تروريزم

د هرات په جومات کې د داعش له وژونکي برید څخه ۶ کاله وروسته، ویرجنې کورنۍ د راتلونکي تاوتریخوالي وېره لري

د عمران راپور

۳۸ کلنه زهرا حسیني شپږ کاله وړاندې هغه مهال کونډه شوه چې مېړه یې محمد نبي رضايي د هرات ښار په جوادیه جومات کې د داعش د برید په غمجنه پېښه کې ووژل شو. له هغه وخت راهیسې، هغه د خپلو څلورو ماشومانو یواځینۍ سرپرسته ده، او مشر زوی یې د پلار د مړینې په وخت کې یواځې ۱۲ کاله عمر درلود. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- ۳۸ کلنې زهرا حسیني شپږ کاله مخکې د هرات ښار په جوادیه جومات کې د داعش په وژونکي برید کې خپل مېړه له لاسه ورکړ او له هغه وخت راهیسې په یواځې سر د خپلو څلورو ماشومانو پالنه کوي.

محمد نبي رضايي په جوادیه جومات کې د ماښام په لمانځه کې د ګډون پرمهال ووژل شو. له حسیني څخه یوه کونډه او د هغې دوه لوڼې او دوه زامن پاتې شول، چې تر ټولو مشر یې صرف ۱۲ کلن و، خو اوس بې پلاره پاتې دی.

د ۱۳۹۶ د زمري د ۱۰مې په خونړي برید کې شاوخوا ۴۰ شیعه عبادت کوونکي ووژل شول او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

حسیني وویل، شپږ کاله وروسته اوس هم هغه د خپل مېړه د له لاسه ورکولو له امله غمجنه ده.

زهرا حسیني د تلې په ۴مه د خپل وژل شوي مېړه محمد نبي رضايي عکس په لاس کې نیولی دی. هغه شپږ کاله وړاندې د هرات ښار په یوه جومات کې د داعش په برید کې ووژل شو. [عمران/سلام ټایمز]

زهرا حسیني د تلې په ۴مه د خپل وژل شوي مېړه محمد نبي رضايي عکس په لاس کې نیولی دی. هغه شپږ کاله وړاندې د هرات ښار په یوه جومات کې د داعش په برید کې ووژل شو. [عمران/سلام ټایمز]

هغې وويل، «هرکله چې ماته د دې بريد يادونه کيږي، زه ژاړم او ډېره نارامه شم. کله چې داعش زما مېړه شهید کړ، زه ډیره ځوانه وم او د هغه له لاسه ورکولو سره مې خپل ټول ارمانونه هم له لاسه ورکړل.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما مېړه یو غریب سړی و چې د ریکشا د چلولو له لارې یې موږ ته نفقه ګټله.»

نوموړې وویل، «موږ په دې وتوانېدو چې خپل ځانونه وچلوو، خو د هغه له شهادت وروسته زموږ ژوند په بل مخ واوښت. دې پېښې زموږ ژوند تباه کړ او اوس زموږ خپلوان موږ سره مرسته کوي.»

حسیني وویل چې د هغې ۱۸ کلنه لور د خپل پلار له مړینې راهیسې له پېښې څخه د وروسته فشار سنډروم باندې اخته شوې ده.

حسیني وویل، کله چې د هغې لور د چاودنې یا کوم لوړ غږ اوري، د جوادیه چاودنه او د خپل پلار د مړینې پېښه وریادېږي او بې هوښه کیږي.

حسیني وویل، «زه اوس هم د داعش له بریدونو ویره لرم. هرکله چې زما ماشومان له کوره ووځي زه ورته ډېره اندېښمنه یم. زه دعا کوم چې هغوی په خوندي توګه کور ته راستانه شي.»

هغې زیاته کړه، «داعش ډله وحشي ده او د هیچا پروا نه کوي. دې ډلې ډېر ځوانان ووژل، ډېرې کورنۍ یې ویجاړې کړې. زما په څېر ډېرو ښځو خپل ماشومان او مېړونه د داعش په بریدونو کې له لاسه ورکړي، ژوند یې تباه کړی دی.»

