کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو کې د طالبانو یو شکمن بم جوړوونکی په ننګرهار ولایت کې ونیو.
د افغانستان ټایمز د نومبر د ۲۲مې د یوه راپور په اساس، د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندان په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ځواکونو غلام اکبر په یو لړ عملیاتو کې ونیو.
خبرپاڼې زیاته کړه چې هغوی د هغه په کور کې یو د ځانمرګي واسکټ او نور چاودېدونکي مواد ونیول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د نومبر په ۲۲مه وویل چې یاد وزارت په کابل کې د نومبر په ۲۱مه له یوې مرګونې حملې څخه وروسته څلور جیګپوړي پولیس افسران له دندو ګوښه کړل.
صدیقي وویل، په دغو افسرانو کې د کابل د ۶ مې امنیتي حوزې د استخباراتو مدیر، د جنایي څېړنو مدیر، د ترهګرۍ ضد چارو مدیر او د پولیسو مدیر شامل ول.
دغه له وظیفې نه لرې کوونې وروسته له هغه رامنځته شوې چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د شیعه ګانو په یوه جومات کې له ۳۰ نه ډېر کسان ووژل.