غني د حزب اسلامي د ۷۰ بندیانو د خلاصون حکم وکړ

د سټاف راپور

کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامي د ۷۰ بندي غړو د ازادولو حکم په داسې حال کې وکړ چې، یو شمېر متاثرو شویو کورنیو په کابل کې د دغه حکم په وړاندې احتجاج وکړ.

دغه کورنۍ د حزب اسلامي اورپکی ګروپ د هغوی د خپلوانو په وژنه تورنوي.

خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د می ۱/ راپور ورکړ چې د غني دفتر وویل، غني دغه حکم وروسته له هغه لاسلیک کړ چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سپتمبر په میاشت کې د سولې د لاسلیک شوي تړون په اساس عادي ژوند ته راستون شو.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، قهرجنو کورنیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې لاریون وکړ. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د حزب اسلامي د اورپکو په حق کې عدالت تأمین کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500