د ښځو حقوق

د سینګارتونونو د تړلو حکم د افغانو ښځو زړونه مات کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ښځې د چنګاښ په ۱۳مه د کابل په شهرنو سیمه کې له یوه سینګارتون سره تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د چنګاښ په ۱۳مه د کابل په شهرنو سیمه کې له یوه سینګارتون سره تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په ټول افغانستان کې سینګارتونونو ته امر شوی چې په یوه میاشت کې دننه خپلې دروازې وتړي. دا وروستی اقدام دی چې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کوي.

د سې شنبې ورځې /د چنګاښ ۱۳مې/ حکم به په زرګونو دوکانونه چې د ښځو له خوا پرمخ وړل کېږي، او ډېر وختونه د کورنیو د عاید یواځینۍ سرچینه ګڼل کیږي، دې ته مجبور کړي چې خپلې دروازې وتړي، او د هغوی لپاره له کور څخه بهر د راټولېدلو له څو پاتې فرصتونو څخه دا یو غیرقانوني ګرځوي.

په کابل کې د یوه سینګارتون مدیرې چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، وویل، «زه فکر کوم چې دا به ښه وای چې په دې ټولنه کې ښځې هېڅ نه وای،»

هغې وویل، «زه اوس دا وایم: کاش چې زه پیدا شوې نه وای. کاش چې موږ په افغانستان کې نه وای زېږېدلی، یا د افغانستان نه وای.»

د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې، نجونې او ښځې له لېسو او پوهنتونونو څخه منع شوي دي؛ له پارکونو، تفریحی نندارتونونو او جیمونو څخه منع شوي؛ او امر ورته شوی چې په عام محضر کې خپل ځانونه پټ کړي.

دغه راز، ښځې اکثر د ملګرو ملتونو یا غیر دولتي سازمانونو لپاره له کار کولو څخه منع شوي او په زرګونو نورې له دولتي دندو ګوښه شوي یا په کور کې د پاتې کېدلو معاشونه ورکول کیږي.

خبرې اترې او کیسې

د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې سینګارتونونه په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې ډېر زیات شوي دي.

سینګارتونونه له نارینه وو څخه لیرې د راټولېدلو او اړیکو جوړولو لپاره خوندي ځای ګڼل کېده، او د ښځو لپاره یې د سوداګرۍ مهم فرصتونه برابرول.

د یوه سینګارتون کارکوونکې چې ځان یې یواځې د نیلاب په نامه معرفي کړ، وویل، «ښځو به خبرې کولې، کیسې به یې کولې. نه به جنګ و او نه به شور وه.»

هغې وویل، «کله چې موږ دلته ځینې خوشحال او فعال مخونه وینو، موږ هم ورسره تازه کېږو او غوړېږو. سینګارتون خورا مهم رول لري؛ دا ځای موږ ته د ارام احساس راکوي.»

د یوه بل سینګارتون مدیرې وویل چې هغې ۲۵ ښځې په کار ګمارلي چې ټولې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي.

هغې وویل، «د ټولو زړونه مات دي ... دوی به څه وکړي؟»

د افغانستان لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت «په نړۍ کې تر ټولو بد حالت» دی.

هغه ویلي، «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جدي، سیستماتیک او بنسټیز تبعیض» د «جنسي تبعیض» په هکله اندېښنې راپورته کوي.

په څه دلیل؟

د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د سینګارتونونو د حکم د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

یادې ادارې په یوه ټویټ کې وویل، «د ښځو پر حقونو دا نوی محدودیت به په اقتصاد منفي اغیزه وکړي او د ښځینه متشبثینو لپاره د بیان شوي ملاتړ سره به مخالفت وکړي،»

رها چې ۲۴ کاله عمر لري او تر تېر کال پورې چې له پوهنتون څخه ایسارېدله، زده کوونکې وه، د کوژدې له پروګرام څخه مخکې د سینګار لپاره یوه سینګارتون ته تللې وه.

هغې وویل، «دا ځای د ښځو لپاره یواځینی ځای پاتې و چې ګټه به یې ترې ترلاسه کوله، او دوی غواړي چې دا هم ترې واخلي،»

هغې وویل، «دا زموږ د ټولو لپاره یوه پوښتنه ده -- دوی ولې داسې کوي؟ په کوم دلیل؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر د خواشینۍ خبر دی چې په افغانستان کې د واکمن حکومت له حکم سره سم د ښځو د ښکلا سالونونه تړل کیږي. دا د ښکلا سالونونه د ښځو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه وه، خو له بده مرغه چې د افغانو ښځو له خولې دا یوه مړۍ ډوډۍ هم واخیستل شوه.

ځواب ورکړئ

یو ځل بیا نوی فرمان صادر شو. د افغانستان اسلامي امارت د فرمان له مخې د افغانستان په ولایتونو او د کابل ښار ټول سینګارځایونه (آرایشګاوې) باید په یوه میاشت کې دننه خپلې دروازې وتړي. یوازینی کار چې ښځو کاوه هغه سینګارځایونه وو. دا هغه څه وو چې دوی ترسره کول. د سینګارځایونو د دروازو په تړلو سره نه یوازې دا چې ښځې له کاره محرومېږي، بلکې د زرګونو کورنیو ډوډۍ ګټونکي خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ له راوړلو بې برخې کیږي. ډیری هغه میرمنې چې د ښکلا په سالونونو کې یې کار کاوه کونډې وې او د خپلو کورنیو لپاره یې نفقه ګټله. هغوی له دې کار څخه د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کوله. دا لاره د طالبانو له خوا وتړل شوه. دا ښځې به څه کوي؟ د دې ښکلا سالونونو په تړلو سره به یې پېرېدونکي ختم شي، دوکانونه به یې له لاسه ورکړي. هر سینګارځای پر خپل دوکان په زرګونو افغانۍ لګولي دي. دا ټول لګښتونه په سیند لاهو کیږي. سینګارځایونو ځانونو ته موقفونه ترلاسه کړي وو، د دوکانونو کراګانې یې ورکولې، هڅې یې کولې چې وپېژندل شي او راتلونکی یې بهتر شي، لاکن دا ټول د طالبانو په یوه امر له منځه یوړل شول. پوښتنه دا ده چې دا بې وزله ښځې به څه کوي؟ دوی مجبورې دي چې بازار ته لاړې شي او سوال وکړي، څو ماشومان یې وږي پاتې نشي. دا سینګارځایونه د ښځو لپاره خوندي ځایونه وو.

ځواب ورکړئ

تالیبانو په خورا یوې ظالمانه پریکړې سره افغانستان کې ارایشګاه ګانې(سنګارتونونه) بند کړل. د یو راپور له مخې په دې سینګارتونونو کې تر ۶۰ زرو زیاتو میرمنو و نجونو کار کاوه چې له طریقه یې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ موندله. که هره کورنۍ په اوسط ډول اته غړي ولري، نو فکر وکړئ چې ۴۸۰ زره(څلور لکه اتیا زره) کسان نور هم د لوږې له جدي خطر سره مخ شول. که هره کورنۍ کې درې میرمنې و نجونې حساب کړو؛ نو په دې توګه ۱۸۰ زره(یو لک اتیا زره) میرمنې و نجونې کیږي، د دوی له منځه یې درې برخې شاید سوال کولو ته اړې شي. یو خبر مې ولوسته چې کابل کې یوې میرمنې وروسته له هغې زهر وخوړل چې تالیبانو یې سینګارتون وتړه، او له بدمرغه ژوند یې له لاسه ورکړی!

ځواب ورکړئ