لښکرګاه -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۹مه/ وویل چې افغان جنګي جیټ الوتکو په هلمند ولایت کې ۴۵ تنه طالبان ووژل.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وویل چې، هوایي بریدونه د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهیر کې لښکرګاه سره نژدې ترسره شول.