کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو د شنبې او یکشنبې د ورځو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې ۶۳ تنه اورپکي ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، هوایي بریدونو د شنبې او یکشنبې په ورځو (د مارچ ۲۵ - ۲۶ مه) په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ۶۰ غړي ووژل.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې، عسکرو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو ۳ غړي ووژل.