داعش په جوزجان کې د صوفیانو زیارتونه وسوزول او هدیرې یې ویجاړې کړې

د سټاف راپور

شبرغان، افغانستان -- چارواکو وویل،‌ داعش د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۹مه/ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې دوه هدیرې ویجاړې کړې او دوه زیارتونو ته یې اور ورته کړ.‌

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل،‌ دغه بې حرمتي د صوفي دوست محمد او بي بي مریم په کلیو کې پېښه شوه.‌

هغه وویل، له داعش نه حتی مړي هم خلاص نه دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500