د داعش له بریدونو څخه وېرې

د رضايي د تره زوی، محمد ابراهیم، چې یو دوکاندار دی، وویل، هغه هم اندېښمن دی چې داعش به یو ځل بیا هغه او د هغه خپلوان په نښه کړي.

هغه وویل، «داعش اوس هم په افغانستان کې فعال دی. سره له دې چې ادعاوې کیږي چې دغه افراطي ډله له منځه وړل شوې ده، لاکن کېدی شي چې یو ځل بیا ملکي وګړي ووژني.»

هغه وويل، «موږ وليدل چې په تېرو دوو کلونو کې په کابل، هرات او نورو ولايتونو کې پر جوماتونو، ښوونځيو او خلکو بريدونه شوي دي. زه اوس هم ډارېږم چې دا ډول خونړۍ پیښې به بیا تکرار شي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر وخت چې زه په ښار کې یوه ګڼه ګوڼه وینم یا جومات ته ځم، زه د داعش له حملې وېرېږم.»

هغه وویل، «په تېرو څو کلونو کې د داعش بریدونو له خلکو څخه ارام اخیستی دی. هرڅوک د دغه ډول بریدونو تکرار ته اندیښمن دي.»

هغه زیاته کړه، «داعش یوه بې رحمه او د افغانستان د خلکو دښمنه ډله ده.»

د هرات ښار اوسېدونکي جعفر حسیني چې ۳۵ کاله عمر لري، په جوادیه جومات کې په چاودنه کې خپل خسر له لاسه ورکړ.

اوس چې هرکله هغه جومات ته ځي، په عبادت کوونکو د داعش د بل برید اندېښنه ورسره وي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، د داعش ځالې اوس هم په افغانستان کې موجودې دي.»

هغه وويل، «دا ډاډ نشته چې هغوی به بيا پر جوماتونو او ښوونځيو بريدونه نه کوي. موږ په تېرو څو کلونو کې په خپله سيمه کې پر ملکي وګړو د داعش څلور بریدونه د سر په سترګو ولیدل. ټول قربانیان ملکي وګړي وو.»

هغه زیاته کړه، «موږ د داعش پر وړاندې جدي مبارزه غواړو، څو دغه ترهګره ډله په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي. حتی که د داعش یو غړی هم ژوندی وي، خلک به امنیت ونه لري او له بریدونو څخه به وېرېږي.»

حسیني وویل، عادي افغانان د داعش له خطرونو څخه هغومره ځورېږي، څومره چې دوی له بې وزلۍ او بېکارۍ څخه ځورېږي.

لکه تر ایرو لاندې اور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وږي د ۳مې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ اټکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په اساس، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر زیات شوی دی. په تېر کې د ځینو راپورونو له مخې په افغانستان کې د داعش عناصرو او د هغوی د کورنیو شمېر ۳۵۰۰ اټکل شوی و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې د داعش ګواښ یواځې په افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې له پولو څخه تېر او د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.

د پوځي چارو کارپوه محمدنعیم غیور چې په ایټالیا کې میشت دی، وویل، داعش د افغانستان امنیت ته لوی ګواښ دی.

هغه وویل، «داعش په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې جنګیالي استخدام کړي دي. غواړي چې په ټول هیواد کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. اوسنۍ چوپتیا تر ایرو لاندې د اور په څېر ده، چې هر وخت بلېدلی شي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش ځواکمن کېدل به نه یواځې په افغانستان کې امنیت خراب کړي، بلکې د نړۍ د نورو برخو امنیت به هم له ګواښ سره مخامخ کړي.»

