ديپلوماسي

د افغانستان په هکله د ایران، روسیې او چین څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده

د عمران راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، د افغان کډوالو یوه ډله چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته را شړل شوي، په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې روان دي. [محسن کریمي/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، د افغان کډوالو یوه ډله چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته را شړل شوي، په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې روان دي. [محسن کریمي/ ای اېف پي]

کابل -- افغانان په زیاتیدونکې توګه د افغانستان په هکله د ایراني، روسیې او چینايي چارواکو څرګندونو ته د خپل هیواد په چارو کې د مستقیمې لاسوهنې په سترګه ګوري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د وږي په ۲۸مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې عمومي غونډې پر مهال په افغانستان کې د دولت جوړونې په هکله خبرې وکړې.

ډېری په دې باور دي چې رئیسي د افغانستان په اړه د خپلې وینا په یوه برخه کې دا خبره مطرح کړه چې د هېواد شیعه ټولنې ته باید زیات واک ورکړل شي، او ویې ویل چې، «ایران په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت او د ټولو قومونو، توکمونو حقونو او د دې هېواد مذهبونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار کوي.»

د روسیې او چین استازو او چارواکو هم څو ځلې په نړیوالو کنفرانسونو او د نورو هېوادونو له استازو سره په غونډو کې د افغانستان پر کورنیو چارو خبرې کړې دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د وږي په ۲۸مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸مې غونډې ته وینا کوي. [د ایران د ولسمشرۍ دفتر]

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د وږي په ۲۸مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸مې غونډې ته وینا کوي. [د ایران د ولسمشرۍ دفتر]

د هرات پوهنتون یوه محصل عبدالقدیر نیایش وویل، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه ممکن په نړۍ واله کچه د افغانستان استازیتوب ونه کړي، او د دې کار هره هڅه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

هغه وویل، «روسیې، چین او ایران په افغانستان کې د یوه منل شوي حکومت له نشتوالي څخه ګټه پورته کړې، نو دوی هڅه کوي چې په نړۍ واله کچه اعتبار واخلي.»

هغه وویل، «دا هېوادونه بې طرفه نه دي ځکه چې دوی د افغانستان د دوه لسیزو اوږده جګړه کې مستقیما ښکیل وو.»

نیایش وویل، «موږ پر نړۍ والې ټولنې او نورو هېوادونو غږ کوو چې د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان استازیتوب وکړي. دوی زموږ د بدبختۍ لامل دي او زموږ په کورنیو چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي نذیر احمد سلطاني وویل، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او بل هېڅ هېواد یې استازیتوب نشي کولی.

هغه زیاته کړه، «د افغانستان په اوسني بحراني حالت کې، یواځې ملګري ملتونه د یوې بې پرې او اغېزمنې ادارې په توګه کولی شي چې د افغانانو په هکله څرګندونې او پرېکړې وکړي. بل هېڅ هېواد په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته باید د دې اجازه ورنه‎کړل شي.»

هغه وويل، «موږ تل په خبرونو کې وينو چې ګاونډي هېوادونه لکه ايران او روسيه په نړۍ والو غونډو کې د افغانستان په استازيتوب خبرې کوي.»

سلطاني وویل، «دا هیوادونه چې له څلورو لسیزو راهیسې زموږ په هیواد کې د وینو تویولو او ویجاړولو تر شا ولاړ دي، د داسې څرګندونو په کولو سره هیڅ شرم نه لري.»

د نفوذ لپاره هڅې

شنونکي وايي، روسیه، چین او ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي.

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل وویل، دا درې هېوادونه افغانستان د خپلو سیاسي، اقتصادي او جاسوسي لوبو لپاره کاروي.

هغه وویل، «روسیه هڅه کوي چې له لویدیځ سره د سیالۍ او اختلاف له املهپه افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي حضور زیات کړي.»

هغه وويل، «د افغانستان په شمالي پولو کې د روسي عسکرو زياتوالى د دې نښه ده چې روسيه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې ته لېواله ده.»

