د ننګرهار په هوایي بریدونو کې ۸ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

ننګرهار -- چارواکو وویل، چې په ننګرهار ولایت کې هوایي بریدونو لږ تر لږه ۸ تنه اورپکي ووژل.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې،‌ ولایتي ادارې وویل، چې یوه هوایي برید د سې شنبې د ورځې / د می ۱۶ مه/ سهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۴ تنه طالبان ووژل.‌

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د می ۱۷ مه/ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ، چې یوه بل برید په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش ۴ غړي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500