کابل -- نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ /د می ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ښځو لومړنۍ مجلې د پنجشنبې په ورځ / د می ۱۸ مه/ خپرونې پيل کړې. د مجلې لومړۍ ګڼه په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوه. د مجلې د خپراوي د مهالونو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د ګلاره مجلې مدیره او مؤسسه فتانه حسن زاده نومېږي چې ۲۳ کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکې ده. د مجلې په مطالبو کې «معیاري ځمکه، لکه د امېدوارۍ پر وخت د فېشن په هکله معلومات او له ځوانو پاپ هنرمندانو سره مرکې» شامل دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په مجله کې نور جدي موضوعات، لکه د تیونو د سرطان په هکله یوه لیکنه او د کورنیو یو وړاندیز شوی قانون چې له کلونو راهیسې د محافظه کارانو له خوا ځنډول شوی وو، راغلي دي.»