کابل -- چارواکو وویل، چې افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په عملیاتو کې ۱۳۶ اورپکي ووژل او ۱۳ کلي یې له طالبانو څخه پاک کړل.
افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ / د می ۲۲ مه/ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ، چې دغه عملیات د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شول. د دفاع وزارت وویل، چې په ۱۳۶ مړو اورپکو کې د داعش ۹ غړي هم شامل ول.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا، سرتېرو همدارنګه د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۱۳ کلي هم له اورپکو څخه پاک کړل.