کابل -- طلوع نیوز سه شنبه / د جنوري ۳۱مه/ راپور ورکړ چې د پاکستان لپاره افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال له سینهوا سره په مرکه کې وویل، افغانستان لا هم کوشش کوي چې طالبان له مخکې تر مخکې شرایطو څخه پرته بیا د مذاکرې میز ته راولي.
هغه وویل، حکومت د اورپکو له قوماندانانو او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سره په تماس کې دی چې د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا تایید کړه چې حکومت د خبرو لپاره مخکې تر مخکې شرطونه نه لري.