جلال اباد، افغانستان -- د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۶ مه/ وویل، افغان سرتېرو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې د داعش لږ تر لږه ۲۲۲ تنه اورپکي وژلي دي.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې عسکرو په تېرو څلورو اونیو کې په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د داعش ۱۸۹ غړي ووژل.
د دفاع وزارت زیاته کړه، ځواکونو له ۱۰ څخه ډېر کلي تصفیه کړل او یوه د وسلو ډیپو یې ویجاړه کړه.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د ولایت د امنیې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې عسکرو د یکشنبې په ورځ /د مارچ ۵ مه/ ناوخته د اچین ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د درې داسې کسانو په شمول چې د ځانمرګو بمي بریدونو اراده یې لرله، د داعش ۳۳ تنه اورپکي ووژل.
خامه پرېس راپور ورکړ چې، داعش د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره دوه وحشیانه پېښې نندارې ته وړاندې کړې.
د داعش له خوا په خپرو شویو عکسونو کې د ننګرهار ولایت د دوه سړیو جسدونه ښودل کیږي چې داعش وژلي دي.