جلال اباد -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د می ۱۵ مه/ راپور ورکړ چې په ننګرهار کې د داعش ۱۲ غړو یاغیتوب پای ته ورساوه.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د داعش دغه ګروپ په څلورو ولسوالیو کې فعال وو، او زیاته یې کړه چې هغوی د سولې پروسې سره یوځای شول.
په ورته وخت کې، خامه پرېس د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه هوایي برید د داعش ۴ غړي ووژل او د هغوی درې پټنځایونه یې ویجاړ کړل.