۴ افغان یاغیان د خپلو چاودېدونکیو توکو په وسیله ووژل شول

د سټاف راپور

کندوز -- د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ پولیسو د نومبر په ۷مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یوه قوماندان په شمول ۴ تنه یاغیان په وروستیو وختونو کې د کندوز ولایت په دشت آرچي ولسوالۍ کې د خپلو چاودېدونکیو توکو په وسیله ووژل شول.‌

پولیسو وویل،‌ اورپکو ځمکني ماینونه جوړول چې له وخت نه مخکې وچاودېدل،‌ او زیاته یې کړه چې یاد قوماندان په ولسوالۍ کې په ډېرو ترهګریزو حملو کې لاس درلود.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500