افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د دوآب ولسوالۍ محاصره ماته کړه

د سټاف راپور

جلال اباد، افغانستان -- د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د نورستان ولایت محلي چارواکو د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴مه/ وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د دوآب ولسوالۍ ۴۰ ورځنۍ اوږده محاصره ماته کړه.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل، د ولایت د امنیې قوماندان جنرال اکرام الدین سارع په مشرۍ عسکرو دغه محاصره وروسته له هغه ماته کړه چې دوه ورځې وړاندې یې هلته تصفیوي عملیات شروع کړل.

یوه ځایي اوسېدونکي صحبت الله وویل، دوآب ته راغلې لاره بیا پرانستل شوې ده، «د خوړو، غوړیو او نورو خوراکي توکو یوه لارۍ نن سهار ولسوالۍ ته را ورسېدله.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500