کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې په څلور ولایتونو کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه اورپکي ووژل شول.
خامه پرېس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د دفاع وزارت د یوه جلا راپور په اساس، هوایي بریدونو د اروزګان ولایت د ترین کوټ په لمنو کې په هوایي بریدونو کې ۵۳ نور طالب اورپکي ووژل.
خامه پرېس او افغانستان ټایمز د یکشنبې او دوشنبې په ورځ / د می ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې سرتېرو د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو کې ۲۴ طالبان او داعشیان ووژل.