کابل - خامه پریس راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي د چارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۸مه) وويل چې د افغانستان ځانګړو ځواکونو په تېرو نهو مياشتو کې له ۴۰۰ څخه زيات طالبان وژلي دي.
صدیقي زياته کړه چې د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد د ځواکونو د کړنو ستاينه وکړه.
د طلوع نيوز له مخې، چارواکو وويل چې ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷مه) د ميدان وردک ولايت په نرخ ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور طالبان ووژل. په دغه پيښه کې یو عسکر هم ټپي شو.