۷ افغان طالبان او ۵ پولیسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې په هلمند او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو ۷ تنه قوماندانان او ۵ تنه پولیسان ووژل شول.

د خامه پرېس د راپور په اساس د دفاع وزارت د نومبر په ۸ مه وویل، یوې هوایي حملې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندانان ووژل.

د پکتیا د امنیې قوماندان قادرګل ځدراڼ د نومبر په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په عین حال کې د نومبر په ۷مه د دغه ولایت په احمد خېل ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم لږ تر لږه ۵ تنه پولیس افسران ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500