هغه زیاته کړه، «روسیه، ایران او چین د افغانستان په هکله سره ورته دریځ لري. دا درې هېوادونه ګډ اهداف لري چې په افغانستان او سیمه کې یې تعقیبوي. هغوی افغانستان ته د لویدیځ پر ضد د خپل پټنځای په سترګه ګوري،»

کامل وویل، په افغانستان کې د دغو درېیو هېوادونو هر ډول نفوذ خورا خطرناک دی او په هېواد کې د نویو کړکېچونو او جګړې سبب به وګرځي.

په نیمروز کې د سیاسي چارو کارپوه حمزه بلوچ وویل، د چین په خپل وار سره هدف دا دی چې د افغانستان د ځمکې لاندې کانونه ضبط کړي، له همدې امله هڅه کوي چې هلته خپل نفوذ پراخ کړي.

هغه وویل، «چین د یوه ښامار په څېر غواړي چې د افغانستان معدنونه او ملي شتمنۍ له ستوني تیرې کړي. چین په تشو ژمنو سره هڅه کوي چې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي

بلوچ وویل، په عین حال کې ایران غواړي چې افغانستان بې ثباته پاتې شي.

هغه زیاته کړه، «ایران هیڅکله یو باثباته افغانستان نه غواړي. د ایران حکومت له لسیزو راهیسې د افغانستان په شخړو کې ښکېل دی، چې د دغه هېواد سوله او امنیت یې زیانمن کړي دي.»

نوموړي وویل، «ایران په منځني ختیځ کې څو اجیرې ډلې لري چې د افغانستان امنیت ته ستر ګواښ پېښوي

بلوچ وویل، په سیمه کې د متحدینو په توګه، ایران، روسیه او چین خپلې ګټې په خپلو ګاونډیو هیوادونو او سیمه کې په بې ثباتۍ او جګړې کې لټوي.

تش او بې معنی شعارونه

که څه هم چې روسیه، چین او ایران د خپل نفوذ ترلاسه کولو هڅه کوي، لاکن دغو هېوادونو له پراخو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان افغانانو سره لږې مرستې کړې دي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال فیصل پویا وویل، په هر نړۍ وال پلیټ فارم کې د چین، روسیې او ایران استازي د بې وزلۍ او نورو هغو مسئلو یادونه کوي چې افغانان ورسره مخامخ دي، خو له افغانستان سره هیڅ ډول مرسته نه کوي.

هغه وويل، «د دغو هېوادونو چارواکي يوازې د شعارونو په تکرارولو پوهيږي. د افغانستان د وضعيت د ښه والي لپاره يې هېڅ عملي ګام نه دى پورته کړى.»

د هرات پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي محصل محمد جاوېد وویل، په داسې حال کې چې ایراني، چینايي او روسي چارواکي په نړۍ کې د افغانستان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په هکله خبرې کوي، لاکن د دوی مرستې ډېرې کمې دي.

هغه وویل، «په اوسني ستونزمن حالت کې چې ډېری افغانان له سختې بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي، د ایران، چین او روسیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو د افغانستان خلکو سره مرسته نه ده کړې.

هغه یادونه وکړه چې، په هېواد کې وېشل شوې مرستې د نړۍ والو مرستندویو ادارو او لویدیځ له خوا برابرې شوي دي.

هغه وویل، «په نړۍ والو کنفرانسونو کې د افغانستان په هکله د دغو دریو هېوادونو د چارواکو خبرې له افغانانو سره مرسته نه کوي. که ښه نیت یې درلودای، نو په دې سختو وختونو کې به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وای او مرسته به یې کړې وای.»

جاوید زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران، چین او روسیه په دې برخه کې ناوړه نیتونه لري او هڅه کوي چې هلته بحران او ناامنۍ ته لمن ووهي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسیه، ایران او چین هغه درې هېوادونه دي چې تر اوسه یې افغانانو ته ډېرې پیسې ورکړې دي. ایران یو ناولی هیواد دی چې زه یې د بیانولو لپاره الفاظ نه لرم. چین یوازې خپلو ګټو ته پام کوي. روسانو د تاریخ په اوږدو کې پر افغانستان دومره ظلمونه کړي چې تر قیامته به یې سزا ورکول کېږي، نو هیله لرو چې دغه درې هېوادونه او پاکستان به زموږ په داخلي سیاست کې لاسوهنه ونه کړي.

