کابل -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د اګست ۶ مه/ راپور ورکړ، چې طالبانو ته د افغان سرتېرو او داعش دواړو له خوا تلفات ور واوښتل.
سرتېرو د ننګرهار ولایت په مومند دره ولسوالۍ کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه او درانه تلفات یې ور واړول. د ننګرهار ولایتي ادارې وویل، چې په وژل شویو اورپکو کې د طالبانو یو تش په نامه ولسوال هم شامل وو.
د خامه پرېس په وینا، داعش وویل، چې د غور ولایت په شکران سیمه کې داعش ۴ تنه طالب اورپکي وروسته له هغه ووژل چې دغو دوه ډلو تېره اونۍ یو پر بل ډزې وکړې. طالبانو د دغه راپور په هکله څه تبصره نه ده کړې.