هلمند، افغانستان -- خامه پریس سې شنبه /د جنوري ۳۱مه/ راپور ورکړ چې، لږ تر لږه ۲۲ تنه طالب اورپکي په هلمند ولایت کې د جګړې په ترڅ کې او د سرک د غاړې د یوه بم په وسیله ووژل شول.
د هلمند ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، طالبانو دوشنبه /د جنوري ۳۰مه/ ناوخته په سنګین ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو حمله وکړه، خو عسکرو بیرته په شا وتمبول، او ۱۹ تنه بریدګر یې ووژل.
چارواکو وویل، درې تنه نور طالبان د دوشنبې په ورځ په کجکي سیمه کې هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر د چاودونکیو توکو یوې په لاس جوړې وسیلې وواهه.
چارواکو وویل، په درې وژل شویو اورپکو کې دوه قوماندانان هم شامل ول.