په لغمان کې نژدې ۷۰ طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

لغمان، افغانستان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۱۳مه/ راپور ورکړ چې افغان سرتېرو په لغمان ولایت کې نژدې ۷۰ تنه طالبان ووژل.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر وویل، وروسته له هغه چې طالبانو په ولایت باندې حمله وکړه بېلابېلو ځواکونو ګډ عملیات پیل کړل، او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو طالبان تېښتې ته مجبور کړل.‌

د خبرپاڼې په اساس،‌ یو شمېر طالب قوماندانان ووژل شول.‌ د لغمان د ولایتي ادارې په وینا،‌ په هغوی کې عبدالولي هم شامل وو چې د شنبې په ورځ / د مارچ ۱۱مه/ په الیشنګ ولسوالۍ کې ووژل شو.‌

څلور تنه سرتېري هم ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500