په افغانستان کې ۱۱۶ اورپکي، ۹ د پاڅون غړي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۱۶ تنه اورپکي او ۹ تنه د اورپکو ضد ځایي پاڅون وال ووژل شول.

طلوع نیوز د نومبر په ۲مه راپور ورکړ چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې ۴۷ تنه اورپکي ووژل.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل چې اورپکو پلان درلود چې په کونړ کې په بېلابېلو ولسوالیو باندې حمله وکړي، خو امنیتي ځواکونو ځواب ورکړ.

افغانستان ټایمز د نومبر په ۲مه د امنیتی چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د پکتیکا ولایت په دوه ولسوالیو کې په وروستیو عملیاتو کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان او د طالبانو د یوه تش په نامه والي په ګډون لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل شول.

پژواک خبري اژانس د نومبر په ۲مه د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د ویاند عبدالکریم یورش له قوله راپور ورکړ چې په دغه ولایت کې د ظفر ۱۹عملیاتو په ترڅ کې په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان او ۹ تنه د اورپکۍ ضد پاڅون غړي ووژل شول.

د خامه پرېس له مخې، په عین حال کې د دفاع وزارت د نومبر په ۳مه وویل چې په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د یوې هوایي حملې په ترڅ کې د داعش ۶ تنه غړي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500