لشکرګاه، افغانستان -- طلوع نیوز د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷ مه) راپور ورکړ چې د هلمند ولایت د بیلابیلو ولسوالیو شاوخوا ۵۰۰ اوسیدونکیو په دې وروستیو کې ژمنه وکړه چې د طالبانو خلاف او افغان امنیتي ځواکو په ملاتړ کې به جنګیږي.
د طالبانو خلاف نوي جوړ شوي وسله وال ځواک غړیو وویل، دغه اوسیدونکي د طالبانو د ظلم نه تنګ شوي دي او د اورپکو خلاف وسلې راخیستلو ته مجبوره شوي دي.
د دغه وسله وال ځواک یو غړی، صفدر محمد وویل، "مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ ته وسلې راکړي څو د خپل هیواد خدمت وکړو."
والي محمد عمر ځواک وویل، دغه ځواک به هغه اسباب ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري چې د عسکرو سره مرسته وکړي.