د ښځو حقوق

افغانو ښځو د ښکلا سالونونو باندې د بندیز پر ضد اعتراض وکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانې ښځې د چنګاښ په ۲۸مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا په یوه سالون کې د خپلو حقونو لپاره اعتراض کوي. [ای اېف پي]

افغانې ښځې د چنګاښ په ۲۸مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا په یوه سالون کې د خپلو حقونو لپاره اعتراض کوي. [ای اېف پي]

کابل -- امنیتي افسرانو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ په کابل کې د هغو لسګونو افغانو ښځو د خپرولو لپاره په هوا کې ډزې وکړې او اوبه وشیندلې چې د سینګارتونونو د بندیز د حکم پر ضد یې مظاهره کوله. دا له عامه ژوند څخه د ښځو د اېستلو تر ټولو وروستی حد دی.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې، نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوي دي؛ د پارکونو، تفریح ځایونو او جیمونو څخه منع شوی؛ او امر شوی چې په عام محضر کې ځانونه پټ کړي.

د روانې میاشتې په پیل کې اعلان شوی حکم د هیواد په کچه د زرګونو ښکلا سالونونو، چې د ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي، د تړلو امر کوي، او په دې توګه د کورنیو لپاره د عاید یواځینۍ سرچینه او د هغوی لپاره له څو پاتې فرصتونو څخه یو چې له کور څخه بهر د ښځو د ټولېدلو ځای دی، غیرقانوني ګرځوي.

د قصابۍ کوڅه کې، چې ډېر سینګارتونونه په کې موقعیت لري، یوې اعتراض کوونکې د خپل اعتراض په شعار لیکلي وو، «زما ډوډۍ او اوبه راڅخه مه اخلئ.»

په افغانستان کې عامه لاریونونه کم دي -- او اکثر وختونه په زور سره خپرول کیږي، خو ای اېف پي ولیدل چې د چارشنبې په غونډه کې شاوخوا ۵۰ ښځو برخه اخیستې وه او په چټکۍ سره یې د امنیتي منسوبینو پام ور واړاوه.

اعتراض کونکو وروسته له خبریالانو سره ویډیوګانې او عکسونه شریک کړل چې ښیي چې چارواکي د هغوی د خپرولو لپاره د اور وژنې وسیله کاروي او ورسره ډزې هم اورېدل کېږي.

د سالون یوې کارکوونکې، چې نوم یې د امنیتي دلایلو له مخې ای اېف پي نه دی خپور کړی، وویل، «نن مونږ دا اعتراض د دې لپاره تنظیم کړی و چې خبرې او مذاکرات ترسره کړو.»

هغې وویل،‌ «خو نن هیڅوک له مونږ سره د خبرو او مونږ ته د غوږ نیولو لپاره رانغلل. هغوی مونږ ته هیڅ پام ونه کړ او له لږ ځنډ وروسته یې په هوايي ډزو او د اوبو په واسطه پسې واخیستو.»

د سینګارتونونو د بندولو امر مالکانو ته یوه میاشت فرصت ورکړ، څو خپل ذخیره کړي توکي وکاروي.

چارواکو ادعا وکړه چې په سینګارونو باندې لګېدونکې اضافي پیسې د بې وزلو کورنیو لپاره د ستونزو لامل شوي، او په سالونونو کې ځینې چارې غیر اسلامي وې. هغوی وویل، ډیر سینګار ښځې د لمانځه لپاره له اودس څخه منع کوي، په داسې حال کې چې د سترګو د بڼو اوږدول او د وېښتانو اوبدل هم ممنوع دي.

له ۱۳۸۰ کال راهیسې د ۲۰ کلونو په ترڅ کې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ښکلا سالونونه ډېر زیات شوي دي.

هغه له نارینه وو څخه لیرې د راټولېدلو او مجلسونو جوړولو لپاره خوندي ځایونه ګڼل کېدل، او د ښځو لپاره یې د سوداګرۍ مهم فرصتونه برابر کړي ول.

جنسیتي اپارتایت

د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ له خوا تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې ویل شوي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت «په نړۍ کې تر ټولو بد حالت» دی.

