افغان ځواکونو ۷۹ اورپکي ووژل؛ طالبانو په جوزجان کې یو ښوونځی وسوزاوه

د سټاف راپور

کابل -- د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۷۹ تنه اورپکي او ۱۷ تنه افغان عسکر ووژل شول.

د افغانستان ټایمز له مخې، د دفاع وزارت د اکتوبر په ۳۱مه وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۷۹ تنه طالبان ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې په جګړه کې ۱۷ تنه افغان عسکر هم ووژل شول.

د خامه پرېس له مخې، د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایب وویل چې امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۳۰مه د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې په یوه هوایي حمله کې لږ تر لږه ۷۰ تنه طالبان ووژل. دغه ۷۰ تنه ښایي په هغو ۷۹ تنو کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د وژنې په هکله راپور ورکړی وو.

د افغانستان ټایمز له مخې، په عین حال کې چارواکو د اکتوبر په ۳۱مه وویل چې طالبانو د اکتوبر په ۲۸مه په جوزجان ولایت کې یو ښوونځی وسوزاوه. طالبانو په تېرو درې میاشتو کې خواوشا ۳۰۰ ښوونځي سوزولي دي.

د ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، طالبان د نجونو یوه ښوونځي ته ننوتل، امنیتي ساتونکي یې ووهل او کرسو، کتابونو او ټولګیو ته یې اور ورته کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500