ځواب ورکړئ

موږ افغانانو د دغو درې اسیایي هېوادونو، شوروي اتحاد، ایران او چین له لاسه هېڅکله ښه ورځ نه ده لرلې. روسانو زموږ پر هېواد برید وکړ او د هغه برید په پایله کې زموږ په میلیونونو هېوادوال ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. دا ګاونډیان اصلاً زموږ دښمنان وو، خو موږ پرې نه پوهېدو. زموږ پر افغان خاوره د روسانو په یرغل کې زموږ په زرګونو هېوادوال شهیدان شول. زموږ خلکو تعلیم ترلاسه کول ودرول. زموږ د وطن زیربناوې ویجاړې شوې، زموږ سرکونه، زموږ پلونه، زموږ ښوونځي، د افغانستان په شمال کې زموږ ډېرې فابریکې له منځه وېوړل شول. روسانو په څوارلس کلنه جګړه کې زموږ وطن په دوزخ باندې بدل کړ. شوروي اتحاد وو چې په افغانستان کې یې د بربادۍ بنسټ کېښود او تر ننه پورې موږ افغانان په دې هېواد کې په خوښۍ سره ژوند نشو کولی. له روسانو سره له جګړې څخه وروسته څو ورځې تېرې شوې نه وې چې زموږ افغانانو پخپله د واک د ترلاسه کولو لپاره د ایران او پاکستان په ملاتړ جګړه پیل کړه او دا جګړه هم د روسانو له هماغه یرغل سره تړاو لري چې زموږ وطن یې بې ثباته کړ او ډول ډول وسلې یې وکارولې. هغوی غیر مسؤلو خلکو ته واک ورکړ. ټول هغه مالي او انساني زیانونه چې افغانانو د ۴۳ کلنې جګړې په ترڅ کې ولیدل ټول د روسانو له لاسه وشول. د افغانستان خلک به د شوروي یرغل هېر نه کړي. موږ باید یوه خبره په یاد ولرو. موږ به هغه ناوړه چلند هېر نه کړو چې ایران او پاکستان له مونږ افغانانو سره کړی دی.

ځواب ورکړئ

افغانانو ته چې څومره تاوان دغو درې واړو هیوادونو رسولی شاید بل چا نه وي رسولی. دا حقیقت دی، چې دوی صرف شعارونه وایي، ګنې تر دې دمه دې ایران او روسیه خپلې مرستې وښیي چې له افغانستان یې تر سره کړي وي. هر سړی پوهیږي چې نشته. زموږ له نړیوالو هیله ده، چې زموږ لپاره دې هغه هیوادونه د سوال لاسونه نه اوږدوي چې خپله یې تر اوسه د یوې روبۍ مرسته نده کړې.

ځواب ورکړئ

زه وایم دا سمه ده چې دمګړۍ به افغانستان کې ځیني حقونه تر پښو لاندې شوي وي، خلک به له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وي او نور ډیر مسایل به وي، خو خبره دا ده چې حد اقل وطن مو امن دی. او دا امن چې افغانستان کې وي هر کدو کریله به افغانانو خلاف څرګندونې کوي. دا نن د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر پنجشیر ته تللی دی. هلته یې له ځایي خلکو او قومي مشرانو سره لیه کاته کړي دي. په لیدنه کې خپل بهر میشتي مخالفانو ته مخاطب شوی چې راشئ وطن په شریکه جوړ کړو. زه شخصا د حقاني دې خبرو ته خوشبین یم او د افغانانو د یووالي په سترګه ورته ګورم. ښایي نور د افغان ولس توبه خدای قبوله کړي. په یوه ټغر یې سره راټول کړي او د همدې خلکو یعني طالبانو چې زیات دنیاوال او داخل کې افغانان ورسره خلاف دي په لاس یې خدای پاک افغانستان جوړ کړي. یعني د خدای په کارونو کې هیڅ شک نشته. امکان دې ولري چې نور زموږ شکونه په رښتیا بدل او طالب د افغانستان جوړونکی شي. د دې وطن دردونه سره راټول کړي. بیا دې ایران، چین روسیه او بل هر هېواد خپلې ببولالې غږوظی خو چې موږ یو ځل پرمختګ ته مخه کړو او په ځان بسیا شو او انشاءالله چې کېږو. دا نن د قوشتیپې کانال کې یوه اندازه اوبه خوشې شوي چې د وطن شاړې ځمکې به پرې خړوبې شي. وطن به را زرغون او خلکو ته به ښه پرېمانه کارونه برابر شي. غله او دانه به مو خپله وي. وږي به نه پاتې کېږو انشاءالله.

