کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ ( په ۶ جون) راپور ورکړ، چې د فاریاب پولیسو وویل چې امنیتي ځواکونو هغه ۶ تنه طالب اورپکي چې د دغه ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې یې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته حمله کړې وه ووژل.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د جون ۷ مه/ راپور ورکړ، چې د طالبانو د ډلې یو بل غړی د دوشنبې په ورځ / د جون ۵ مه/ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې په خپلمنځي نښته کې ووژل شو.