۶۹ افغان اورپکي، ۹ سرتېري او ۴ ملکي کسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۶۹ افغان اورپکي، نهه سرتېري او څلور ملکي وګړي په دې وروستیو کې ووژل شول او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې درې تنه افغان ډاکټران وتښتول شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د جولای په ۱۴مه وویل چې افغان ځواکونو د هیواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۶۹ تنه اورپکي ووژل. د دفاع وزارت وویل چې ۹ افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

په عین حال کې، د طلوع نیوز د راپور په اساس د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال خلیل الله ضیايي د جولای په ۱۵مه وویل چې طالبانو په وروستیو کې د دغه ولایت د سر روضې ولسوالۍ کې څلور تنه د واده مېلمانه ووژل.

ضیايي وویل چې اورپکو د یوه واده په مېلمستیا یرغل وکړ او څلور داسې کسان یې ووژل چې دوی پرې له دولت سره د رابطې لرلو درواغ تور لګولی وو.

د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني د جولای په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو په وروستیو کې د سرپل ولایت په سید ولسوالۍ کې درې تنه افغان ډاکټران چې له سرې میاشتې سره یې کار کاوه وتښتول.

اماني وویل چې دغو ډاکټرانو د اهو کلي د اوسېدونکو تداوي کوله چې طالبانو وتښتول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500