شبرغان، افغانستان -- چارواکو وویل، داعش د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۹مه/ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې دوه هدیرې ویجاړې کړې او دوه زیارتونو ته یې اور ورته کړ.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بې حرمتي د صوفي دوست محمد او بي بي مریم په کلیو کې پېښه شوه.
هغه وویل، له داعش نه حتی مړي هم خلاص نه دي.