افغان ځواکونو په کندوز، کندهار کې ۲۰ کلی له وسله والو څخه پاک کړل

د سټاف راپور

کابل -- چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په دې وروستيو کې په کندوز او کندهار ولایتونو کې ۲۰ کلي د وسله والو څخه پاک کړل.

د طلوع نيوز او د خامه پريس له مخې، د افغان ملي اردو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۹مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل، ځواکونو د اوو کلیو څخه د یاغیانو د ویستلو پرمهال په کندوز ولایت کې ۳۰ اورپکي ووژل یا ټپیان کړل.

د افغان ملي اردو په دغه خبرپاڼه کې زياته کړه، چې دغه عملیات به تر هغه وخت پورې روان وې تر څو چې ځواکونو په کندوز کې په ټولو جنجالي سیمو کنترول تر لاسه کړی نه وي.

طلوع نيوز راپور ورکړ چې د ولسوالۍ پوليسو مشر باچا خان د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۲۸مه) وويل، په عين حال کې د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ځواکونو ۱۳ کلي د طالبانو څخه پاک کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500