د ښځو حقوق

د سینګارځایونو په تړل کېدلو سره د افغانو ښځو زړونه مات شول

د ای اېف پي او سلام ټایمز راپور

په ټول افغانستان کې په زرګونو سینګارځایونه د زمري په ۳مه د افغان چارواکو له حکم وروسته د تل لپاره وتړل شول. په دې توګه، د ښځو پر مخ ځینې عایداتي لارې او د ناستې پاستې ځایونه بند کړای شول. [ای اېف پي ټي وي/سټرېنګر/ای اېف پي]

کابل -- شیرینې څو اونۍ وړاندې د ناوې په توګه د سینګار لپاره وخت اخیستی و، خو د دې پرځای چې د سینګارونکیو له خوا د سینګار پر وخت ارام وکړي، په کابل سالون کې هر کس خپل ځان دې ته چمتو کړی و چې که پولیس راښکاره شي هغوی باید ناوې پټه کړي.

شیرینه په کابل کې د ښکلا په یوه سالون کې، چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳مه/ د زرګونو نورو سالونونو تر څنګ د چارواکو په امر وتړل شو، وروستۍ مشتري وه.

د سالون مالکې عزیزې وویل، «ما بهر یو څوک په پیره درولی دی ... که څه پیښه وشي، مونږ به هغه په تشناب یا ګودام کې واچوو او ځانونه به د شیانو په ټولولو باندې بوخت کړو.»

هغې وویل، «که هغوی ما په زندان کې هم واچوي، زه به د هغې سینګار وکړم ځکه چې ما له هغې سره وعده کړې ده.»

افغانې ښځې د زمري په ۳مه په کابل کې د یوه تړل شوي سینګارځای مخې نه تیریږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې ښځې د زمري په ۳مه په کابل کې د یوه تړل شوي سینګارځای مخې نه تیریږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې ښځې د زمري په ۳مه په کابل کې د یوه تش سینګارځای له دروازې څخه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې ښځې د زمري په ۳مه په کابل کې د یوه تش سینګارځای له دروازې څخه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ځینې سینګارونکې د شیرینې شاوخوا ته تاوېدلې راتاوېدلې، نورې د سالون د شیانو په ټولولو بوختې وې.

د سینګارځایونو د لسګونو زرو نورو کارمندانو په څېر، دوی د کار له یوې وروستۍ پاتې ساحې څخه چې اوس د ښځو لپاره پرانستي دي، اېستل شوي دي.

د ښکلا سالونونو باندې بندیز نه یواځې د ښځو عایداتي وړتیاوو ته تازه ضربه ده، ځکه چې د هغو مالکانې او کارګرانې د هغوی د کورنیو یواځینۍ عایداتي سرچینه ده، بلکې د هغوی ټولنیز ژوند ته هم یو غټ ټکان دی.

په کابل کې د بهارې په نامه یوې ۲۱ کلنې مشتري وویل، «کله چې مونږ واورېدل چې سالونونه بندېږي زمونږ زړونه مات شول ځکه چې هغه داسې ځایونه وو چې هلته مونږ نه یوازې خپل ځانونه جوړول، بلکې همدارنګه مونږ کولی شوای چې هلته خپلې ملګرې وګورو او نوې ملګرې پیدا کړو، خبرې وکړو او د زړه غم سپک کړو.»

هغې وویل، «ښځو ته د تفریح ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، نو مونږ څه کولی شو؟ چېرته لاړ شو چې له خپل وخت څخه خوند واخلو؟ چېرې یو له بل سره ووینو؟»

نجونې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو څخه منع شوي، پارکونو، تفریحی مېلو او جیمونو ته له تګ څخه یې منع کړي او باید په عام محضر خپل ځانونه پټ کړي.

دغه راز، ښځې اکثر د ملګرو ملتونو یا غیرحکومتي موسسو لپاره له کار کولو څخه منع شوي، په زرګونو نورې له حکومتي دندو څخه ایستل شوي یا په کورونو کې ناستې دي او معاش ورکول کیږي.

ټولې دروازې بندې شوې

کاملې یو کال وړاندې، وروسته له هغه چې له یوې رسنۍ سره یې کار له لاسه ورکړ او نه یې شوای کړای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، د ښکلا په یوه سالون کې کار پیل کړ. د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره د یواځینۍ ډوډۍ ګټونکي په توګه، دغه ۱۹ کلنه ښځه نه پوهیږي چې د ښکلا سالون له معاش پرته څه وکړي.

هغې په دې اونۍ کې په داسې حال کې چې د سالون د وروستیو مشتریانو له جملې څخه د یوې د اوږده تور وېښتان یې جوړول، ای اېف پي ته وویل، «د ښکلا سالون تړل په دې معنی چې ټولې دروازې زما لپاره تړلې دي، یعنې زه نشم کولی په افغانستان کې د یوې ښځې په توګه کار او ژوند وکړم.»

هغې وویل، «شاید سبا چارواکي ووایي چې ښځو ته د ساه اخیستلو اجازه نه ورکول کیږي.»