ځواب ورکړئ

دریمه برخه: د جوړو جوړو جینیکي واټنونو، MDS، PCA، او د فیلوجینیټیک اړیکو بیارغونې پایلې ښیي چې نن ورځ هزاره ګان په جنیټیکي توګه د نورو مرکزي/جنوبي آسیا د اوسېدونکیو په پرتله په شمال لویدیز چین کې اوسیدونکو خلکو (اویغور، قزاق او قرغزیانو) ته نږدې دي. او ګډې پایلې نور هم ښیي چې هزاره ګان د مرکزي آسیا د نورو خلکو په پرتله د ختیځې آسیا سره ډیر ورته والی لري او په ارثي توګه له منګولیانو سره ۵۷.۸٪ تړاو لري. په ټولیز ډول، زموږ موندنې ښیي چې هزاره ګانو له منګولیانو څخه د جلا کیدو وروسته د ختیځ او لویدیځ یوریشیايي جینیټیک جوړښت رامنځته کړی، او د ځایي یا ګاونډیو خلکو سره یې جینیټیک خواص یوځای شوي دي. د منګولیانو د فتحو په نتیجه کې معرفي شوی نوی جینیټیک میراث د یورو ایشیا د جینټیک تړاو بله په زړه پوری برخه ده. له تاریخي پلوه داسې فکر کیږي چې د اوسني وخت هزاره ګان د بامیانو د محاصرې (۱۲۲۱) په دوران کې د منګولیايي عسکرو له پراختیا څخه سرچینه اخیستې او د چنګیز خان (۱۲۲۷-۱۱۶۲) د منګولیایي امپراتورۍ د عسکرو اولاد دی. پورتنیو ټکو ته په پام سره که ایران د هزاره شیعه ګانو په برخه کې له افغانستان څخه زیاته لېوالتیا لري، نو غوره ده چې هغوی ایران ته ور وغواړي او هلته ورته د ریاستونو، وزارتونو او حتی ولسمشرۍ څوکۍ ورکړي. خو دا د لمر په څېر ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې ایران د سوریې او عراق جګړو ته د هغوی د ځوانانو په لېږلو سره له شیعه هزاره ګانو سره تر ټولو ډېر ظلم کړی، چې ډېری یې په کې ووژل شول او د ایران اخندي رژیم دومره بې غیرت و چې حتی د هغوی مړي یې د جنګ له میدان څخه را نه وړل. مرګ په ناولي ایران

