اسلام اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلابیلو برخو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي ونیول.
سما راپور ورکړ چې عسکرو د چارشنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۲مه/ په کراچۍ کې په ډزو کې ۸ تنه ترهګر ووژل. د پولیسو یوه سرمامور راو انور وویل چې دغه ۸ تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي ول او په هغوی کې د ټانک ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان ګل زمان هم شامل وو.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) وویل، ۵ تنه ترهګر چې لشکر اسلام او داعش پورې تړلي ول د سې شنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۱مه/ په خیبر ایجنسۍ کې په هوایي بریدونو کې ووژل شول.
ډان د سې شنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۱مه/ راپور ورکړ چې هوایي بریدونو د شمالي وزیرستان په وچه بي بي سیمه کې په هوایي بریدونو کې ۸ تنه اورپکي ووژل. ډان زیاته کړه چې عسکرو د ټي ټي پي ۴ غړي د خیبرپښتونخوا په ټانک کې ووژل.
ډان د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې ۲۵۰ تنه مشکوک کسان ونیول. د جیو نیوز د راپور په اساس، په پنجاب ایالت کې پولیسو د چارشنبې په ورځ / د فبرورۍ په ۲۲مه/ ۱۵ تنه مشکوک کسان ونیول.