هغه خبرداری ورکړ چې، «داعش په یو شمېر هېوادونو کې موجود او فعال دی او د کوچنیو او لویو شبکو په جوړولو سره به خپل فعالیتونه ډېرو هېوادونو ته پراخ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن د ښوونکي نړیواله ورځ ده. ښوونکيه ورځ دې مبارک او نېکمرغه اوسه. زموږ د کورنۍ او جومات له ښوونکو او ملاصاحبانو څخه نيولې بيا د ښوونځي او پوهنتون له ټولو قدرمنو استادانو څخه مننه چې هر يوه يې تر خپله وسه پورې را سره مرسته کړې ده او لارې ته يې برابر کړي يو، الله ج دې ستاسو ټولو سره ښه وکړي، کوم چې ژوندي دي ورته ډېر او خوشحاله عمر غواړم او وفات شویو ته د لوی الله ج له دربار څخه جنتونه غواړو. کاشکي دې وطن کې د ښوونکو او استادانو قدر هغسې کېدلای لکه حق یې چې دی، استادان او ښوونکي له ډول ډول ستونزو سره مخ ؤ/دي. د افغانستان اوسني حکومت له نورو ستونزو سره سره يوه بله هم ور اضافه کړه چې د ټولو مامورينو او استادانو تقاعد يې د نامعلوم دليل له مخې ځنډولی دی او ټول په تمه دي چې فتوا به کله راځي او د دې فتوا راتګ څه باندې دوه کاله وخت ونيول. د تقاعد نه ورکولو د وطن تر ټولو مظلوم او ډېر ځورېدلی قشر نور هم متضرر کړ او په دې سپينو ږيرو او ضعيف وجود يې مجبوره کړي چې له ځان پوښتنه وکړي چې موږ دا څلوېښت کلونه د دې وطن د اولادونو خدمت د همدې بدبختۍ لپاره کړی دی!؟ يعنې د دې وطن د سپين ږيرو، ضعيفو او زهیرو استادانو او مامورینو دا ستونزه دومره بې ارزښته ده چې دوه کلونو کې يې حال معلوم نشي!؟ بله تر ټولو جالبه پکې دا ده چې د ټولو برحاله مامورينو او استادانو له معاشونو او امتيازاتو د تقاعد په نوم پيسې ګرځول کېږي؛ په ګرځولو کې يې هېڅ شرعي ستونزه ورته نه ښکاري خو په بېرته ورکولو کې يې شکمن دي. که د دې وطن د استادانو او مامورینو تقاعد ورته اجرا کړئ نو څه ستونزې به يې حل شي او څه نا څه باور به هم رامنځته شي چې خدمت کول مو لږ تر لږه له تقاعد نه محروموي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې له تېرو څلور نیمو لسیزو را په دېخوا جنګ روان دی، چې نیږدې په هر کور کې همدغه ډول یو حالت جوړ دی. نور دې خدای له دغه وطنه د جنګ دا مردار ټغر ټول کوي. د یادې کورنۍ دغه دردونکي حالت سخت وزورولم، چې په سینه کې زړه لري نو دغسې حالت ته چپ نه شي پاتې کیدلی. دا عش یا هره ترهګریزه ډله چې وي، په افغانستان کې یې بې ګناه افغانان وژلي، معصومې نجونې، هلکان او میرمنې یې په سرو سترګو ژړولي دي. یواځې ژړا نده کنه، ټول عمر ویر او ماتم دی وي بیا. دغسې کورنۍ چې نور څوک ونلري، بیا د ژوند تر اخره د خپلو اولادونو لپاره یا سوال کوي او یا هم خپل عزت پلوري، ځکه بله هیڅ لار نلري، د اولادونو لپاره د یوې ګولې پیدا کول هم نن سبا سخت کار دی. داسې حالت دې نور زموږ پر مظلوم ولس نور نه راولي. ډېر وزوریدلو، وکړیدلو او داسې سخت یې دنیا ته احتیاج کړو، چې له هر څه تېریږو، خو چې د اولادنو خېټه مړه شي. رښتبا هم چې جنګ تباهي او بربادي راولي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتګ سره د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه پای ته رسېدلي دي. یوازنی ښه کار چې رژیم کړی یا به یې کوي د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو له منځه وړل دي. رژیم توانیدلی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي او د افغانستان خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي. په