جلال اباد-- رسنیو د اکتوبر په ۴ مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې افغان ملي دفاعي امنیتي ځواکونو او ایتلافي عسکرو د اکتوبر په ۳ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۵۶ تنه جنګیالي چې بهرني یاغیان هم په کې شامل ول ووژل.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو د پېخې په سیمه کې د داعش پټنځایونه په نښه کړل.
خامه پرېس د اکتوبر په ۴مه د ولایت د امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ چې په مړو اورپکو کې ګڼ شمېر بهرنیان موجود ول، او زیاته یې کړه چې عسکرو یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړل.