کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ وویل، په تخار او فاریاب ولایتونو کې په جګړه کې لږ تر لږه ۳۴ تنه اورپکي او دوه تنه عسکر ووژل شول.
د پولیسو د ۸۰۸ سپین غر زون قوماندان تورن جنرال شیر عزیز کامه وال پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د فبروري ۲۷مه/ د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴ تنه طالبان ووژل.
هغه وویل، عسکرو طالبان د موسی زي، ببرک، نورخیل او زړه ژرنده سیمو څخه پسې واخیستل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د اردو جنرال جنت ګل کړوخیل وویل، د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې عسکرو لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل.
هغه زیاته کړه، دوه تنه عسکر هم ووژل شول.
خو د ولسوالۍ د امنیې قوماندان د وژل شویو عسکرو شمیر ۵ تنه یاد کړ.