۲۸ کلنې منیژې له ۱۳۹۷ کال راهیسې د خپل سالون په جوړولو کې وخت او پیسې ولګول، شاوخوا ۲۰۰ ښځو ته یې روزنه ورکړه چې په دې ساحه کې کار وکړي او پرځانونو بسیا شي.

اوس د هغې ۲۵ اوسنۍ کارمندانې، چې ټولې د خپلو کورنیو اصلي عاید ګټونکې دي، بېرته صفر ته ستنې شوې او منیژه په رڼو سترګو ګوري چې هڅې یې ضایع کیږي.

هغې ای اېف پي ته وویل، «ما ډېر زیار وویست، او اوس زما لاسته راوړنې په صفر ضرب شوي.»

هغې وویل، «زه په هېواد کې پاتې شوم او دولت ته مې مالیه ورکړه او اوس زمونږ د ښکلا سالون تړي. دا د شرم ځای دی؛ دا د هېواد اقتصاد او زمونږ لپاره لوی ګوزار دی

د بندیز له پلي کېدلو څخه څو اونۍ مخکې ، ښځې سینګارځایونو ته ورتللې چې خپل ویښتان رنګ کړي او وروځې واخلي. دا د هغوی لپاره وروستی فرصت و چې د خپلو ځانونو لپاره یو څه وکړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ادعا کوي چې په سینګار باندې لګول شوي ډیرې پیسې د بې وزلو کورنیو لپاره د ستونزو لامل شوی او ځینې چارې لکه د سترګو د بڼو اوږدول او د وېښتانو اوبدل غیر اسلامي کارونه دي.

خو ښکلا پوهه نجلا په دې باور ده چې دا کار یو ښه او د اخلاقو مطابق ژوند دی.

دغې یتیمې چې د خپلو خویندو او ورونو پالنه کوي، وویل، «زما کار ښه و. ما کولی شوای چې څه ناڅه پیسې وګټم او کور ته یې راوړم. نه پوهېږم چې اوس به زه څه کوم؟»

هغې وویل، «دوی اصلا له مونږ نه څه غواړي؟ دوی ټول ځایونه د ښځو پر مخ تړلي دي. شاید یوه ورځ ووایي، کله چې نجلۍ پیدا شي، ژوندۍ یې خښه کړئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د ښځو کار ته وروستی ضربه وه. په دې وروستیو کې د افغان میرمنو وروستۍ هیله په سینګارځایونو کې کار کول وو. ډیری ښځې وزګارې شوې. د سینګارځایونو میرمنې یوازینۍ میرمنې وې چې په تیرو دوه کلونو کې بدبخته نه وې. دوی هم د اوسني حکومت له برکته بدبختې او بې ځایه شوې. په درناوي، لېمه

ځواب ورکړئ

دا ژوند دایمي نه دی. هرڅوک خپل قبر ته ځي. خدای خپل ګناهګاران بخښي، لاکن هغه څوک نه بخښي چې د هغه بندګانو ته زیان رسوي. نو هرڅوک باید د خپلو ناکامیو په اړه فکر وکړي. د ټولګیو، د ښکلا سالونونو، تفریحي مرکزونو په تړلو سره به هر ځای چې ښځې په واک کې وې، هیڅوک به جنت ته نه ځي او شریعت به نه پلی کیږي. هر څوک په خپل کور کې خور، مور، مېرمن او لور لري. لطفاً د ټولنې د خويندو، ميندو او لوڼو ازار مه اخلئ. تر دې وړاندې ډېر نور کارونه هم شته چې باید ترسره شي او له لارې یې هېواد ته خدمت وشي.

ځواب ورکړئ

د سینګارتونونو د بندولو سره ۶۰ زره سینګارګرې ښځې بیکاره شوې. دې ښځو منظم کار درلود خو طالبانو ترې واخیست او که دوی هر څه کوي مسؤل به یې په خپله طالبان وي. وایي د یوه تن په جبر بیکاره کول ظلم دی پاتې خو ۶۰ زره شوه. طالبان عملاً ظلمونه کوي او ښه په ښکاره یې کوي. څوک یې مخې ته نه شي درېدلی. امریکا چې په دې کیسو کې ورسره دخیله ده، خوله یې پټه کړې او دا څومره بندیزونه او محدودیتونه یې چې لګولي امریکایان یې ملګري دي؛ هغه هم د دوحې د هوکړې په اساس چې د بندو دروازو تر شاه یې ورسره لاسلیک کړه. زه له حاکم نظام او سپږنو چارواکو اصلا ګیله نه لرم او په دې هم پوهیږم چې افغانستان به لا جهنم وګرځوي، خو ګیله د ځان په شمول له نارینه وو کوم چې څنګه هیڅ نه وايي. نه د خپلې خور نه د مور او نه د لور غم ورسره شته. طالب چې هرڅه وايي موږ په سینه لاس ایښی او منو یې.

ځواب ورکړئ

اصلي خبر داده، چې حاکم نظام صرف او صرف د افغان میندو او خویندو ذلالت ته کا ویلی دی اوبس! چې یو چاته کار پیدا کولی نه شې نو شته کار خو ترې مه اخله ظالمه ! ورځ د حساب شته، خدای ته به څه ځواب ورکوئ!

ځواب ورکړئ