په افغانستان کې ۶۴ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د یاغیانو ضد عملیاتو په ترڅ کې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږ ۶۴ تنه اورپکي ووژل.‌

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل،‌ سرتېرو چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د شپې له مخې عملیات ترسره کول د شنبې په ورځ / د اپریل ۲۹مه/ څلور تنه طالب اورپکي ووژل.‌

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ولایت پولیسو وویل،‌ بهرنیو ځواکونو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۳۰ مه/ په عین ولسوالۍ کې ۷ تنه نور طالبان ووژل.‌

خامه پرېس د یکشنبې په ورځ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ،‌ چې ۵۳ تنه نور اورپکي چې حقاني شبکې او داعش پورې اړوند ول په پنځو ولایتونو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500