۷ افغان اورپکي ووژل شول؛ ۱۱ تسلیم شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي ووژل شول او ۱۱ تنه نور تسلیم شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د غور ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال غلام مصطفی د نومبر په ۹مه وویل، دغه اورپکي له فیروزکوه څخه ۴۰ کیلو متره لیرې له عسکرو سره په یوه جګړه کې ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د نومبر په ۸ مه وویل، په دغه ولایت کې ۱۱ تنو اورپکو په وروستیو وختونو کې یاغیتوب پرېښود او خپلې وسلې یې تسلیم کړې.

هغه وویل، دغې ډلې په بېلابېلو ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.

طلوع نیوز راپور ورکړ، د نومبر په ۸ مه د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې په یوه پوسته د طالبانو په یوه حمله کې د افغان ملي اردو یو عسکر ووژل شو.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د نومبر په ۷ مه د لوګر ولایت په خوښې ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې څلور تنه موټروانان تښتوونکیو وتښتول او د هغوی موټرې یې له ځانونو سره وېوړلې.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال غلام جېلاني ابوبکر د نومبر په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو د نومبر په ۸ مه د دغه ولایت په دل آرام ولسوالۍ کې څلور تنه شکمن ترهګر ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500