کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې په کابل کې د اداري فساد ضد یوې محکمې د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۲۶مه/ څلورو چارواکو ته چې په تقلب تورن شوي ول له ۷ څخه تر ۲۰ کلونو پورې د حبس سزا واوروله.
څارنوالانو وویل، ۴ مدعی علیه کسانو داسې اختلاس کړی وو چې په کابل کې یې د کورونو جوړونې په چارو بد تاثیر کړی وو، او زیاته یې کړه چې د هغوی جرم د دې سبب ګرځېدلی وو چې د پروژې د جوړونې په بودجه کې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ (۱۰.۵ میلیونه ډالر) کمی راشي.
یاد څلور کسان کولی شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.