کندهار -- چارواکو وویل، چې افغان سرتېرو د تېرو څو ورځو په بهیر کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۳۵ تنه اورپکي ووژل.
د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ / د می۲ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دوه قوماندانانو په شمول ۸ تنه اورپکي د دوشنبې په ورځ / د می ۱/ په میانشین ولسوالۍ کې په یوه جګړه کې ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د عامه نظم پولیسو د چارشنبې په ورځ / د می۳ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې پولیسو، چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې تصفیوي عملیات ترسره کول، د سې شنبې په ورځ / د می۲ مه/ ۲۷ تنه اورپکي ووژل.