امنیت

د طالبانو پخواني قوماندان له دغې ډلې څخه وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي

د محمد قاسم راپور

طالب جنګیالي ځایي مقاماتو ته د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه وروسته د سمنګان ولایت په مرکز ایبکو کې د غوایي د ۱۶مې په مراسمو کې برخه اخلي. [اسماعیل سادات/سلام ټایمز]

طالب جنګیالي ځایي مقاماتو ته د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه وروسته د سمنګان ولایت په مرکز ایبکو کې د غوایي د ۱۶مې په مراسمو کې برخه اخلي. [اسماعیل سادات/سلام ټایمز]

کندوز -- د سمنګانو والي د غوایي په ۱۶مه د ولایت په مرکز ایبکو کې په خپل استوګنځي کې د طالب جنګیالیو یوه ګروپ ته، چې پخپله خوښه یې خپلې وسلې حکومتي چارواکو ته تسلیم کړې دي، ښه راغلاست وویل.

دغو اتو تنو طالب جنګیالیو چې خپلې وسلې یې تسلیم کړې، وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره نور د دې دلیل نشته چې هغوی جنګ ته دوام ورکړي.

هغوی ژمنه وکړه چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې به شامل شي.‌

د سمنګان والي داود کلکاني وویل، د هغوی پرېکړه به په مرکزي ایبکو، په ځانګړې توګه په روی دو آب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ښه کړي.

د سولې روانې هڅې طالبانو ته فرصت په لاس ورکوي چې له تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د بې ګناه ملکي خلکو وژل ودروي.‌

د یادې ډلې قوماندان مخدوم نورالهدا چې پخوا د روی دو آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وه سیمای صلح راډېو سره په خبرو کې وویل، «موږ به د امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد وجنګېږو.»

هغه وویل، د طالبانو لپاره په افغانستان کې د جنګ د جاري ساتلو یواځینی دلیل د بهرنیو ځواکونو حضور وو. اوس چې امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د جنګ د جاري ساتلو بهانه نه پاتې کیږي.‌

نورالهدا وویل د هغه ګروپ هیله لري چې په روی دو آب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له حکومتي ځواکونو سره ملګري شي، او په پاتې طالب جنګیالیو باندې یې هم غږ وکړ «چې تسلیم او د سولې پروسې سره ملګري شي

هغه وویل، «د سولې د خبرو په پیلېدلو سره نور د جنګ جاري ساتلو لپاره دلیل نشته، او ټول تمه لري چې خبرې یوه مثبته پایله ورکړي».

نورالهدا وویل، «موږ ته ویل کېدل چې هغه څه چې موږ کول «جهاد» دی، خو وروسته زه پوه شوم چې طالبان د اسلام تر نامه لاندې وحشیانه کارونه او جنایتونه ترسره کوي.»

ځایي چارواکي وایي، دا اته تنه پخواني جنګیالي چې د غوایي په ۱۶مه تسلیم شول د قومي مشرانو په منځګړتوب او د محلي اردو د یوه واحد د هڅو په نتیجه کې په روی دوآب ولسوالۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شول.

قومي مشر مخدوم عزیزالله د والي له خوا جوړو شویو مراسمو کې وویل، طالبانو د روی دوآب ولسوالۍ په چهار چشمه کلي کې یو مرکز جوړ کړی وو ترڅو په حکومتي هدفونو باندې ترې بریدونه وکړي.

هغه وویل، «تسلیم شوي ګروپ ژمنه کړې چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د طالبانو پر ضد جنګ ته ور ودانګي او دا کار به په چارچشمه کلي کې د یاد مرکز له ویجاړولو څخه پيل کړي.»

