جلال اباد -- د خامه پرېس د راپور له مخې، افغان سرتېرو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۲۵ غړي ووژل.
د خامه پرېس د یکشنبې د ورځې / د اپریل ۹ مه/ د راپور په اساس، چارواکو وویل، عسکرو چې په اچین ولسوالۍ کې یې د حمزه په نامه عملیات ترسره کول چې د ۲۴ ساعتونو په بهیر کې یې دغه شمېر اورپکي ووژل، او زیاته یې کړه چې عسکرو بېلابېل ډول وسلې هم ونیولې.