ځواب ورکړئ

دویمه برخه: او نړۍ ته د خپلې ۱۳۸ کلنې نسل وژنې افسانې وايي. نن ورځ هزارګي په استرالیا کې له دري څخه جلا رسمي ژبه ده. په افغانستان کې توکمیز بحث د احمد شاه مسعود له خوا پیل شو چې پښتانه یې بې فرهنګه وبلل. د دې لپاره چې سترګې مو خلاصې شي، یو ځل د هزاره ګانو ویب سایټونو ته سر ور ښکاره کړئ. تاسو به وګورئ چې جعلي هویت جوړونه څومره پرمختللې ده، تاسو به وګورئ چې زردشت هزاره شوی، کنېشکا په هزاره بدل شوی او د بامیانو مجسمې د هزاره ګانو مجسمې وې. د بروکسل د ۲۰۲۲ په کنفرانس کې چې ما ګډون کړی و، لندن میشتې هزاره ډاکټرې چې د اروپایي اتحادیې د چارواکو پرچم بردار و، ادعا وکړه چې د عبدالرحمن خان لخوا د ۶۲٪ هزاره ګانو د قتل عام سره سره، نن ورځ هزاره ګان د افغانستان د نفوس ۳۵٪ جوړوي. له همدې امله، د وروستيو ساینسي څېړنو کتنه چې په دې مسئلو باندې ډېره رڼا اچوي ډېر ګټوره ده. دلته، د افغانستان او پاکستان د منګولیایي هزاره ګانو د جینیټیک میراث د هر اړخیزې مطالعې پایلې چې د عدلي طب په نړیوال ساینسي ژورنال جینیټیک کې د ۲۰۱۹ د سپتمبر میاشتې د ۴۲ جلد په e1 - e12 صفحو کې خپرې شوي، مینه والو ته وړاندې کیږي. لنډیز: افغانستان او پاکستان چې د هند براعظمګي او منځنۍ اسیا تر منځ پراته دي، د کلتور، ژبو، توکمونو او جینیتیکي میراثونو پېچلیو جوړښتونو شتمن کړی دی. په تاریخي لحاظ هزاره ګان د منګولیايي نسل په توګه وړاندیز شوي، لاکن په ندرت سره په جینیتیکي توګه مطالعه شوي دي. د هزاره ګانو د جنیټیک جوړښت او د عدلي طب د ځانګړتیاوو د موندلو لپاره څیړنه وشوه.

ځواب ورکړئ

ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. که ابراهیم رئیسي غواړي چې شیعه ګان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، لومړی باید په ایران کې واکمن نظام په خپل هېواد کې سنیانو ته حق ورکړي. دا د پېړۍ شیطانان سنيانو ته حتی دا اجازه نه ورکوي چې خپل زاړه جوماتونه ترميم کړي. هغوی ته اجازه نه ورکوي چې په جماعت سره لمونځ وکړي. نو ولې ایران غواړي چې هزاره شیعه ګان په افغانستان کې واک ته ورسېږي؟ هغوی د جمهوریت په دوره کې امتحان ورکړی دی. هزاره ګان د منګولیا له خلکو سره د ۵۷.۸٪ ارثي یا جینیتکي تړاو لري. یو ځل محمد محقق ویلي وو چې د ډي اېن ای هېڅ څېړنه نه ده شوې چې دا وښيي چې موږ [دوی] د منګولیایانو له نسل څخه یو. د ډي اېن ای د دغې څېړنې نتایج دلته راغلي دي. محقق ولې خپل منګولیايي نسبت پټوي؟ منګوليان مشهور کشافان ول او د آرام سمندر له څنډو څخه تر مسکو او د عمان خلیج پورې یې د بشري تاریخ ترټولو لویه دوامداره امپراتورۍ رامینځته کړې وه. د افغانستان او پاکستان هزاره ګان باید د جعلي آریایي هویت د رامنځته کولو په برخه کې د بې ګټې هڅو پر ځای په خپل اصلي منګولیايي نسبیت وویاړي، چې د نړۍ د معتبرو علمي مرکزونو له خوا په ټولو ساینسي جنیتیکي مطالعاتو کې ثابته شوې ده! اوس د پټولو وخت نه دی. ټول قومونه په خپل پلرني نسبیت وياړي. د پوهې په ترلاسه کولو کې هیڅ عیب نشته، په ځانګړې توګه دا چې د قومونو مسله په تیرو شلو کلونو کې د ټولنیزو، تاریخي او سیاسي بحثونو اصلي موضوع ګرځیدلې ده. د هزاره ګانو د ديموګرافيکي، تاريخي، ژبني او نژادي هويت په اړه څيړنه ډيره طبيعي ده، ځکه په هره داخلي او په تېره بيا بهرنۍ غونډه کې زموږ هزاره ګان په ډېر فعال ډول ګډون کوي او د خپل هويت، تاريخ، ژبې او نفوس په اړه بېلابېلې کیس

ځواب ورکړئ