د ۴۰ کلن جنګ د پای ته رسولو وخت

په سمنګان کې ځایي مقاماتو وویل، پنځه میاشتې مخکې د امنیتي همکارۍ د کتنو له پيل راهیسې لږ تر لږه ۳۵ تنه طالبان د سولې پروسې سره ملګري شوي دي.‌

په سلګونو نورو د افغان ځواکونو له خوا د فشار په نتیجه کې د جګړې ډګر پرېښی دی.‌

د ایبک یوه اوسېدونکي عبدالعلي سمنګاني وویل، په داسې حال کې چې جنګ په سلګونو زره افغانان وژلي او د هېواد بېخبنا او اقتصاد یې ویجاړ کړي دي، طالبانو په مقابل کې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل، «حکومت او طالبان دواړه باید د خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او د خبرو اترو له لارې یوه حل ته ورسېږي. اوس ښه وخت دی چې د سولې د خبرو او روغې جوړې له لارې په افغانستان کې ۴۰ کلنه شخړه پای ته ورسیږي.»

په سمنګان کې د عبدالواحد کریمي په نامه یوه فعال وویل، «دهېواد په هر کونج کې هره ورځ په روان جنګ کې افغانان مري. موږ نشو کولی چې نور دا حالت وزغمو.»

هغه وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې نور خپل ظلمونه ودروي.»

کریمي وویل، د طالبانو له خوا او په ځانګړې توګه د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د جنګ شدت په انساني وقار باندې برید او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

د طالبانو بریدونه شنډول

په ورته وخت کې، د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په سمنګانو کې خپل یرغلونه زیات کړي دي.

هغه وویل، خو افغان ځواکونه چمتو دي چې د طالبانو هر ډول ستر بریدونه په شا وتمبوي.

رحیمي وویل، «د تېرې میاشتې په اوږدو کې، امنیتي ځواکونو د سمنګان په مرکز او ځینو ولسوالیو کې طالبانو ته درانه تلفات ور واړول،» او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو د هغوی هر برید په بریالیتوب سره شنډ کړ.‌

هغه وویل، څلور تنه طالب یاغیان د غوایي په ۱۲مه هغه وخت ووژل شول چې هغوی د دره صوف پایان ولسوالۍ په ازبک پریده کلي کې په یوه امنیتي پوسته باندې برید وکړ.

رحیمي یادونه وکړه چې، «افغان ملي اردو او ملي پولیسو د طالبانو نږدې مرکز ویجاړ کړ.»

د غوایي په ۱۴مه، دوه تنه وسله وال طالب جنګیالي په دره صوف پایان ولسوالۍ کې هغه وخت ملي پولیسو ته تسلیم شول چې افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې پوځي فشار زیات کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره ښه خبر دی چې د طالب جنګیالیو یوې ډلې جنګ بس کړی او په سوله کې د ژوند کولو لاره یې غوره کړې ده. زه هیله لرم چې یوه ورځ به د حکومت ټول وسله وال مخالفین خپلې وسلې کېږدي او په خپل روان کړي جنګ باندې به پښېماني وښیي او نور به د جنګ او وینو تویولو سبب نشي.

ځواب ورکړئ

زه به په ساده توګه پخوانیو جنګیالیو ته اجازه ورنه کړم چې ملګري شي او په امنیتي ځواکونو کې په وسلو سمبال شي. هغوی ته باید وظایف ورکړل شي او وڅارل شي او بیا مدغم کړای شي. بل طرف ته، دا به ښه نظر نه وي چې هغوی ته په امنیتي برخه کې اجازه ورنه کړل شي. په دې توګه، تاسو کولی شئ چې د هغوی د پټو پلانونو مخه ونیسئ.

ځواب ورکړئ

هغه ښه کار کړی دی چې د مسلمانانو وژل یې ودرولي دي. نور طالب قوماندانان هم باید له دغو خلکو څخه زده کړه وکړي. هغوی باید راشي، جنګ ودروي او نور خپل مسلمان هېوادوال ونه وژني. هغوی عسکر وژني، د ځانونو وژل کېدلو ته لاره هواروي او د ملکي خلکو د وژل کېدلو سبب جوړېږي. اوس هغوی د جنګ مسؤل بلل کیږي، ځکه چې حکومت په هغوی باندې هره ورځ غږ کوي چې سوله وکړي، خو هغوی هېڅکله هم د حکومت له خوا د سولې غږ ته مثبت ځواب نه دی ویلی او تل یې د حکومت د سولې پیغام رد کړی دی.‌

ځواب ورکړئ