افغانستان کې د جمهوري ریاست پر مهال به هره ورځ خبرونه راتلل چې ځانمرګی برید وشو، زموږ څو تنه هیوادوال شهیدان شول. ټول خلک له رواني ستونزو سره مخامخ وو. موږ ارام ژوند نه درلود. موږ به خپل ماشومان په وېره ښوونځيو ته لېږل. زموږ د کورنۍ هر غړی به چې ښار ته تلو، موږ تمه نه درلوده چې په خوندي توګه به کور ته راستون شي. اوس په ټول افغانستان کې جګړه نشته. یوازنۍ ستونزې چې په دې حکومت کې موجودې دي هغه د نجونو د ښوونځيو تړل کېدا، او بله د کاري فرصتونو نشتوالی دی. ډیری خلک وزګار دي او د خلکو اقتصاد خورا خراب دی. خدای دې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي چې د افغانستان د خلکو دا ستونزې هوارې کړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د وروستیو څلور نیمو لسیزو جنګ تقریبا ټول افغانان په یو نه یو ډول اغېزمن کړل. په دې جنګ کې چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د اجیرانو له خوا پیل شو او د محمد داودخان تر قیادت لاندې د افغانستان جمهوري نظام یې نسکور کړ، افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړ. د شوروي اتحاد د اجیرانو د واکمنۍ په لومړیو ۲۰ میاشتو کې په لسګونو زره افغانان ووژل شول. وروسته چې شوروي عسکرو په افغانستان باندې مستقیم یرغل وکړ د یرغل په لومړۍ ورځ د خپل ملګري خلقي نظام ولسمشر حفیظ الله امین وواژه. یعنې خپل کس یې پخپله وواژه، بیا یې د ببرک کارمل په نامه بل کس راوست او د قدرت واګي یې په لاس کې ورکړل. په هر حال، کیسه اوږده ده خو له افغانستان سره ګاونډیانو او لیرې پرتو دوستانو ټولو په یو نه یو ډول خیانت وکړ چې د هغو خیانتونو له امله اوس هم افغانان له ستونزو سره مخامخ دي. افغانستان تل د پردیو د جنګونو میدان ګرځېدلی دی. سل - یو نیم سل کاله مخکې برتانیا په افغانستان باندې درې جنګونه وکړل چې ډېر افغانان یې ووژل. بیا شوروي اتحاد راغی هغوی ډېر افغانان ووژل. بیا ناټو راغله، ناټو هم قتلونه وکړل. اوس چې امریکا او طالبانو په خپلو کې سره تړون کړی دی، باید دواړه لوري خپل تړون ته ژمن پاتې شي او ژر تر ژره داسې څه وکړي چې افغانستان له موجودې اقتصادي، سیاسي، روغتیایي، اجتماعي او نظامي محاصرې څخه خلاص شي. افغانان هم د نړۍ د نورو اوسېدونکیو په څېر د ژوند او سفر کولو حق لري. حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍ سره د افغانستان دروازې خلاصې شي. البته، د رسمیت پېژندل د یوه لوري کار نه دی. باید دواړه لوري په دې برخه کې ګامونه واخلي. په دې لړ کې ډېر مسؤلیت د طالبانو حکومت ته راجع کیږي چې ولس له ستونزو خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

واه دا خو ډېر د افسوس خبر دی. په افغانستان کې داسې پېښې کېږي. په تېرو پنځو لسیزو کې د هېڅ هېواد ولس دومره نه دی وژل شوی، څومره زیان چې د دې هېواد خلکو ته رسېدلی دی. بیا هم هیڅوک په دې مظلومو خلکو باندې رحم نه کوي او وژني یې. دا خلک په حقه دي چې ډارېږي. داعش هغه وحشي او ځپونکي ډله ده چې د اسلام په نوم خلک وژني، په داسې حال کې چې پخپله مسلمانان نه دي. دې ډلې په نړۍ کې اسلام ته سخته ضربه ورکړه. دوی هغه کارونه او هغه مرګونه وکړل چې اسلام یې د ژوند تر اخره اجازه نه ورکوي، خو دغو وحشيانو دا کارونه د اسلام په نوم د اسلام د تباه کولو لپاره وکړل. دوی اوس هم همداسې کوي. دا وحشي ډله باید ژر تر ژره له منځه وېوړل شي چې خلک یې له وېرې په امان شي.

ځواب ورکړئ