کابل -- چارواکو وویل چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۵ تنه افغان اورپکي ووژل شول، ۱۱ تنه تسلیم شول او ۱۰ تنه نور ونیول شول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د نومبر په ۱۳مه وویل چې افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په پچیراګرام ولسوالۍ کې د داعش ۵ تنه غړي ووژل.
خامه پرېس د نومبر په ۱۴مه راپور ورکړ چې، سرتېرو په وروستیو وختونو کې داسې یو موټر ونیو چې ۱۵۰ کیلوګرامه چاودونکي مواد په کې بار شوي ول او په دې توګه یې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بمي برید یوه هڅه شنډه کړه.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کندوز ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د نومبر په ۱۳مه وویل، عسکرو په وروستیو وختونو کې د طالبانو یو قوماندان او شپږ تنه نور طالبان په دغه ولایت کې ونیول.
خامه پرېس د نومبر په ۱۳مه راپور ورکړ چې په ورته وخت کې د ملي امنیت ادارې په وروستیو وختونو کې د کونړ ولایت په اسداباد کې درې تنه پاکستانیان ونیول. په دغو کسانو تور لګېدلی چې هڅه یې کوله له داعش سره یوځای شي. په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د ننګرهار د والي د رسنیو د دفتر له قوله راپور ورکوي چې ۱۱ تنو اورپکو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې یاغیتوب پرېښود او د سولې پروسې سره یوځای شول.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډله چې قاري صفت الله یې مشري کوله په بېلابېلو ولسوالیو کې فعاله وه.