ننګرهار -- چارواکو وویل، چې په ننګرهار ولایت کې هوایي بریدونو لږ تر لږه ۸ تنه اورپکي ووژل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، ولایتي ادارې وویل، چې یوه هوایي برید د سې شنبې د ورځې / د می ۱۶ مه/ سهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۴ تنه طالبان ووژل.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د می ۱۷ مه/ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ، چې یوه بل برید په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش ۴ غړي ووژل.