ښځې هم اکثره د ملګرو ملتونو یا غیردولتي موسسو لپاره له کار کولو څخه منع شوي، او په زرګونو یې له دولتي دندو ګوښه شوي یا په کور کې د پاتې کېدلو معاش ورکول کیږي.

په کابل کې د یوه سینګارتون مدیرې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «زه فکر کوم چې دا به ښه وای چې په دې ټولنه کې ښځې هېڅ نه وای.»

هغې وویل، «زه اوس دا وایم، کاش چې زه پیدا شوې نه وای. کاش چې مونږ په افغانستان کې نه وای زېږېدلی، یا د افغانستان نه وای.»

د یوه سینګارتون کارکوونکې چې ځان یې یواځې د نیلاب په نامه معرفي کړ، وویل، «ښځو به خبرې کولې، کیسې به یې کولې. نه به جنګ و او نه به شور و.»

هغې وویل، «کله چې مونږ دلته ځینې خوشحال او فعال مخونه وینو، مونږ هم ورسره تازه کېږو او غوړېږو. سینګارتون خورا مهم رول لري؛ دا ځای مونږ ته د ارام احساس راکوي.»

د یوه بل سینګارتون مدیرې وویل چې هغې ۲۵ ښځې په کار ګمارلي چې ټولې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي.

هغې وویل، «د ټولو زړونه مات شوي دي ... څه به وکړي؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سینګارځایونه د ښځو لپاره د داسې خوندي ځایونو په ډله کې دي چې هلته هیڅ ډول بې حیایي نه وه. دا یو له هغو ځایونو څخه و چې ښځې په کې د نورو ښځو له خوا جوړول کېدلې څو په پروګرامونو کې ښکلې ښکاره شي. په دې توګه به نایڼو د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ روزي پیدا کوله. اوس په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی او د زندان په څېر ژوند کوي. هغوی هره شېبه دې ته منتظرې دي چې کله به خوشې شي. هغوی اجازه نه لري چې داسې کوم ځای ته لاړې شي چې هلته د انسان ژوند ارزښت ولري، او د هغوی له حقونو څخه سرغړونې کېږي. خدای پاک دې په افغانو ښځو او نجونو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

د ښکلا سالونونو له خوا په وړاندې کېدونکیو خدمتونو کې پاکوالی، سینګار او آرام ورکول شامل دي. د ټولنې هر غړی، که نارینه وي یا ښځینه، پاکوالي، سینګار او آرامۍ ته اړتیا لري. افغان حکومت که هر څوک یې په راس کې وي، باید د ټولنې د ټولو طبقو ارزښتونه په پام کې ونیسي او که داسې ونه کړي، نو ډېر ژر به یې دولتي نظام خراب شي. دا ټول د ایکوسیستم په څیر دی. په ایکوسیستم کې، ښکاري خپل ځای لري، مرغۍ خپل ځای لري، ملخ خپل ځای لري، دانې خپل ځای لري. که یو یې زیانمن شي، نور یې هم زیانمن کیږي. له همدې امله د افغانستان له اوسني حکومت څخه چې تر ډېره له دیني عالمانو څخه تشکیل شوی، غوښتنه کوو چې د ټولنې د ټولو طبقو افکارو او فکرونو ته پام وکړي. که نه، نو د خپل نظام سقوط ته دې انتظار وباسي ځکه چې وايي د ولس زور د خدای زور دی.

ځواب ورکړئ

دا د افغان ښځو سره وروستی ظلم دی، چې له خولې یې یوه ګوله ډوډۍ را ایستل کېږي او بیا نه پرېښودل کیږي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره غږ پورته کړي. ظلم سپی نه دی چی وغاپي! هیڅوک نشي کولی دا ډول حکومتونه جوړ کړي او د اوږدې مودې لپاره په خپل ځای پاتې شي. داسې ښکاري چې ستاسو وخت ډیر لنډ دی او ان شاءالله ډیر ژر به ستاسو له بې معنی چلند څخه خلاص شو.

ځواب ورکړئ