په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پله نړولو له تاجکستان څخه د سیمنټو واردات بند کړل

د سټاف راپور

کابل -- د CA-News.org د راپور په اساس، افغان چارواکي وایي چې افغان طالبانو د اګست په ۲۱مه د تاجکستان او د افغانستان د کندوز ولایت تر منځ یو پول ویجاړ کړ.

چارواکي وایي چې د دغه پله په نړېدلو سره له تاجکستان څخه افغان مشتریانو ته په ورځ کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو لاریو سیمنټو او زراعتي تولیداتو راتګ پای ته رسېدلی دی.

تر هغه چې دغه پول بیا جوړېږی، یاد ولایت به د خپلو کمو سیمنټو او تولیداتو د پوره کولو له پاره په پاکستان باندې تکیه کولو ته مجبور شي. په عین حال کې، تاجکستان به هغو پاکستاني مېوو او بورې ته چې په دغه پله له بل لوري تاجکستان ته تلله لاس رسي ونه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500