زړه پرې خو شالیږي. میرمنو ته په هره برخه کې کار پیدا کول پکار دي، څو د کورنیو لپاره د نقې د ګټلو وسیله شي. په وطن کې هرې میرمنې ته کورنۍ ورپغاړه دي، چې په اوس مهال کې یې مسولیتونه دوه برابره زیات شوي دي. نو هیله داده، چې له ښځو یواځې د جنسي اړیکو او مزدورې کار باید وا نه اخیستل شي. ښځې د ټولنې هغه مهم قشر دی، چې له نارینو څخه په هره برخه کې مخکښې، خواري کښې وطن او خاورې ته ژمنې دي. زما له ټولو خارجی موسسو او سوداګرو څخه هیله ده، چې د میرمنو لپاره په سوداګریزه برخه کې پانګونه وکړي او دې مظلوم قشر ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب ورکړئ

څه موده مخکې مې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي خبري کنفرانس واورېده. ویل یې چې د اسلام په چوکاټ کې هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو ته باید د کار او زده کړې زمینه برابره شي. ستانکزی د طالبانو په منځ کې نسبتاً روښان فکره کس ښکاري او وخت ناوخت د خپلو مشرانو پر وړاندې داسې څرګندونې کوي چې څه ناڅه یې په وینا ملت خوشاله شي. خو د ملت خوشالي بیا د عمل میدان ته دانګل دي چې کاش طالبان عملاً میدان ته ودانګلي. خپلو خبرو ته د عمل جامه واغوندي او نر غوندې ووايي چې د خپل افغان نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصې دي او هغه مېرمنې چې کار کوي کولی شي کار وکړي. که دوی وایي چې د شرعیت په چوکاټ کې؛ نو بلکل صحیح ده، ځکه هېڅ افغان نه غواړي چې د کور د یوې مېرمنې مخ دې حتی ورته بل څوک وګوري. افغان ولس د حیا او عزت خلک دي او همېش یې خپل عزت غوښتی دی. دا چې طالبان وې بهانې کوي په دې ملت نه پوهېږي. که په رښتیا عباس ستانکزی او په دوی کې نور مشران د ملت په ګټه او سپین زړي وي، په کار ده چې د خپل دردېدلي ولس لپاره هم د کار او هم د زده کړو امکانات برابر کړي. والله چې د ولس زړونه وګټي... دا پرون مې یوه ویډیو کتله. یوه ښځه چې مخکې یې په کابل ښار کې سینګارتون درلود په چغو چغو ژړل چې مخکې یې کار و، بوخته وه، مګر اوس یې سینګارتون وتړل شو، د کور سرپرست نه لري، څه وکړي؟ څه وخوري؟ څه واغوندي...؟ د خدای لپاره د افغان ولس که نر دي او که ښځې غږ یې واورئ!

ځواب ورکړئ